چارلز ګېتس داوس

چارلز ګېتس داوس
(انګلیسي: Charles Gates Dawes د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز ګېتس داوس
چارلز ګېتس داوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اگسټ ۱۸۶۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 23 اپرېل 1951 (86 کاله)[۱][۱۴][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 4
2   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۵]
ډیپلوماټ
پيانو وهونکی
ليکوال
خبريال[۱۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۱۸]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
چارلز ګېتس داوس
چارلز ګېتس داوس

چارلز ګېتس داوس (د ۱۸۶۵ ز کال د اګست له ۲۷ نه د ۱۹۵۱ ز کال د اپریل تر ۲۳ مې پورې) یو امریکایی بانکوال، جنرال، ډیپلومات، کمپوزر او جمهوري غوښتونکی سیاستوال و چې د ۱۹۲۵ ز کال نه تر ۱۹۲۸ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د دېرشم مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ. په داوس پلان کې د نوموړي کار چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د غرامت لپاره طرح شو، نوموړی په ۱۹۲۵ ز کال کې د نوبل د سولې د جایزې یو ترلاسه کوونکی و.

داوس چې د اوهایو په ماریتا کې زېږیدلی، د سنسناتي حقوقو په پوهنځي کې یې زده کړې وکړې او د نبراسکا په لینکن کې یې حقوقي کار پیل کړ. نوموړي د ګاز فابریکې د اجرائیوي مشر په په توګه له کار وروسته، په اېلینویز کې د وېلیم مک کینلي د ۱۸۹۶ ز کال ولسمشرۍ کمپاین پر مخ یووړ. مک کینلي له ټاکنو وروسته داوس په خزانه کې د اسعارو د کنټرول د برخې د مشر په توګه وټاکه. هغه تر ۱۹۰۱ز کال پورې په دې چوکۍ کې پاتې شو، مخکې له دې چې د اېلینویز سنټرال ټرسټ کمپنۍ بنسټ کېږدي. داوس د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د امریکایی عزامي ځواکونو د تدارکاتو د بورد رئیس و. ولسمشر وارین په ۱۹۲۱ ز کال کې جی هارډینګ داوس د بودیجې د ادارې د عمومي رئیس په توګه وګوماره. داوس د متحدینو د غرامت په کمیسیون کې دنده ترسره کوله، چې په دې ځای کې هغه د جرمني له تپېدونکي اقتصاد سره د مرستې لپاره د داوس پلان ترتیب کړ، که څه هم په پای کې د یانګ پلان د هغه پرځای پلی شو.

د ۱۹۲۴ ز کال د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون پرته له کوم مخالفت نه ولسمشر کالوین کولج نوماند کړ. وروسته له هغه چې د اېلینویز پخواني والي فرانک لوډن د مرستیال ولسمشر نوماندي رد کړه، کنوانسیون داوس د کولیج د جوړې په توګه غوره کړ. د ۱۹۲۴ ز کال ولسمشریزې ټاکنې د جمهوري غوښتونکو ټکټ وګټلې او داوس په ۱۹۲۵ ز کال کې د مرستیال ولسمشر په توګه لوړه وکړه. داوس مرسته وکړه چې، د مکناري-هاوګن د کروندې د مرستې لایحه په کانګرس کې تصویب کړي، خو ولسمشر کولیج ویټو کړه. د ۱۹۲۸ ز کال د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې داوس د نوماندۍ لپاره نوماند و، خو له داوس سره د کولج مخالفت د دې لامل شو چې پرځای یې چارلز کورټیس نوماند شي. ولسمشر هربرټ هوور په ۱۹۲۹ز کال کې داوس په انګلستان کې د سفیر په توګه وټاکه. په لنډه مهاله توګه، داوس د بیارغونې مالي شرکت مشري وکړه، چې د ستر ناورین پر وړاندې یې د حکومت ګامونه تنظیمول. په ۱۹۳۲ ز کال کې هغه له دې چوکۍ استعفا ورکړه او د بانکوالۍ ته راستون شو او په ۱۹۵۱ ز کال کې یې د زړه د اکلیلي شریان د بندښت له امله له نړۍ سترګې پتې کړې.

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ سمول

داوس د اوهایو په ماریټا کې د واشنګټن په ناحیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړی د کورنۍ جګړې د جنرال روفس داوس او د هغه د مېرمنې ماري بیمن ګېتس زوی و. د امریکا د کورنۍ جګړې په ترڅ کې روفس د ۱۸۶۳ ز کال نه تر ۱۸۶۴ ز کال پورې د اوسپنیز غونډ د ویسکانسن کنډک قوماندان و. د نوموړي تره افرایم سي داوس چې د روفس کشر ورور و، یو جګړن و چې د شیلو او ویکسبرګ په جګړو کې یې د اولیسس ایس ګرنټ تر مشرۍ لاندې دنده ترسره کړه او د ۱۸۶۴ ز کال د مې په میاشت کې د ډالاس په جورجیس جګړه کې سخت ټپي شو.[۱۹][۲۰]

روفس سي داوس، بیمن ګېتس داوس او هینري مې داوس، د داوس وروڼه وو چې ټول نامتو سوداګر او سیاستوال وو. هغه د ماري فرانسیس داوس بیچ او بېټسي ګېتس داوس هویت په نومونو دوه خویندې درلودې. [۲۱]

داوس د اډوارډ ډوټي، چې د می فلاور یو کډوال و او ویلیم داوس، چې د پاول ریور سره راغی، ترڅو د امریکا د انقلاب په پیل کې د بریتانوي پوځ د پرمختګ په اړه امریکایي استعمارګرو ته خبرداری ورکړي، له نسبت نه و.

داوس له کارو بلیمیر سره د ۱۸۸۹ ز کال د جنوري په ۲۴ مه نېټه واده وکړ. دوی د روفس فیرینګ (۱۸۹۰ – ۱۹۱۲ز ) په نامه یو زوی او د کارولین په نامه یوه لور درلوده. دوی وروسته د دانا او ورجینیا په نومونو دوه ماشومان د اولاد په توګه و نیول.  [۲۲][۲۳]

زده کړې سمول

نوموړی په ۱۸۸۴ ز کال کې د ماریتا له کالج نه فارغ شو او په ۱۸۸۶ ز کال کې د سنسناتي د حقوقو له پوهنځي نه فارغ شو. نوموړی د دلتا اپسیلون د ورورۍ د ټولنې غړی و.  [۲۴][۲۵]

لومړنۍ سوادګریزه تجربه سمول

داوس په نبراسکا کې د وکالت کار پیل کړ او له ۱۸۸۷ ز کال نه تر ۱۸۹۴ ز کال پورې یې د نبراسکا په لنکن کې کار وکړ. کله چې بریدمن جان پرشینګ، چې وروسته جنرال شو، د نبراسکا په پوهنتون کې د نظامي ښوونکي په توګه وټاکل شو. په داسې حال کې چې د حقوقو په پوهنځي کې یې زده کړې کولې، له داوس سره یې ولیدل او د تل لپاره ملګري شول. داوس د کانګرس د دیموکرات غړي ویلیم جینینګ براین سره هم آشنا شو. دواړه د وړیا سپینو زرو د اقتصادي سیاستونو په اړه د اختلاف تر څنګ، ملګري شول.[۲۶][۲۷][۲۸]

د ۱۸۹۳ ز کال د ډار (اقتصادي ناورین) پر مهال، داوس له لنکن نه شیکاګو ته کډه شو. نوموړي په ۱۸۹۴ ز کال کې د منځني لوېدیځ د ګاز په زیاتره فابریکو کې ونډې لرلې. هغه د ویسکانسن په لاګروس کې د لاکراس ګاز لایټ شرکت او د اېلینوز په ایونسټون کې د شمال لویدیز ګاز لایټ او کوک شرکت رئیس شو.[۲۷][۲۸]

