د جنگسالار د ويي مانا په څو ډوله له سیاسي او ټولنيزو سیندونو څخه توپيریز افاده او تشریح کېدای شي همدارنگه د هرې ټولنې د خلکو لخوا په راز راز مانا ؤ سره ښکاره کېدی شي . دلته د جنگسالار عمومي په عامه توگه مانا رااخلو . يو جنگسالار هاغه کس يا شخص ته ويل کېږي څوک چې د جنگي افکارو سالاري يا مشري کوي . په بله مانا گونديمار هم د جنگسالار مانا ورکوي . په افغاني ټولنه کې د جنگسالار وی د هغو اشخاصو لپاره کارېدلی کوم چې د ۱۹۹۰ زېږيز کال څخه تر ۱۹۹۷ زېږيز پورې په کورنيؤ جنگونو کې ښکېل پاتې شوي .