کينډۍ:غوره ليکنه/2015/21
شاه شجاع د اعليحضرت تېمور شاه زوى د ۱۷۸۵ ز كال د نوامبر د مياشتې په ۴ زېږېدلى دى . دده لومړنۍ دوره پاچاهۍ په ۱۸۰۳ ز كال كې د شاه محمود سدوزي له واكمنۍ نه وروسته پيل كيږي او تر ۱۸۰۹ ز كاله پورې دوام كوي . په ۱۸۰۳ ز كال كې د کابل ، لوګر ، كلات او غزني غلځيو په گډه شاه شجاع ته بلنه وركړه ، چې كابل ته راشي . دغه مهال وزير فتح خان په پېښور كې وو . په پايله كې شاه محمود سدوزى يا ياغي محمود خلع شو او شاه شجاع د محمود له درې كلنې واكمنۍ نه وروسته پادشاه شو . خو د لوى افغانستان د خراسان ولايت ، نيشاپور او مشهد له لاسه ووتل . وزير فتح خان چې حالات داسې وليدل ، نو له پېښوره كندهار ته ولاړ او هلته د محمود له زوى كامران سره يوځاى شو . شاه شجاع چې دا مهال د افغانستان پاچا شوى وو ، نو يې جنرال احمد خان نورزايي كندهار ته واستاوه . ملا عاشق يې كابل ته راوغښت . د كوه نور الماس چې دده په كور كې شاه زمان اېښى وو ، هغه يې ځنې واخيست او عاشق يې مړ كړ . وزير فتح خان له شاه شجاع څخه بښنه وغوښته او هغه هم وباښه . كابل ته راغى ، خو كله چې شاه شجاع پېښور ته ولاړ ، فتح خان كندهار ته وتښتېد او شاهزاده قيصر ، چې د كندهار والي وو ، هغه يې راوپاراوه ، چې ځان پادشاه اعلان كړي او هغه هم دا كار وكړ . كله چې شاه شجاع كندهار ته متوجه شو ، فتح خان بيا وتښت او فيصر ته تسليم شو او بېرته د كندهار د والي په توگه وټاكل شو . د شاه شجاع لومړۍ دوره تې يوې اندازې پورې ښه تېريږي ، خو دده دويمه دوره او هغه تړون چې دده ، رنجيت سينگهـ او اتنگليسانو تر منځ ، چې د لاهور د درې اړخيز تړون په نامه ياديږي ، د ملي تاريخ يوه ډېره بدمرغه مرحله ده .بشپړه ليکنه ولولئ