کالوین کولیج
کالوین کولیج (د ۱۸۷۲ز کال جولای په ۴مه زېږېدلی او د ۱۹۳۳ز کال د جنوري په ۵مه مړ شوی) له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال پورې د متحده ایالاتو ۳۰م ولسمشر و. نوموړی د نوي انګلینډ اوسېدونکی او یو جمهوري غوښتونکی حقوقپوه و. کولیج په ورمونټ کې زېږېدلی و او د میساچوسټس والي په توګه یې هم دنده تر سره کړې وه. د ۱۹۱۹ز کال د بوسټن پولیسو د اعتصاب پر وړاندې د کالوین ځواب هغه ته د «قاطع عمل سړي» په توګه شهرت ورکړ، چې بل کال هغه د متحده ایالاتو ۲۹م مرستیال ولسمشر او په ۱۹۲۳ز کال کې د وارن جی هارډینګ له ناڅاپي مړینې وروسته ولسمشرۍ ته بریالی شو. کالوین د یو کوچني حکومتي محافظه کار او یو داسې کس په توګه چې ډېر لږ غږېده او ډېر لږ خوش طبعي یې درلوده، د ارام کالوین «Silent Cal » لقب ګټلی و. هغه غوره وګڼله، چې د ۱۹۲۸ز کال ټاکنو کې بیا ځان نوماند نه کړي او ویل به یې، چې د ولسمشر په توګه لس کاله « د نورو ولسمشرانو په پرتله ډېره اوږده موده وه - ډيره اوږده!»[۱][۲][۳]
کالوین کولیج | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) | ||||||
استوګنځای | ماساچوست | ||||||
تابعیت | د امریکا متحده ایالات | ||||||
قد | 178 سانتي متره | ||||||
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) | ||||||
واک | |||||||
د متحده ایالاتو ولسمشر (30 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲ اگسټ ۱۹۲۳ – ۴ مارچ ۱۹۲۹ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | Amherst پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه | |||||||
لاسليک | |||||||
وېبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
کولیج د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې له مالي محافظه کارۍ او د ښځو د ووټ اچونې له حقونو نه ټینګ ملاتړ وکړ. نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په موده کې د پخوانۍ ادارې له ګڼو رسواییو وروسته په سپینه ماڼۍ د خلکو باور بېرته ترلاسه کړ. هغه د ۱۹۲۴ز کال د هند د تابعیت قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د متحده ایالاتو بومي وګړو ته د متحده ایالاتو تابعیت ورکړ او هېواد يې د چټکې او پراخې اقتصادي ودې پر مهال مدیریت کړ له همدې کبله د کالوین دوره له « زرینه شلیزې» په نوم یادېږي. هغه په داسې حال کې له خپلې دندې لاس په سر شو، چې د امریکایانو ترمنځ یې د پام وړ محبوبیت خپل کړی و.[۴]
کولیج د څېړونکو له خوا د متحده ایالاتو د ولسمشرانو په ډلبندۍ کې له اوسط نه په ټیټه درجه کې شمېرل کېږي. هغه په متحده ایالاتو کې د توکمیز تاوتریخوالي د ډېریدو په لړ کې له نژادي برابري نه د کلک ملاتړ له امله په نړیواله کچه وستایل شو همدارنګه د کوچني حکومتونو او د نه مداخلي اقتصادونو ملاتړ کونکو له خوا هم خورا وستایل شو. د هغه منتقدین استدلال کوي، چې هغه له اقتصادي ودې نه د مبارزو بزګرانو او کارګرانو سره د مرستې لپاره چې د هېواد په کمزورو صنعتونو کې په کار بوخت و، ګټه پورته نه کړه او پاتې راغی. د تاریخپوهانو تر منځ لاهم په دې اړه ډېر بحثونه شته، چې د کولیج اقتصادي تګلارو د اقتصادي ناورین په رامنځته کېدو کې څومره مرسته کړې، خو دا د خلکو او د هغه د بنسټ له لوري په پراخه کچه منل شوي، چې د کالوین ترادارې لاندې فډرالي سیسټم تر یوې اندازې پورې د ۱۹۲۹ز کال د ونډو د مارکيټ (وال سټریټ ژورنال) د پېښې، چې د هغه د واک له پرېښودو نه سمدستي وروسته رامنځ ته شو مسؤل و، چې دا د امریکا د ستر اقتصادي ناورین د پیل نښه وه.[۵][۶]
