کندهارې بیگم
کندهارۍ بیګم (زوکړه 1593 ؟ ) چي له آره یې د افغانستان د کندهار ولایت سره اړه درلوده، په هندوستان کي د نامتو مغول واکمن شاه جهان لمړۍ مېرمن او د شهزادګۍ پرهیز بانو بېګم مور وه. نوموړي مېرمني په 1610 کال کي د شاه جهان پاچا سره واده وکړ او لمړئ اولاد یې همدغه پرهېز بانو وه.
د کندهارۍ بېګم پلار مظفر حسین د فارس د صفوي اشغال پر مهال د کندهار مشرتوب په لاس کي درلود او ددغه ولایت چاري یې د صفوي حکومت تر سرپرستۍ لاندي مخته وړلې، خو څرنګه چي دده او صفویانو ترمنځ اړیکي مثبتي نه وې نو ځکه یې د کندهار واګي د مغول پاچا شاه جهان په مرسته د صفویانو له ولکې بهر او هندوستان ته وسپارلې. د مظفر حسین یاده چاره په وروسته کي ددې سبب سول ترڅو دده کورنۍ له مغولو سره ګډه او پایله یې د کندهارۍ بېګم په واده پای ته ورسېده.