کیان، بغلان

کیان د افغانستان په شمال ختیځ کي د بغلان ولایت یو ښارګوټۍ دی. د شمالي افغانستان دا سیمه یو تاریخي شخص سید نادرشاه کیاني ته منسوبه ده. د کیان درې اوسیدونکي اکثره د سادات او هزاره قومونو غړي دي چي سید کیان ته (کوم چي په افغانستان کي د آغا خان رسمي استازی و) وفاداره بلل کیږي. دا سیدان د اسماعیلي اسلام پیروي کوي. [۱]

د خپل تاریخ په اوږدو کي کیان سیمه په افغانستان کي د اسماعیلیه ټولني لپاره د پام وړ ځای وو، په ځانګړې توګه د شوروي دورې، مجاهدینو ، او د افغانستان کورنۍ جګړې په دوره کي یاده سیمه ددوی مهم استوګنځای بلل کېدی. کیان د سید جعفر نادري په مشرۍ د افغانستان د اسماعیلي ځواکونو د یوه مرکز په توګه رامنځ ته سو. سید جعفر د سید منصور نادري (چي په افغانستان کي د اسماعیلیانو مشر ګڼل کیږي) مشر زوی وو، او د څه باندي 13000-18000 وسله والو ځواکونو قومانده یې په غاړه وه. [۲] د دوی اصلي موخه د حکومت، مجاهدینو او نورو ډلو له خوا په دې ناکراره وختونو او د ننګونو په منځ کي د اسماعیلیه ټولني د ګټو ساتنه او د هغوی امنیت وو.

د دې تاریخي او نظامي تړاو سربیره کیان په روحاني او کلتوري دودونو کي هم ریښې لري. دا دره د شاه ابدال ولي د اولادونو کور هم بلل کیږي، کوم چي د حسیني ساداتو اصلي روحاني مشر او د عراق-ایران له سیمو څخه افغانستان ته مهاجر سوی وو. د نوموړي نسب په مختلفو ټولنو کي د دوی د صداقت، اخلاص او شفقت له امله خلکو ته د زیات درناوي وړ دی.

د کیان باز

سمول
 
سید منصور نادري د سهار پر مهال د عقاب د مجسمې سره د ځغاستې پر وخت (1997)

د 1990 لسیزي په جریان کي د عقاب (باز) پژۍ د یوې غونډۍ په سر کي جوړ سو، چي د کیان دره کي د لید یوه ځانګړې نښه بلل کیږي. د 1998 کال د سپټمبر په لومړیو کي دا پژۍ د یو هدفي راکټي برید له امله ویجاړ سو. ویل کیږي چي یاد پژۍ د طالبانو په لمړۍ دوره کي له دې کبله وران سو چي ددوی له نظره د مجسمې په شکل جوړ او له اسلامي شریعت سره یې اړخ نه لګاوه. [۳]

د کمپاس انځورونو دوه فرانسوي انځور اخیستونکي فریډریک لینګین او کلوس ریزینګر په 1990 لسیزه کي افغانستان ته سفر وکړ او د عقاب یوشمېر انځورونه یې هم واخیستل.

کیان ډیری وختونه په اوسني ایران کي د الموت کلا سره د ورته ټاپوګرافیک ځانګړتیاو له امله پرتله کیږي، او ځیني وختونه د "دوهم عقاب ځالي" په نوم هم یادیږي.

د کیان د عقاب رسمي پرانیستنه د ۱۹۹۶ کال د دسمبر په ۱۰ نیټه د افغانستان د بیلا بیلو سیمو د سیاسي او کلتوري شخصیتونو په حضور کی د کیان په دره کی ترسره سول. عصم الدین عادل چي د مجسمې په جوړولو کي یې ونډه درلوده ویلي چي د ودانۍ بهرنۍ برخه له اوسپني او فولاد څخه جوړه سوې وه. [۴]

په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني مرکز

سمول

د کیان په لیري پرته دره کي په ۱۹۹۰ لسیزه کي د سید منصور نادري له خوا په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملني یو مرکز پرانیستل سو، ترڅو په نشه یي توکو او تریاکو باندي روږدو کسانو ته روغتیایي چوپړتیاوي وړاندي کړي. په ۱۹۹۲ کال کي د ژورنالیستانو د لیدنې له مخي، ددې مرکز ډیری ناروغان د بدخشان ولایت له ولسوالیو څخه وه. [۵]

د سيد منصور نادري په وېبپاڼه کي د خپرو سويو معلوماتو له مخي په یاد روغتيايي مرکز کي د څه باندې ٣٢٠٠ روږدو کسانو درملنه سوې ده. [۶]

د امیتاب بچن لیدنه

سمول

په ۱۹۹۱ کال کې د افغانستان شمال ته د سفر پر مهال د بالیووډ اداکار امیتاب بچن د خدای ګواه د فلم ځیني برخي جوړي کړې. هغه د خپل سفر په ترڅ کي د کیان له درې څخه لیدنه وکړه او د سیمه ایزو اوسیدونکو، د ټولني مشرانو، او نظامي چارواکو سره یې د سید منصور نادري او د هغه زوی سید جعفر نادري چي د کیان د جنګ سالار په نوم هم پیژندل کیږي په ګډون وکتل. په دې لیدنه کي سید منصور نادري چي د امیتاب بچن او د هغه د ټیم کوربه وو، هغه ته یې یو نادر آس هم ډالۍ کړ. [۷]

  1. تشه سرچينه (لارښود)
  2. Author: Hakimi, Aziz Ahmed. Title: Fighting for Patronage: American counterinsurgency and the Afghan Local Police. Publisher: University of London. Date: 23.07.2015. Access date: 04.04.2024.
  3. . 1998-09-06. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  4. . 2024-05-21. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  5. . 1992-06-06. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  6. تشه سرچينه (لارښود)
  7. . 2024-04-29. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)