رحمت الله فیضان دغزنی ولایت د واغظ ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې د نیوزخپلواکه برښنایی رسنی په نوم يوه وېبپاڼه چلوي . دی په کال 1353 لمریز کې د واعظ ولسوالۍ په میانتو کلي کې زېږېدلی.

مخینه سمول

ښاغلی فیضان په يوې دینپالې کورنۍ کې زېږېدلی . پلار یې د واغظ ولسوالۍ د يو کلي مُلا و چې د همدې دیني زده کړو لمخې او د افغانستان د کلیوالي ژوند پر بنسټ د وخت د اړتيا سره سم د طالبانو په غورځنگ کې ورگډ شو.

زده کړې سمول

دیني زده کړې یې له خپل پلار مولوي عبیدالله او خپل ترهمولوي خیرالله شهابي څخه تر سره کړي چې وروسته بیا دکډوالۍ په دوران کې یې د شهید مولوي نصرالله منصور په مدرسه نورالمدارس کې تر ۱۲ ټولگي هم دینی او هم عصري زده کړې پرمخ وړي.رحمت الله فيضان د عربي او کمپیوټر (سولگر) په برخه کې یې لوړې زده کړې د سعودي انستیتیوت کې بشپړې کړي.

څېرمه دندې سمول

  1. په کال ۱۳۶۹ کې یي د خدام الفرقان غړیتوب تر لاسه کړ
  2. په ۱۳۷۴ کال کې دطالبانو له اسلامي تحریک سره یو ځای شو او دغزني ولایت دمحلي راډیو د مسول په توگه یې دنده پیل کړه
  3. په ۱۳۷۵ کال کې داطلاعاتواو کولتور وزارت د سندونو او اړیکو دریس په توگه وټاکل شو .
  4. په ۱۳۷۷ کال کې د بلخ ولایت داطلاعاتو او کلتور وزارت د ریس په توگه دنده پیل کړه
  5. په ۱۳۷۹ کال کې د هرات ولایت داطلاعاتو او کلتور د ریس په توگه له بلخ څخه هرات ته تبدیل شو
  6. په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته د هرات ولایت د جنگسالار محمد اسماعيل خان له لورې تر ۱۳۸۱ پورې زنداني شو
  7. رحمت الله فیضان له ۱۳۸۱ کال وروسته دشخصي کار او تر څنگ د اشغال پرضد فرهنګی مبارزه پیل کړه او یوه خپلواکه او شخصي وبپاڼه دحقیقت نیوز په نامه یې پر لار واچوله د دې ترڅنګ یې د نن ټکي آسیا ویب پاڼي سره هم خپله قلمي همکار بیل کړه .
  8. په ۱۴۰۰کال د قوس میاشتي په ۱۱مه د هرات ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په توګه وټاکل شو.

سرچینې سمول