جاک ماري ایمیل لاکان (په انګلیسي: Jacques Marie Émile Lacan چې برتانوي تلفظ یې: /læˈkɒ̃/، امریکايي تلفظ یې: /ləˈkɑːn/ ، فرانسوي تلفظ یې: [ʒak maʁi emil lakɑ̃] دی؛ زوکړه یې د ۱۹۰۱ز کال د اپرېل په ۱۳مه ــ مړینه یې د ۱۹۸۱ز کال د سپټمبر ۹مه) یو فرانسوي رواني څېړونکی او د عقلي او عصبي ناروغیو ډاکتر و، چې له فروید څخه وروسته تر ټولو جنجالي رواني څېړونکی بلل کېږي، لاکان له ۱۹۵۳ز کال څخه تر ۱۹۸۱ ز کال پورې په پاریس کې کلني سیمینارونه ورکړل، او ځینې رسالې یې تالیف کړې کومې چې وروسته په اکتریتس کتاب کې راغونډې کړای شوې. د نوموړې اثارو په قاره یی فلسفې، او کلتوري تیورۍ باندې د رغښتوالي (post-structuralism) نه راوروسته، انتقادي نظریې، د نارينه او ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ پلوې نظريې (feminist theory)، او د فېلم تیورۍ په ساحو کې او همدارنګه پخپله په رواني څېړنه باندې د پام وړ اغېزه واچوله.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ژاک لاکان
(فرانسیسی: Jacques Lacan د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژاک لاکان
ژاک لاکان

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Jacques Lacan)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۳ اپرېل ۱۹۰۱[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
مړینه 9 سپټمبر 1981 (80 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه [۱۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اتيزم [۱۸]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۱۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه
فرانسوي [۲۰][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سادرملنه [۱۸]
ژبپوهنه
جرمپوهنه [۲۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر سېګمونډ فرايډ
مارټین هایډېګر [۲۳]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ژاک لاکان
ژاک لاکان

لاکان د فرویدي مفاهیمو بشپړه محدوده، د فروید په تفکر باندې په ټینګار کولو سره بیا له سره پیل او تر بحث لاندې راوسته او په ژبپوهنه او انسان پېژندنه کې له رغښتوالي څخه نیولې بیا د هغه په خپل کار کې له پراختیا ورکولو سره کوم چې هغه وروسته د  لومړي ترتیب منطق او مکان پېژندنې څخه د فارمولونو په پلي کولو سره پیاوړې کړه. د دغې نوي مسیر په ټاکلو سره او په کلینيکي چارو کې د جنجالي نوښتونو په معرفي کولو سره لاکان او د هغه لارویان د رواني څېړنې له نړیوالې ټولنې څخه وایستل شول. په پایله کې، لاکان هڅه وکړه تر څو د رواني څېړنې  اړوند نوې ادارې تاسیس کړي تر څو خپل کار ته وده او پراختیا ورکړي، کوم ته چې نوموړي په اروا پوهنه او فطري رواني څېړنو کې له هغو متداولو میلانونو سره په تضاد کې چې له ټولنیزو نورمونو سره د انطباق وړ دي، د "فروید ته د راګرځېدو" نوم ورکړ.[۲۸]

د ژوند لومړني وختونه سمول

لاکان په پاریس کې زیږېدلی دی، هغه د ایمیل او الفرد لاکان له دریو اولادونو څخه تر ټولو مشر دی. د هغه پلار د صابونو او غوړیو یو بریالی پلورونکی و. مور یې یوه ډېره سوځنده/لېواله کاتولیکه وه ــ کشر ورور یې په ۱۹۲۹ز کال کې یوې صومعې ته ور د ننه شو. لاکان د ۱۹۰۷ او ۱۹۱۸ز کلونو تر منځ د ستانیسلاس کالج ته ولاړ. په فلسفه کې د هغه لېوالتیا نوموړي ته د سپینوزا (Spinoza) په اثارو باندې مشغولېدو ته لاره هواره کړه، د کوم چې یوه پایله د الحاد یا لا دینۍ لپاره د دیني عقیدې پرېښودل وو. د دغې مسئلې په تړاو د هغه په کورنۍ کې کشمکشونه رامنځ ته شول، او هغه په دې باندې پښېماني څرګنده کړې ده چې خپل ورور یې د یوې بېلې لارې نیولو ته نه و هڅولی، خو په ۱۹۲۴ز کال کې د هغه مور او پلار بولوګن ته کډه شول او نوموړي د مونټمارټر په غونډۍ کې په خونو کې استوګن شو.[۲۹]

