د افغانستان نوميالى پادشاه اعليحضرت شاه زمان د واكمنۍ په وروستيو مهالونو كې له يوې خوا د ايرن او انگرېزانو له دسيسو سره مخامخ وو او له بلې خوا يې خپل ورور محمود او وزير فتح خان له هر ډول دسيسو او خيانتونو نه كار اخيست ، چې دى راوپرزوي . ددغو دسيسه كوونكو كسانو له شمېر نه يو هم ملا عاشق وو . شاه زمان په ۱۸۰۱ ز كال كې له كابل نه د پېښور په لور ددې لپاره وخوځېد ، چې يو ښه لښكر راټول كړي . كله چې شينوارو ته ورسېد ، د ملا عاشق په كلا كې چې يوه كلكه كلا وه ، د دمې جوړولو لپاره پاتې شو . شاه زمان وليدل ، چې د خاين عاشق په كلا كې بندي دى او د كلا شاوخوا ټوپك والا خلك ولاړ دي . دا مهال محمود كابل ته ورسېد او د شاه زمان له ايسارېدو خبر شو . محمود له كابل نه خلك ولېږل او اعليحضرت شاه زمان يې ونيوه او دده سترگې يې ړندې كړې او بيا يې بندي كړ . د افغانستان په ملي تاريخ كې د ملا عاشق دغه ناځواني او خيانت يو ډېر نامطلوب حساس تاريخ دى . ملا عاشق په دغې كړنې سره بد نوم پرې ښود او له داسې اتل سره يې خيانت وكړ ، چې هندوستان ، ايران او روسيه دده له نامه سره ښورېدله . په ۱۸۰۳ ز كال كې د كابل ، كوهستان ، لوگر ، قلات او غزني غلځيو په گډه شاه شجاع ته بلنه وركړه ، چې كابل ته راشي . دا مهال وزير فتح خان په پېښور كې وو . په پايله كې محمود سدوزى يا ياغي محمود له واك نه گوښه شو او دده له درې كلنې واكمنۍ نه وروسته شاه شجاع پادشاه شو . شاه شجاع ، سمدلاسه جنرال احمد خان نورزايي كندهار ته واستاوه ، وزير فتح خان دا مهال كندهار ته تللى وو ، چې له دې نه وروسته دى او كامران دواړه وتښتېدل . ملا عاشق يې كابل ته راوغوښت . د كوه نور الماس چې دده په كلا كې شاه زمان اېښى وو ، هغه يې ځنې واخيست او دى يې په كابل كې لومړى محاكمه او بيا يې د خلكو تر مخه د يوه خاين په نامه اعدام كړ . په دې ډول له ملا عاشق سره هم زمانې وفا ونه كړه او يوازې يوه تاريخي بدنامي يې وگټله ، خو كومه ضربه چې ده لوى افغانستان ته ورسوله ، د ايران او انگليس لښكرو نه شو رسولاى . دوى ټول محمود سدوزى د شاه زمان ورور ، وزير فتح خان د پاينده خان زوى ، ملا عاشق ، نور باركزي او دراني سرداران او محمدزي ټول ملي تاريخ ته محكوم دي .

اخځونه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۳۹۰ - ۳۹۳ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .