وارن ګامالیل هارډینګ

وارن ګامالیل هارډینګ
(انګلیسي: Warren G. Harding د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وارن ګامالیل هارډینګ
وارن ګامالیل هارډینګ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Warren Gamaliel Harding د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲ نومبر ۱۸۶۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 2 اگسټ 1923 (58 کاله)[۱۲][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۳][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سان فرانسسکو[۱۴][۱۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 6 فوټ  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 1   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
سوداگر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
وارن ګامالیل هارډینګ
وارن ګامالیل هارډینګ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وارن ګامالیل هارډینګ (د ۱۸۶۵ز کال  د نومبر په۲مه زېږېدلی او د ۱۹۲۳ز کال د اګسټ په دويمه مړشوی) له۱۹۲۱ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال پورې د متحده ایالاتو د ۲۹م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی او د متحده ایالاتو یو له نامتو ولسمشرانو نه و. د هارډینګ له مړینې وروسته په هغه پورې تړلې یو لړ رسوايانې: لکه: (Teapot Dome) پېښه او له نان بریټن سره د هغه نامشروع اړیکې، افشا شوې چې په امریکایي ټولنه کې یې د هغه حیثیت ته تاوان ورساوه.

هارډینګ خپل ټول ژوند د اوهایو په کلیوالي سیمو کې تېر کړ او له ۱۹۰۰ز کال نه تر ۱۹۰۴ز کال پورې د اوهایو ایالت په سنا کې د سناتور په توګه او د دوو کلونو لپاره یې د لیفټیننټ والي په توګه دنده تر سره کړه. هارډینګ په ۱۹۱۴ز کال کې د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته وټاکل شو او په ۱۹۲۰ز کال کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکوپه استازولۍ نوماند شواو ژمنه یې وکړه، چې د نړیوالې جګړې نه مخکې دوره به نورمال حالت ته راستنه کړي. د ټاکنو په ترڅ کې هارډینګ د ډیموکراټ ګوند نوماند جیمس ایم کاکس نه په لوی توپیر دغه ټاکنې وګټلې او لومړی سناتور شو چې ولسمشرۍ ټاکنې ګټي.

هارډینګ په خپله کابینه کې یو شمېر درنو شخصیتونو ته، لکه: د مالیې وزارت لپاره انډریو میلون، سوداګرۍ وزارت لپاره هربرټ هوور او بهرنیو چارو وزارت لپاره چارلس ایوانس هیوز ته ځایونه ورکړل. د هارډینګ د بهرنۍ تګلارې یوه لویه لاسته راوړنه له۱۹۲۱ز کال نه تر ۱۹۲۲ز کال پورې د واشنګټن سمندري کنفرانس و، چې په ترڅ کې یې د نړۍ لویو سمندري ځواکونو د سمندري محدودیتونو په پروګرام موافقه وکړه، چې یوه لسیزه یې دوام وکړ. نوموړي  ټول هغه سیاسي بندیان خوشې کړل، چې له نړیوالې جګړې سره د مخالفت په تور نیول شوي وو.

د هارډینګ د کورنیو چارو وزیر، البرټ بي فال او د هغه لوی څارنوال هیري داګورټي وروسته د فساد په تور محاکمه شول، چې فال تورن وګڼل شو او داګرټي ته برأت ورکړل شو. دې او نورو دسیسو د هارډینګ له مړینې وروسته د هغه شهرت ته ډېر زیان ورساوه. هغه په عمومي توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې یو له بدو ولسمشرانو نه شمېرل کېږي. هارډینګ لوېدیځ سان فرانسیسکو ته د سفر په وخت کې د زړه د حملې له امله مړ شو او مرستیال ولسمشر کالوین کولیج یې ځایناستی وټاکل شو.

بهرنۍ تګلاره سمول

له اروپا سره اړیکې او د جګړې رسمي پای سمول

د بهرنیو چارو وزیر په توګه د هیوز د ټاکلو پر وخت هارډینګ په ښکاره ټکو دا وویل چې پخوانی قاضي به بهرنۍ تګلاره پرمخ وړي. واک ته له رسېدو وروسته هارډینګ د ملګرو ملتونو په سازمان کې خپل دریځ سخت کړ او داسې پریکړه یې وکړه، چې متحده ایالات به ددغه سازمان په هېڅ ډول لوی او کوچني پیمان کې ګډون ونه کړي. د سنا له خوا د ورسای تړون له نه تصویبولو سره متحده ایالات په تخنیکي توګه له المان، اتریش او هنګري سره په جګړه کې پاتې شول، خو وروسته د ناکس پورټر پریکړه لیک پر بنسټ دغو هېوادونو له متحده ایالاتو سره سوله اعلان کړه او هر ډول حقوق یې د ورسای تړون لارې خوندي شول. له المان، اتریش او هنګري سره تړونونه، چې هر یو یې د ورسای د تړون له احکاموسره پوره سمون درلوده، په ۱۹۲۱ز کال کې تصویب شو.[۱۶][۱۷][۱۸]

کله چې هارډینګ واک تر لاسه کړ، بهرنیو حکومتونو د متحده ایالاتو نه غوښتنه وکړه ،چې د نړیوال جنګ له امله ورکړل شوي پورونه راکم کړي. په دې ترڅ کې لومړی د المان حکومت هڅه وکړه، تر څو دغه پورونه چې باید ادا شي را کم کړي، خو متحده ایالاتو په دې برخه کې له هر ډول جوړجاړي نه ډډه وکړه. هارډینګ د میلون له خوا هغه وړاندیز شوی پلان تایید کړ، چې دولت ته په کې د خبرو اترو له لارې د جنګي پورونو کمولو اړوند پراخ واک ورکړل شوی و، خو کانګریس په ۱۹۲۲ز کال کې یو ډېر محدود قانون تصویب کړ. هیوز د یوې موافقې په اړه خبرې اترې وکړې، چې بریتانیې به د۶۲کلونو لپاره د ټیټ سود نرخونو سره د جګړې پور پرې کړي، چې دا تړون په ۱۹۲۳ز کال کې د کانګرس له خوا تصویب شو اوله نورو هېوادونو سره د خبرو اترو لپاره یوه بېلګه وه. د پورونو د کمولو په اړه له المان سره خبرې اترې د ۱۹۲۴ز کال د داوس پلان پایله وه. [۱۹]

یوه مهمه مسئله، چې دپخواني ولسمشرویلسون له خوا لاینحله پاتې وه د بالشویک روسیې په اړه د متحده ایالاتو تګلاره وه. متحده ایالات هم د هغو هېوادونو په ډله کې و، چې د روسیې له انقلاب وروسته یې هلته سرتېري واستول او د روسیې د(SFSR) له پېژندلو نه یې انکار وکړ. د هارډینګ د سوداګرۍ وزیرهوور، چې د روسیې په چارو کې یې د پام وړ تجربه درلوده، د تګلارې مشري په غاړه واخیسته.کله چې په ۱۹۲۱ز کال کې په روسیه کې قحطي راغله، هوور د امریکا له مرستندویه ادارې نه، چې هغه یې مشري کوله، له روسیې سره د مرستې لپاره خبرې اترې وکړې. د (U.S.S.R) مشرانو تمه درلوده، چې دا تړون به د شوروي اتحاد د رسمیت پېژندنې لامل شي. هوور له شوروي سره د سوداګرۍ ملاتړ وکړ، خو وېره یې درلوده چې د متحده ایالاتو شرکتونه به د شوروي لخوا کنګل شي، هیوز د دې کار سخت مخالفت وکړ او دا موضوع د هارډینګ په ولسمشرۍ کې نا حل شوې پاتې شوه.[۲۰]

ماشومتوب او زده کړه سمول

وارن هارډینګ د ۱۸۶۵ز کال د نوامبر په ۲مه د اوهایو په بلومینګ گرو سیمه کې زېږېدلی. هغه ماشومتوب کې په«ویني»مستعار نوم مشهور و، هغه د جورج ټریون هارډینګ او فوبی الیزابیت هارډینګ د اتو ماشومانو له ډلې کشری زوی و او مور یې (فوبی) یوه دولتي قابله وه. ټریون د ګیلاد غره ته څېرمه کرنه کوله او تر څنګ يې په یوه ښوونځي کې ښوونکي هم و، چې وروسته یې د یو روزنیز پروګرام له لارې یو کلن طب ولوست اوډاکټر شو او یو کوچنی تمرین یې پیل کړ. [۲۱]

په ۱۸۷۰ز کال کې د هارډینګ کورنۍکلیډونیا ته لاړه او هلته ټریون د ارګوس سیمه ییزه اونیزه ورځپاڼه ترلاسه کوله. هارډینګ له ۱۱کلنۍ نه د ورځپاڼې سوداګرۍ اساسات زده کړل.

د ۱۸۷۹ز کال په وروستیو کې هارډینګ د ۱۴کلنی په عمر د خپل پلار پوهنتون کې د ایبیریا په اوهایو مرکزي کالج کې شامل شو او ځان یې یو تکړه زده کونکی ثابت کړ. هغه او یو ملګري یې د اوهایو په مرکز کې د زده کړو په وروستي کال کې د (Iberia Spectator) په نامه یوه کوچنۍ ورځپاڼه خپره کړه، چې موخه یې  کالج او ښار دواړو ته اپیل کول و. د هغه د وروستي کال په لړ کې د هارډینګ کورنۍ له کالیډونیا نه ماریون ته لاړه او هغه هم له فراغت وروسته په ۱۸۸۲ز کال کې ورسره یوځای شو.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

مړینه او جنازه سمول

هارډینګ د ۱۹۲۳ز کال د جولای په ۲۷مه سهار وختي د واشنګټن په پوهنتون کې له وینا کولو څو ساعته وروسته خپل ډاکټر چارلس ای ساویر ته زنګ وواهه او د معدې په پورتنۍ برخه کې یې د درد شکایت کاوه.

ډاکټرانو د ډیجیټل او کافین مایع په وسیله د هغه درملنه وکړه او داسې معلومېده، چې هغه به ښه  شوی وي. هوور په نړیواله محکمه کې د غړیتوب په ملاتړ د هارډینګ د بهرنۍ تګلارې وینا خپره کړه او ولسمشر ددې لپاره چې د خلکو له خوا له دې وینا نه هرکلی وشو خوښ و. د اګست په دویمه ماسپښین لا هم د هارډینګ حالت د ښه کېدو په حال کې و، خو ناببره هغه د ماښام په شاوخوا۷:۳۰بجو د ۵۷کلونو په عمر ومړ. د هارډینګ مړینه په پیل کې د دماغو دوینې جریان ته منسوب کېده، ځکه چې په هغه وخت کې ډاکټران په عمومي ډول د زړه د بندېدو په نښو نښانو نه پوهېدل.

د هارډینګ ناڅاپي مړینه ملت ته یو لویه صدمه وه، ځکه له هغه سره یې مینه درلوده. مطبوعاتو او خلکو دواړو د هغه ناروغي له نږدې څارله او دوی ته ډاډ ورکړل شوی و، چې هغه روغ دی.نهه میلیونه خلک د هغه اورګاډي مخې ته ورغلي ول چې د نوموړي جسد یې له سان فرانسیسکو نه واشنګټن ډي سي ته لېږداوه، هلته د جنازې له مراسمو وروسته، د هارډینګ جسد د ښخولو لپاره ماریون اوهایو ته ولېږدول شو. [۲۶][۲۷][۲۶][۲۸][۲۹]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120179344 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Warren-G-Harding — subject named as: Warren G. Harding — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vq30zh — subject named as: Warren G. Harding — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/445 — subject named as: Warren Gamaliel Harding — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32347.htm#i323462 — subject named as: Warren Gamaliel Harding — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1481242 — subject named as: Warren G. Harding — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/harding-warren-gamaliel — subject named as: Warren Gamaliel Harding — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0032149.xml — subject named as: Warren Gamaliel Harding — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=warrengamalielhardiw — subject named as: Warren G. Harding
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/25427 — subject named as: Warren Gamaliel Harding — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=24390 — subject named as: Warren Gamaliel Harding — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Гардинг Уоррен — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  13. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=warren+gamaliel;n=harding — subject named as: Warren Gamaliel Harding
  14. پیوستون : 11872035X  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  15. پیوستون : 11872035X  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Гардинг Уоррен — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  16. Trani & Wilson، صص. 145–147.
  17. Trani & Wilson، صص. 142–145.
  18. Russell، ص. 43.
  19. Trani & Wilson، صص. 162–163.
  20. Trani & Wilson، صص. 116–126.
  21. The New England Historical and Genealogical Register, Volumes 76–77. October 1923, p. 244
  22. (په April 6, 2008 باندې). Our First Black President?.کينډۍ:Subscription
  23. (په August 12, 2015 باندې). DNA Is Said to Solve a Mystery of Warren Harding's Love Life.کينډۍ:Subscription
  24. (په August 18, 2015 باندې). DNA Shows Warren Harding Wasn't America's First Black President. The New York Times.کينډۍ:Subscription
  25. Russell، ص. 26.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Murray 1969، صص. 449–450.
  27. (په December 9, 2012 باندې). President Harding's mysterious S.F. death. Hearst Newspapers
  28. Hawley, Ellis W. "Harding, Warren Gamaliel". American National Biography Online. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription
  29. "After 91 Years, President Warren Harding's Sudden Death Recalled". National Constitution Center. August 1, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر February 28, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)