د ۱۹۲۰مې لسیزې په لومړیو کې، لاکان په فعاله بڼه د پاریسي ادبي او هنري اوانګارډونو (avant-garde) سره ښکېل شو، نوموړي له جېمز جایس سره وکتل، هغه په ۱۹۲۲ز کال کې د پاریس په یوه کتاب پلورنځې کې و چې د اولیسېس ناول یوه برخه یې په فرانسوي او انګلیسي ژبو د لومړي ځل لپاره لږ څه مخکې له دې چې چاپ شي  ولوسته. هغه همداراز له چارلس مائوراس، له چا سره چې ده د هغه د ادبي سبک له امله مینه درلوده، وکتل او نوموړي کله ناکله د فرانسوي اکشن خوځښت (چې مائوراس یې له مخکښو نظریه ورکوونکو څخه وو) په ناستو کې ګډون کاوه، چې وروسته یې په لوړه کچه منتقد شو.[۳۰]

لاکان په ۱۹۲۰ز کال کې، وروسته له هغې چې د ډېر ډنګر والي له کبله عسکري خدمت ته ونه منل شو، طبي ښونځی پیل کړ. د ۱۹۲۷ز او ۱۹۳۱ز کلونو تر منځ، د پاریس د پوهنتون د طب په پوهنځي کې له خپلو زده کړو بشپړولو وروسته، هغه په عقلي عصبي څانګه کې د هنري کلاوډ تر لارښوونه لاندې په سېنټ ان روغتون کې چې په مرکزي پاریس کې خدمت کوونکی لوی روعتون دی، د ګاتان ګاتیان ډې کلرامبلټ تر لارښوونو لاندې د پولیسو په فوق تخصصي روغتون کې او همدارنګه د هنري-روسل  په روغتون کې خپل تخصص وکړ.[۳۱]

۱۹۳۰مه زېږدیزه لسیزه سمول

لاکان د پاریس د ۱۹۳۰زېږدیزې لسیزې په سوریالیستي (د ماوراء حقیقت پالنې) غورځنګ کې ښکېل و، چې له اندري بریتون، جورج باتایلی، سلوادور دالي او پابلو پیکاسو سره په اړیکه کې و. د یوې مودې لپاره نوموړي د پیکاسو د شخصي ډاکتر په توګه پاتې شوی دی. هغه د سایچي په غورځنګ کې چې ماریس چایسي یې بنسټ اېښی و او په سوریالېستي ژورنال مینوټاور کې یې چاپ کړی و، ګډون وکړ. په سوریالېزم کې [د لاکان] لېوالتیا په رواني څېړنه کې د نوموړي علاقه ښکار کړه، " د لاکان په اړه یو پخوانی سپړونکی او ژوند لیک لیکونکی دایلان ایوانس څرګندوي او ګمان کوي چې، " ښایي لاکان هېڅکله په حقیقي ډول د سوریالېزم د لېونتوب په اړه له نوي رومانتیک لید سره چې د زړه راښکونکې ښکلا په بڼه و، او د یاد غورځنګ د بې منطقۍ  له جشن سره خپله سوریالیستي همدردي نه وه پرېښې". ژباړونکی او تاریخ پوه ډاویډ ماکي لیکي چې "د ځوان لاکان لپاره... د سوریالېزم د اهمیت په تړاو په سختۍ سره مبالغه کېدای شي...  [چا چې] همداراز د روسوایۍ او لمسون لپاره د سوریالېستانو سلیقه شریکه کړه، او لمسون یې پخپله په رواني څېړنو کې یو مهم عنصر په توګه باله."[۳۲][۳۳][۳۴]