د کالوین کولیج ولسمشرۍ (۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال)
سمولد ۱۹۲۳ز کال د اګست په ۲مه نېټه، ولسمشرهارډینګ د لوېدیځې امریکا په سان فرانسیسکو کې د وینا پر مهال د زړه د حملې له امله په ناڅاپي ډول مړ شو. مرستیال ولسمشر کولیج په ورمونټ کې د خپلې کورنۍ لیدو ته تللی و، چې نه یې برېښنا درلوده او نه یې ټلیفون، چې د هارډینګ د مړینې پیغام یې ترلاسه کړ. کولیج جامې واغوستې او له کوټې ښکته راغلو تر څو خبریالانو ته چې هلته راټول شوي وو ښه راغلاست ووایي. په دې ډول هغه د خپل پلار په مرسته، چې د سولې قاضي او مشر و د ۱۹۲۳ز کال د اګسټ په ۳مه د سهارپه ۲:۴۷ بجو د کور په انګړ کې د کیروسین څراغ په رڼا کې د لوړې مراسم ترسره کړل.[۷][۷]
کولیج بله ورځ بېرته واشنګټن ته راستون شو، او د کولمبیا د سیمې د سترې محکمې د قاضي اډولف ای هولینګ له خوا یې بیا لوړه وکړه، ترڅو د فدرالي حلف اخیستلو لپاره د دولتي چارواکو د واک په اړه د هرې پوښتنې مخه ونیسي. د کولیج دویمه لوړه تر یوه وخته پورې پټه پاتې شوه، خو وروسته په ۱۹۳۲ز کال کې د هیري ایم داګرتي له خوا افشا شوه او د هولینګ له خوا هم تایید شوه. کله چې هولینګ د داګرټي دغه خبر تایید کړ، داګرټي چې وروسته د متحده ایالاتو لوی څارنوال هم شو غوښتنه وکړه، چې په ویلارډ هوټل کې دې پرته له ګډوډی نه د لوړې مراسم بیا ترسره شي. د هولینګ په وینا، کولیج له داګرټي نه د دویمې لوړې د ترسره کولو دلیل په اړه پوښتنه و نه کړه، خو ګومان یې کاوه چې دویمه لوړه کېدای شي د لومړۍ لوړې په هکله د هر ډول پوښتنو او شک لرې کولو لپاره وه. [۸][۹]
د جمهوري غوښتونکو کنوانسیونونو له پیل نه مخکې، کولیج د ۱۹۲۴ز کال د عایداتو قانون توشیح کړ، چې د مالیاتو کچه یې له ۵۸ سلنې نه ۴۶ سلنې ته او د شخصي عایداتو مالیه یې هم په ټولیزه توګه راټیټه کړه. د ملکیت مالیه یې زیاته او پر ډالۍ یې هم مالیه ولګوله. د ۱۹۲۴ز کال د جون په دویمه کولیج هغه قانون توشیح کړ، چې له مخې به يې په متحده ایالاتو کې زېږېدلو ټولو بومي امریکایانو ته تابعیت ورکوي. په هغه وخت کې، د دوی دوه پر درېیمه برخه لا دمخه تابعیت درلود، چې د واده او یا پوځي خدماتو له لارې یې ترلاسه کړی و.[۱۰][۱۱][۱۲]
بهرنۍ تګلاره
سمولکولیج نه د نړۍ په چارو ښه پوهېده او نه یې هغو سره لیوالتیا درلوده. د هغه تمرکز زیاتره د امریکا سوداګرۍ ته، په ځانګړی توګه د سوداګرۍ د شته وضعیت ساتل او ادامه وه. که څه هم هغه یو انزوا غوښتونګی نه و، خو له بهرنیو ائتلافونو سره د یوځای کېدو لپاره زړه نازړه و. کولیج په کلکه د نه مداخلې په بهرنۍ تګلارو باور درلود.[۱۳][۱۴][۱۵]
کولیج د پخوانۍ ادارې تګلارې ته دوام ورکړ، چې د شوروي اتحاد د رسمیت پېژندلو د مخنیوی پر بنسټ وه. همدارنګه هغه د انقلاب وروسته له مکسیکو سره د اړیکو د عادي کولو هڅې پیل کړی او د الوارو اوبرګون او پلوټارک الیاس کالس په مشرۍ یې د مکسیکو نوي ایالتونه په رسمیت وپېژندل او د کریسټو جګړې پرمهال یې د مذهبي ازادۍ د دفاع لپاره د ملي ائتلاف پر وړاندې د مکسیکو د ټاکل شوي حکومت ملاتړ ته دوام ورکړ. ډویټ مورو د کولیج له خوا په مکسیکو کې د سفیر په توګه وټاکل شو ترڅو له مکسیکو سره د متحده ایالاتو د جګړې مخه ونیسي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د کولیج حکومت په نیکاراګوا او هایټي کې د اشغال د دوام او په ۱۹۲۴ز کال کې د هارډینګ د ادارې د تړونونو له مخې د ډومینیکن جمهوریت د اشغال د پای ته رسېدو شاهد و. په ۱۹۲۵ز کال کې کولیج د ۱۹۲۴ز کال د نیکاراګواله عمومي ټاکنو وروسته د ثبات په لټه کې د سمندري ځواکونو د وتلو امر وکړ، خو د ۱۹۲۷ز کال په جنوري کې د سیاسي کړکېچ د چټک حل کولو او د ناکامو هڅو وروسته یې بیا هلته ځای پر ځای کړل. هینري ایل سټیمسن وروسته د کولیج له خوا د سولې تړون منځګړیتوب لپاره واستول شو، چې د نیکارګوا کورنۍ جګړه پای ته ورسوي او په نیکاراګوا کې د متحده ایالاتو پوځي شتون د کالیج له دورې نه وروسته هم وغځوي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
