جرمپوهنه یا کریمینولوژی لاتینی لفظ دی چې د اتهام یا تهمت معنی لری. جرم پیژندنه د طبیعت ساینسي مطالعه ده، اداری پراخوالی دی، د علت کیدلو مطالعه ده، کنټرول، نتیجه او په فردی یا ټولنیز ډول د جرم مخنیوی دی چی بنسټ یې ارواه پوهنه، ټولنپوهنه، وگړپوهنه او قانون پوهان دي.

دجرم پیژندنی لفظ رفایل گاروفانو چی ایټالیوی قانون پوه و، په ۱۸۸۵ کی په اول ځل وکاروله؛ وروسته یو فرانسوی وگړپوه پال ټوپینارډ دی ورته فرانسوی اصطلاح (کریمینولوژی) criminologie وکاروله.[۱]

د جرم ډولونه او تعریف: سمول

د جرم په تعریف کی کلاسیک او د مثبت مکتبونو نظر توافق لری (جرم هغه عمل دی چی د یوی ټولني اصلی ارزښتونه او اعتقادات چی د قانون په حیث د ټولنی په موافقت پیژندل شوی ماتوی جرم ویل کیږی.

د طبعی قوانینو ریښه له اصلی ارزښتونوو پیل شوی چی د زیات شمیر کلتورونو بنسټ کڼل کیږی او له همدی ریښو یی څانگی کړی؛ طبعی قوانین اشخاصو ته د ضر ر نه رسولو وینا کوی (د انسان وژلو مخنیوی، پر چا جنسي تیری نکول، د چا پر ملکیت د عوا نه کول) او د عرفی قوانینو بنسټ بلل کیږی.

د قانون گذارانو نظرونه او د دوی له طرفه د قانون تصویب د فعلی ټولنو دودونو او کلتورونو انعکاس ځنی قوانین بحث پیدا کوونکی کړی، لکه قمار او یا چرس څښول.

مارکسیزم، د انتقاد جرم پیژندنه او د تضاد جرم پیژندنه نظر لری چی د جرمی قوانینو تعین د خلکو اعتقادات یا خواست نه دي او ادعا کوی چی د دولت او ټولنی تر منځ د قانون اختلاف یو جنایی جرم دی ، قانون باید د حاکم د حکم په خوښه او په گټه تر سره شی خو ځنۍ سیستمونه باور لري چی د جرم پیژندنی قانون د طرفینو رضایت یو اجتماعی قرارداد دی نو په همدی اساس چی وپوهیږو جرم څه دی د ځای او کلتور سره اړیکې لري.

د جرم ډولونه : سمول

په ټولنه کی فردی جرم، شرکتي جرم، دټولنی له نظم نه سر غړونه، دولتی جرم، د دولتي شرکتونو جرم، سیاسی جرم، مافیایی جرم.

په معصر وخت کی د جرمی کړنو اختلاف ته د پای ټکی کیښودو لپاره په جرم پیژدنه کې کی یوه اصطلاح (ضرر) زیاته شوه.

د جرمي کړنو علت او عوامل: سمول

د تجربی له مخی په مختلفو طبقو کی بی شمیره پیشنهادونه شوی.

جرمي موضوع گانی: سمول

د جرم مخنیوی، جرمی کړنه، جرمی مسلک او او د ټولنی ضد کړنی، کورنی جگړی، منحرف چلند، د قضایی ارگانون بر رسی، له جرم ویره، د نړیوالو جرمونو د قربانیانو بر رسی، د کم عمرو جرمونه، د سزا پیژندنه، د قانون سوشیولوژی، مجرم او د جرم قربانیان.

جرمی فکري مکتب: سمول

په ۱۸ پیړی کی کله چی ټولنیزو فلسفیانو جرم او قانون تعریف کړ د جرم پیژندنه یا کریمینولوژی منځ ته راغله او د وخت په تیریدو سره فکري مکتبونو وسعت ورکړ. له ۱۸ تر ۲۰ پیړی ۳ فکري مکتبونه موجود وو. (مثبت فکری مکتب، کلاسیک او د شیکاگو مکتب). وروسته د دی فکری مکتبونو ځای معاصری کریمینولوژی (کنټرول، فشار، انتقادی جرم پیژندنی، کلتوری جرم پیژندنی د ښځو حقوقو) ونیاوه.

کلاسیک مکتب: سمول

کلاسیک مکتب ته په ۱۸ پیړی کی سیسار بیکاریا د جرم او مجازاتو لیکوال توسعه ورکړه؛ [۲] وروسته جیریمی بنتیم چی فلسفه کی د ټولو شیانو مخترع په نامه یادیږی د نورو کلاسیک فلسفیانو سره په گډه داسی استدلال کړی: خلک د خپلو کړنو انتخاب کی خلک مستقل اختیار لری. د هغه کس داعمالو ممانعت چی نورو ته د درد ورکولو په بدل کی خپلی خوښی لټوی. سخت مجازات تعینول، کولای شی خلک له جرمی کړنو راوگرځوی. په چټکی سره جزا ورکول هم د جرمی کړنو مخنیوی کوی. کلاسیک مکتب هغه وخت منځ ته راغي کله چی قضایی سیستم کی د جرمی کړنو لپاره د خاصو زندانونو طرح شوی وه؛ په دی وخت کی دفرانسی انقلاب او دا مریکا متحده ایالاتو کی د حقوقی سیستم بنسټ کیښودل شو.

مثبت مکتب داسی استدلال کوی: سمول

جرمی کړنی دانسان له کنټروله بهر له داخلی او بهرنیو عواملو منځ ته راځی. مثبت فکر ي مکتب دری بخشه لری: بیولوژیک، ارواه پوهنه، او ټولنیزه مثبت فکری

ایټالیوی مکتب: سمول

سیسار لامبورسو په ۱۹ پیړی کی ټولنپوه وه دویم نوم یی د کریمینولوژی پلار او یو له هغو چی بیولوژیک مثبت مکتب ته یی وسعت ورکړاو د ایټالیا د جرم پیژندنی بنسټگر دی.

ټولنیز مثبت مکتب وایی په ټولنه کی بعضی عوامل لکه غربت، بیسوادی یا فرعی رسمونه جرمی کړنو کی کمک کوی. او له دی تجربی په گټی سره اډالف یوه داسی تیوری طرحه کړه چی د جرم او ټولنیزو عواملو تر منځ اړیکی ښی اډالف وایی چی الکول، جنسیت، غربت، بیسوادی هغه څه دی چی انسان جرمی کړنو ته اړباسي. راسن ډبلیو د ټولنی تراکم د جرم عامل بللی.

تړلې موضوعگانې سمول

Areas of study in criminology include:

دا هم وگورئ سمول

آرنۍ ليکنه: Index of criminology articles

سرچینې سمول

یادونې سمول

  1. Deflem, Mathieu (Editor) (2006). Sociological Theory and Criminological Research: Views from Europe and the United States. Elsevier. د کتاب پاڼې 279. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7623-1322-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  2. Beccaria, Cesare (1764). Richard Davies, translator (المحرر). On Crimes and Punishments, and Other Writings. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-40203-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Barak-Glantz, I.L., E.H. Johnson (1983). Comparative criminology. Sage. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)

کتابونو لړلیک سمول

بهرني پیوندونه سمول

کریمینولوژي او کریمینالېستیک لنډه پېژندنه

کينډۍ:Wikibooks

کينډۍ:Social sciences Script error: No such module "navboxes". کينډۍ:Types of crime کينډۍ:International Criminal Law کينډۍ:Law کينډۍ:Criminal procedure (investigation)Script error: No such module "navboxes".