په ۱۹۳۱ز کال کې، په سېنټ ان روغتون کې له دویم کال تېرولو وروسته لاکان ته د Diplôme de médecin légiste (د طبي مهارتونو د معاینه کوونکي په توګه) دېپلوم ورکړل شو او یو لایسنس لرونکی عدلي رواني ډاکتر شو. یو کال وروسته نوموړي ته د هغه د پایلیک "له شخصیت سره په تعامل کې د پاناروییک رواني ناروغیو په اړه"("De la Psychose paranoïaque dans ses rapports avec la personnalité" د Diplôme d'État de docteur en médecine [فرانسوي ژبه] په نامه دېپلوم ورکړل شو (چې له معالج ډاکتر یعنې M.D. سره یوه معادله رتبه ده. د دغې پایلیک چاپېدنې د فرانسې په رواني څېړنو باندې لږه مستقیمه اغېزه لرله خو د لاکان په حلقه کې د سوریالېستي لیکوالانو او هنرمندانو په منځ کې یې تود هرکلی وشو. د هغوی د مستقیمې اړیکې په یواځینۍ ثبت شوې بېلګه کې، لاکان د خپل پایلیک یوه کاپي سیګمونډ فروډ ته واستوله چې هغه یې د رسید د تایيدۍ په توګه په ځواب کې یو پوست کارد ورلېږلي و.[۳۵][۳۶]

د لاکان پایلیک د څو ناروغانو د معایناتو پر بنسټ ولاړ و چې یوې ښځینه ناروغې ته یې پکې ځانګړی پام ور اړولی و چې هغه نوموړې ناروغه  ایمي (Aimée) یاده کړې ده. د هغې د کورنۍ د تاریخچې او ټولنیزو اړیکو جامع بیارغونه په کومه چې لاکان د نوموړې د ذهني پارانوید حالت (بد ګمانۍ)  په اړه د خپلې څېړنې بنیاد کېښود، له دودیز رواني طب سره د هغه د نارضایتۍ او د هغه په مفکورو باندې د فروید د مخ پر ډېرېدونکې اغېزې ښکارندویي کوي. همداراز په ۱۹۳۲ز کال کې لاکان د فروید د ۱۹۲۲ز کال د یو متن "Über einige neurotische Mechanismen bei Eifersucht, Paranoia und Homosexualität" (په حسادت، پارانویا او همجنس بازۍ کې ځینې عصبي مېکانېزمونو) ژباړه په Revue française de psychanalyse کې د"De quelques mécanismes névrotiques dans la jalousie, la paranoïa et l'homosexualité" په توګه چاپ کړه. د ۱۹۳۲ز کال په مني کې، لاکان له رودولف لوونستین سره د خپلو ترېنینګونو تحلیل پیل کړ، کوم چې تر ۱۹۳۸ز کال پورې دوام درلود.[۳۷][۳۸]

په ۱۹۳۴ز کال کې لاکان د پاریس د رواني څېړنو د ټولنې (SPP) د غړي په توګه کاندید شو. هغه خپله خصوصي رواني څېړنه په ۱۹۳۶ز کال کې په داسې حال کې چې په سېنټ ان روغتون کې یې لا هم د ناروغانو درملنه کوله، پیل کړ، او هماغه کال یې خپل لومړنی  څېړنیز راپور په مارینباد ښارګوټي کې د رواني څېړنې د نړیوالې ټولنې (IPA)  په کنګره کې "د هندارې په فاز کې " وړاندې کړ. د کنګرې رییس ارنست جونس، د نوموړي لکچر ته مخکې له دې چې پای ته ورسېږي خاتمه ورکړه، ځکه هغه نه غوښتل د لاکان د یاد پرزنټېشن وخت اوږد کړي. تحقیر شوي لاکان د برلین د اولمپیک د لوبو د کتلو په موخه له کنګرې څخه ووت. د یاد لکچر اصله کاپي نه ده پاتې، لاکان پرېکړه کړې وه چې خپله لیکنه د نوموړي کنفرانس د صورت جلسو په توګه د خپرېدو په موخه تحویل نکړي.[۳۹]

د فرېدریک هېګل په اړ د کوژيو (Kojève) په لکچرونو کې چې د ۱۹۳۳ز او ۱۹۳۹ز کلونو تر منځ یې ورکړي وو، کومو چې په پدیده پېژندنه (Phenomenology) او د ارباب-غلام ترمنځ په تعامل (master-slave dialectic) باندې تمرکز کاوه، د لاکان ګډون کول د هغه د راوروسته اثارو لپاره اغېزناک وو، په پیل کې د هغه د هندارې د فاز نظریې په رامنځته کولو کې، په کومه کې چې هغه د هنري والون تجربي کار ته چې د ماشوم د ودې په اړه و، هم پوروړی و.[۴۰]