په مرکزي امریکا او کارابین کې د امریکا د مداخلې تګلارې په اړه د لاتینې امریکا مشرانو ته د زیتون څانګې د پراختیا لپاره کولیج د متحده ایالاتو د پلاوي مشري وکړه، چې د ۱۹۲۸ز کال د جنوري له ۱۵مې نه تر۱۷مې د متحده ایالاتو شپږم نړیوال کنفرانس په هاوانا او کیوبا کې و او دا د کولیج یوازینی نړیوال سفر و، چې هغه د خپلې ولسمشرۍ پر مهال کړی و. په ۲۰۱۶ز کال کې به د بارک اوباما تر دوري پورې کولیج د امریکا وروستی ناست ولسمشر وي، چې کیوبا ته سفر کوي. [۲۴][۲۵][۲۶]
سرچینې
سمول- ↑ "John Coolidge, Guardian of President's Legacy. Dies at 93". The New York Times (په انګليسي). June 4, 2000. نه اخيستل شوی May 11, 2019.
[He] had originally been John Calvin Coolidge, but dropped his first name to avoid confusion and later legally changed it.
- ↑ "The Peculiar and Biting Calvin Coolidge Wit". New England Historical Society (په انګليسي). August 10, 2015. نه اخيستل شوی January 30, 2019.
- ↑ Katz, Mark (February 20, 2012). "Calvin Coolidge's Bone-Dry Humor Is a Lesson in Laughs for Candidates". The Daily Beast (په انګليسي). نه اخيستل شوی January 30, 2019.
- ↑ Fuess 1940، م. 500.
- ↑ Fieldstadt, Elisha (April 22, 2021). "Presidents ranked from worst to best". www.cbsnews.com (په انګليسي). Archived from the original on February 3, 2021. نه اخيستل شوی October 24, 2021.
- ↑ "Significant Papers – Coolidge Prosperity Gave America the Reserve to Weather the Great Depression". Calvin Coolidge Presidential Foundation. نه اخيستل شوی September 27, 2021.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Fuess 1940، مم. 308–309.
- ↑ Fuess 1940، مم. 310–315.
- ↑ "Confirms Daugherty's Story of Coolidge's Second Oath".
- ↑ Madsen 2015، م. 168.
- ↑ Kappler 1929.
- ↑ Landry 2016.
- ↑ "Calvin Coolidge: Foreign Affairs | Miller Center". Miller Center (په انګليسي). October 4, 2016. نه اخيستل شوی October 28, 2018.
- ↑ Joel Webster. "Coolidge against the world: Peace, prosperity, and foreign policy in the 1920s". James Madison University. نه اخيستل شوی February 1, 2020.
- ↑ Sobel 1998a، م. 342.
- ↑ Greenberg 2006، مم. 114–116.
- ↑ McCoy 1967، م. 360.
- ↑ McCoy 1967، م. 363.
- ↑ McCoy 1967، مم. 184–185.
- ↑ "Dawes Plan | World War I reparations". Encyclopedia Britannica.
- ↑ Marriott, Leo. (2005). Treaty cruisers : the world's first international warship building competition. Barnsley: Pen & Sword Maritime. p. 12. ISBN 1844151883. OCLC 60668374.
- ↑ Fuess 1940، مم. 421–423.
- ↑ McCoy 1967، م. 181.
- ↑ "Foreign Policy". coolidgefoundation.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی October 28, 2018.
- ↑ McCoy 1967، مم. 178–179.
- ↑ Sobel 1998a، م. 349.