ډوریس سټیفنز

ډوریس سټیفنز (ډورا کارولین سټیفنز؛ زوکړه: د ۱۸۸۸ زکال د اکتوبر ۲۶مه – مړینه: د ۱۹۶۳ زکال د مارچ ۲۲مه نېټه) امریکايي لیکواله، د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې او د ښځو د حقونو مدافعه وه. نوموړې د نړیوالو حقونو د امریکايي انستیتیوت لومړنۍ ښځینه غړې او همدارنګه د ښځو لپاره د بین الامریکايي کمیسیون (Inter-American Commission of Women) لومړنۍ مشره وه.

ډوريس سټيفنز
اړوند
زېږونځای
Omaha (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۶ اکتوبر ۱۸۹۲[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۲ مارچ ۱۹۶۳[۳][۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د

سټیفنز د ۱۸۸۸ زکال پر مهال د نبراسکا په اوماها کې وزیږېده او هغه مهال چې په اوبرلین کالج کې یې زده کړې کولې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې په مبارزه کې ښکېل شوه. په ۱۹۱۱ زکال کې د ټولنپوهنې له څانګې څخه له فراغت وروسته وړاندې له دې چې د ښځو د رایو ورکولو څخه د دفاعي اتحادیې (CUWS) په اډانه کې د رایو د حق غوښتنې لپاره د امریکايي ښځو د ملي ټولنې معاش لرونکې سیمه ئیزه تنظیم کوونکې شي د لنډ مهال لپاره یې تدریس وکړ. په ۱۹۱۴ زکال کې هغه مهال چې CUWS له خپل اصلي سازمان څخه جلا شوه، سټیفنیز د دغې اتحادیې د ملي ستراتیژۍ جوړونکې شوه. هغې مسئولیت درلود چې د ښځو غونډې جوړې کړي، هغه غونډې چې د پاناما – پاسفیک نړیوال نندارتون په ترڅ کې وشوې. په ۱۹۱۶ زکال کې وروسته له هغه چې CUWS د ښځو په ملي ګوند (NWP) واوښت، سټیفنز د کانګرس د ټولو ۴۳۵ ټاکنیزو حوزو لپاره استازي وټاکل څو د ښځو د حقونو مخالفو نوماندانو ته ماته ورکړي او په ملي کچه د ښځو د رایو د ورکړې حق ته لاسرسی ومومي. د ولسمشر ووډرو وېلسون د واکمنۍ پر مهال نوموړې له ۱۹۱۷ زکال څخه تر ۱۹۱۹ زکال پورې په سپینه ماڼۍ کې د خاموشو ساتونکو د بیدارۍ د مراسمو یو له اصلي ګډون کوونکو څخه وه چې د ښځو د حقونو لپاره یې د اساسي قانون د اصلاحیې د تصویب غوښتنه کوله؛ دغه مهال څو ځله هم د خپلو هڅو له امله ونیول شوه. وروسته له هغه چې د اساسي قانون ۱۹مې اصلاحیې د ښځو د رایو حق تضمین کړ هغې د آزادۍ لپاره د بندي (Jailed for Freedom؛ ۱۹۲۰ زکال) تر عنوان لاندې کتاب ولیکه چې په هغو کې یې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکو ستونزې بیان کړې وې.

هغه مهال چې د ښځو د رایو د ورکړې حق خوندي شو، سټیفنز د ښځو پر حقوقي وضعیت تمرکز وکړ. هغې د برابرو حقونو د اصلاحیې له تصویب څخه ملاتړ وکړ او له الیس پاول سره یې یوځای له ۱۹۲۷ زکال څخه تر ۱۹۳۳ زکال پورې په هغو پراخو څېړنیزو چارو لاس پورې کړ چې د نارینه وو او ښځو پر قانون یې بېلابېلې اغېزې لرلې. د دغو معلوماتو د راغونډولو موخه هم د ښځو د د حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې یو نړیوال قانون ته لاسرسی و. دغه څېړنه د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې د فیمینېستانو په مرسته ترسره شوه او په هر هېواد کې یې د ښځو کنټرول کوونکي ملي قوانین وارزول. سټیفنز په ۱۹۲۷ زکال کې د خپلو چارو لپاره د ملتونو د ټولنې له تائید اخیستو وروسته په ۱۹۲۸ زکال کې د پان امریکايي ټولنې د جوړولو وړاندیز وکړ او د مشرتابه پلاوی یې متقاعد کړ چې د ښځو بین الامریکايي کمیسیون جوړ کړي. نوموړې په ۱۹۳۱ زکال کې د نړیوالو قوانینو له امریکايي انستیتیوت سره مل او د هغو لومړنۍ ښځینه غړې شوه. دغه مهال د ښځو د تابعیت اړوند کنوانسیون بیا پرېکړه وکړه چې ښځې له واده وروسته خپل تابعیت ساتلی شي، ورته مهال د تابعیت کنوانسیون چې د ماشومانو د تابعیت تر خوندیتوب پورې یې پراختیا ومونده څرګندوله یې چې نه واده او نه هم طلاق د کورنۍ د غړو په تابعیت کوم اغېز لرلی شي.

سټیفنز چې په ۱۹۳۸ زکال کې له CIM او په ۱۹۴۷ زکال کې د NWP څخه د سیاسي اختلافاتو له امله وویستل شوه په ۱۹۵۱ زکال کې د لوسي سټون اتحادیې مرستیاله وټاکل شوه، هغه اتحادیه چې له ۱۹۲۰مې لسیزې راهیسې یې د هغو غړیتوب درلود. هغې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په کاري قوه کې د ښځو په شاملولو سره د ښځو د لرې ساتلو له سیاستونو سره مبارزه وکړه او هڅه یې وکړه څو فیمینېزم د یوې علمي څانګې په توګه ولوستل شي. نوموړې په ۱۹۶۳ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د فیمینېستي موخو لپاره مبارزې ته دوام ورکړ.

د مساواتو په موخه فعالیتونه

سمول

د ښځو لپاره د رایو د حق له ترلاسه کولو وروسته د ښځو ملي ګوند د قانون په اډانه کې د ښځو او نارینه و په برابرۍ تمرکز وکړ چې په دغو کې مساوي کاري فرصتونه، قضايي خدمتونه، د واده شوو ښځو د تابعیت موضوع او همدارنګه د ټولو هغو قانوني خنډونو له منځه وړل شامل و چې ښځې یې له نارینه و سره له قانوني برابرۍ منع کولې. په ۱۹۲۳ زکال کې د برابرو حقونو اصلاحیه د ډانیل ریډ انتونی جونیور له خوا وړاندې شوه چې ښځو یې د تصویب په موخه هڅې وکړې او د هغو لپاره یې د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه په دواړو سیاسي ګوندونو کې لابي ګري وکړه. دا هغه مهال و چې سټیفنز د ښځو د ملي ګوند د نیویارک د څانګې د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله او د ۱۹۲۴ زکال پر مهال یې په کانګرس کې د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې مشري پر غاړه لرله. سټیفنز چې نه یې شو کولای د فرانسې د قانوني اقامت له امله ځان نوماند کړي، کانګرس ته یې د ۱۰۰ هغه ښځینه نوماندانو د لار موندلو په موخه هڅې وکړې چې غوښتل یې د کانګرس څوکۍ خپلې کړي. دغو هڅو چندان پایلې نه لرلې او له امله یې ښځو بیاځلي د مساواتو په برخه کې اقداماتو ته مخه کړه. له ۱۹۲۶ زکال راوروسته یو له هغو وړاندیزونو څخه چې سټیفنز د راتلونکو څو کلونو لپاره په هغو تمرکز درلود د واده په قرارداد کې «ښځو د معاش یا امتیاز» موضوع ته اړوند و. د ښځو لپاره د امتیاز د ورکړې وړاندیز چې په کلکه سره یې د هغو لپاره مبارزه کوله، داسې یو انعطاف منونکي قرارداد ته اړتیا لرله چې د ښځې او مېړه شتمني یې ۵۰ – ۵۰ ویشله، د دې پر ځای چې له یوې واده شوې جوړې سره د یو واحد بنسټ په توګه چلن وشي، دې د ماشومانو د دوامداره ملاتړ په موخه د کور د خدمتونو او همدارنګه د ماشومانو د روزنې په بدل کې ښځو ته د معاش غوښتنه کوله. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د ښځو د ډېری بنسټونو مخ پر ودې باور دا و چې ښځې د نارینه وو د ترلاس لاندې کسانو په توګه له ورته ستونزو سره مخ دي او د هغوی د ګټو ترکیب کېدای شي د یو لړ لاسته راوړنو لامل وګرځي. د ښځو د نړیوالې شورا (ICW) په کنفرانس کې چې د ۱۹۲۵ زکال پر مهال په واشنګټن کې جوړ شوی و، دغه احساس د لډي ابردین له خوا بیان شو او ټولې ښځې یې «عقیدې، ګوند یا اړوندې طبقې ته له پام پرته خورولۍ» ته راوبللې. په ۱۹۲۷ زکال کې سټیفنز او الیس پاول د ښځو پر تابعیت باندې د قوانیو د اغېزو د څرنګوالي اړوند پراخه څېړنه ترسره کړه؛ د بېلګې په ډول د زده کړو په برخه کې که چېرې دوی د واده کولو له امله خپل تابعیت له لاسه ورکړي او یا هم بې وطنه وبلل شي. [۱۳][۱۴]