سرچينې سمول

  1. سرليک: Fichier des personnes décédées — منښتلیک: Open Licence 2.0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119104423 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Jacques-Lacan — subject named as: Jacques Lacan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sx92k4 — subject named as: Jacques Lacan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/jacques-lacan — subject named as: Jacques Lacan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Jacques_Marie_Lacan — subject named as: Jacques Marie Lacan — سرليک: Store norske leksikon
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lacan-jacques-marie — subject named as: Jacques Marie Lacan
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: Jacques Lacan — سرليک: Lacan, Jacques — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T048561
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0036230.xml — subject named as: Jacques Lacan — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lacan — subject named as: Jacques Lacan
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=jacques;n=lacan — subject named as: Jacques Lacan
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3414 — subject named as: Jacques Lacan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/10879 — subject named as: Jacques Lacan
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=35016 — subject named as: Jacques Lacan — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/128478 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ subject named as: Jacques Lacan — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014981 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  17. http://www.nytimes.com/1985/01/04/arts/art-representation-and-sexuality-mixed-media-show-at-new-museum.html
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Google Books ID: https://books.google.com/books?id=hJTTAQAACAAJ
  19. http://www.archivesnationales.culture.gouv.fr/chan/chan/AP-pdf/101-AS.pdf
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119104423 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/8101731
  22. Google Books ID: https://books.google.com/books?id=OSB-AAAAMAAJ
  23. https://theory-and-criticism.vanleer.org.il/wp-content/uploads/woocommerce_uploads/2020/02/%D7%99%D7%95%D7%90%D7%91-%D7%A7%D7%A0%D7%99-%D7%90%D7%97%D7%A8%D7%99-%D7%94%D7%A1%D7%95%D7%91%D7%99%D7%99%D7%A7%D7%98-%D7%91%D7%A2%D7%A7%D7%91%D7%95%D7%AA-%D7%94%D7%97%D7%99%D7%94-%D7%96%D7%90%D7%9F-%D7%9C%D7%95%D7%A7-%D7%A0%D7%A0%D7%A1%D7%99-%D7%9E%D7%A8%D7%90%D7%99%D7%99%D7%9F-%D7%90%D7%AA-%D7%96%D7%90%D7%A7-%D7%93%D7%A8%D7%99%D7%93%D7%94-%D7%94%D7%A7%D7%93%D7%9E%D7%94.pdf
  24. کينډۍ:Lexico
  25. کينډۍ:Lexico
  26. "Lacan". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  27. David Macey, "Introduction", Jacques Lacan (1994). The Four Fundamental Concepts of Psycho-Analysis, London: Penguin Books, p. xiv
  28. Bowie, Malcolm, Lacan, London: Fontana, 1991. p. 45
  29. Roudinesco, E.; Mehlman, J.; Lacan, J. (1990). Jacques Lacan & Co: A History of Psychoanalysis in France, 1925-1985. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-72997-8. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Catherine Millot Life with Lacan, Cambridge: Polity Press 2018, p. 104.
  31. Macey, David (1988). Lacan in Contexts. London: Verso. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0860919421. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Desmond, John (2012). Psychoanalytic Accounts of Consuming Desire: Hearts of Darkness. NY: Palgrave Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Evans, Dylan, ""From Lacan to Darwin" Archived 2006-02-10 at the Wayback Machine.", in The Literary Animal; Evolution and the Nature of Narrative, eds. Jonathan Gottschall and David Sloan Wilson, Evanston: Northwestern University Press, 2005
  34. David Macey, "Introduction" in Jacques Lacan (1994) The Four Fundamental Concepts of Psycho-Analysis, London:Penuin Books, pp. xv-xvi
  35. Lacan, Jaques (1975). "De la psychose paranoïaque dans ses rapports avec la personnalité" (PDF). Éditions du Seuil. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Macey, David (1988). Lacan in Contexts. London: Verso. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0860919421. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Evans, Julia. "Lacanian Works". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Laurent, É., "Lacan, Analysand" in Hurly-Burly, Issue 3.
  39. Roudinesco, Elisabeth. "The mirror stage: an obliterated archive" The Cambridge Companion to Lacan. Ed. Jean-Michel Rabaté. Cambridge: CUP, 2003
  40. Roudinesco, E.; Mehlman, J.; Lacan, J. (1990). Jacques Lacan & Co: A History of Psychoanalysis in France, 1925-1985. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-72997-8. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)