سټیفنز په ټوله اروپا کې له یو شمېر فیمینېستانو سره وکتل او د معلوماتو د راغونډونې په موخه یې عامه غونډې جوړې کړې؛ په دغو فیمینېستانو کې له هاوانا څخه ډاکټر لویزا بارالت، له اوسلو څخه ډاکټر الن ګلډیچ، له بریتانیا څخه کریسټال مک میلان او د رونډا ویسکانټیس سبیل توماس، د هسپانیا مارکویز دل تر، د فرانسې ماریا ورونه او د رومانیا هلن واکارسکو شاملې وې؛ همدارنګه یې د پوهنتوني ښځو د نړیوال فدراسیون له بېلابېلو افسرانو سره هم ولیدل. د دغو څېړنو پر مهال پاول د هر هېواد قوانین وارزول. هغوی دواړو په ګډه سره یو لوی راپور تنظیم کړ چې په هغو کې یې د هر هېواد د ښځو د تابعیت کنټرول کوونکي ټول قوانین د هماغه هېواد په رسمي ژبو فهرست او هر یو قانون یې په یوه جلا پاڼه کې وژباړه. دوی د قوانینو د لنډیز او ساده پرتلې په موخه دغه نوملړونه وړاندې کړل. له پیل څخه پلان دا و چې دغه راپور د ۱۹۳۰ زکال پر مهال د ملتونو په ټولنه کې د نړیوالو قوانینو د تدوین په موخه وړاندې شي. دغه مهال سټیفنز احساس کاوه چې د ښځو د تابعیت موضوع هم باید په دغه بحث کې ځای پر ځای شي له همدې امله یې د څېړنیزو چارو مشري وکړه؛ هغه باوري وه چې «فیمینېزم باید د ښځو لپاره د برابرو حقونو اړوند هڅه وکړي او ښځې باید په لومړۍ درجه کې د انسانانو په توګه په پام کې ونیول شي». نوموړې د ۱۹۲۷ زکال په سپټمبر میاشت کې په جینوا کې د ملتونو د ټولنې په جوړې شوې مقدماتي غونډه کې ګډون وکړ او د رایو په اکثریت سره یې د خپل وړاندیز اړوند ملاتړ ترلاسه کړ. هغې د ۱۹۲۸ زکال تر جنوري میاشتې پورې له ښځو سره لیدنو او د معلوماتو راغونډولو ته دوام ورکړ، تر هغه چې په هاوانا کې یې په جوړ شوي پان – امریکايي کنفرانس کې ونډه واخیسته. سټیفنز د پان امریکا اتحادیې مشرتابه پلاوی متقاعد کړ چې د ښځو لپاره بین الامریکايي کمیسیون جوړ کړي؛ دغه کمیسیون د ۱۹۲۸ زکال د اپرېل په ۴مه نېټه جوړ کړای شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ذکر کېدنه: Online Biographical Dictionary of the Woman Suffrage Movement in the United States. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. Publisher: Alexander Street Press.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6bp06h1. Subject named as: Doris Stevens. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  3. سرچينې تړی: http://oasis.lib.harvard.edu/oasis/deliver/~sch00378.
  4. ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: mub20191019765. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: mub20191019765. Retrieved: ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۲.
  6. ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: mub20191019765. Retrieved: ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۳.
  7. Stephen 1926، م. 20.
  8. Cott 1987، م. 337.
  9. Freeman 2002، م. 130.
  10. Sherman 1924، م. 3.
  11. Sewall-Belmont House & Museum 2011.
  12. Freeman 2002، م. 129.
  13. Sandell 2015، مم. 2–3.
  14. Lee 1929، م. 1.
  15. Lee 1929، م. 3.
  16. Trigg 1995، م. 57.
  17. Trigg 1995، م. 79.
  18. Lee 1929، م. 2.