له موسیقي سره لېوالتیا سمول

داوس له ځانه سره پیانو او کمپوز زده کړی و. د Melody in A Major تر نامه لاندې د هغه کمپوز په ۱۹۱۲ ز کال کې د پیانو او وایلن یوه مشهوره سندره شوه. په ۱۹۲۱ ز کال کې ماري اډوارډز د دې کار مشهور مراسم برابر کړل. په ۱۹۲۱ ز کال کې، دا سندره د اډولف جی هوفمن له خوا د یوه کوچني آرکسټر لپاره په پام کې نیول شوې وه.  Melody in A Major په زیاتره رسمي مراسمو کې  چې داوس په کې برخه اخیسته، غږول کېده.  [۲۹][۳۰][۳۱]

کارل سیګمن په ۱۹۵۱ ز کال کې، Melody in A Major   ته شعر اضافه کړی او It's All in the Game تر نامه لاندې سندره یې منځ ته راوړه. د It's All in the Game د ټامي اډوارډز ثبت په ۱۹۵۸ ز کال کې د شپږو اونیو په ترڅ د امریکایی بلبورډ هاټ د سندرو د ریکارډ په جدول کې لومړی نمبر وه. د اډوارډز د ثبت په هغه کال کې د انګلستان په جدول کې هم لومړی نمبر شوه. [۳۲][۳۳][۳۴]

له هغه وخت وروسته، دا کمپوز د پاپ معیار شو. زیاتره هنرمندانو ، کله کلف ریچارډ، د فور ټاپس، اساک هیس، جیکي ډی شنون، وان موریسن، نیټ "کینګ" کول ، بروک بینټن، ایلټن جان، میل کارټر، ډوني او ماری آسمونډ، بیري مانیل او کیت جارټ د دې نورې نسخې ثبت کړې.

داوس یوازینی مرستیال ولسمشر دی چې د لومړۍ درجې  پاپ د نشر ویاړ لري. داوس او سوني بونو یوازیني کسان دي چې د لومړۍ درجې پاپ د نشر ویاړ لري چې د متحده ایالاتو د سنا د مجلس یا د استازو د مجلس غړي هم وو. داوس او باب ډیلان (د لیکوال په توګه) یوازینی کسان دي، چې د لومړۍ درجې پاپ د نشر ویاړ لري چې د نوبل جایزه یې هم ګټلې ده.[۳۵]

داوس د فای مو الفا سینفونیا ټولنې غړی ورور هم و.  [۳۶]

لومړني سیاسي تجربه سمول

په سوداګرۍ کې د داوس مهمو پوستونو د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشرانو پام ځانته راواړوه. دوی له دواس نه وغوښتل چې په ۱۹۸۶ ز کال کې په اېلینویز د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو په ترڅ کې د ویلیم مک کینلي هلې ځلې پر مخ یوسي. مک کینلي له بریا وروسته، داوس د امریکا په خزانه کې د اسعارو د کنټرول د برخې د رئیس په توګه وټاکه. نوموړي په دې چوکۍ کې له ۱۸۹۸ ز کال نه تر ۱۹۰۱ ز کال پورې خدمت وکړ. اول یې له بانکونو نه له ۲۵ ملیونو ډالرو نه ډېر راټول کړل چې د ۱۸۹۳ ز کال د ناورین په اوږدو کې پاتې راغلي وو او د بانکدارۍ کړنلارې یې هم اصلاح کړې، چې د بل ناورین مخه و نیسي.  [۳۷]

داوس د ۱۹۰۱ ز کال د اکتوبر په میاشت کې د خزانې اداره پرېښوده، چې د اېلینویز په استازیتوب د متحده ایالاتو د سنا چوکۍ ته سیالۍ ته را ودانګي. هغه فکر کاوه چې د مک کینلي د ادارې په مرسته کولای شي، دا ټاکنې وګټي. مک کینلي ووژل شو او د هغه ځای ناستي ولسمشر تیوډور روزویلټ د داوس مخالفت غوره کړ. مقننه برخې ته له ناکامې هڅې وروسته، داوس په ۱۹۰۲ ز کال کې اعلان وکړ چې هغه له سیاست سره مخه ښه کوي. نوموړي د اېلینویز سنټرل ټرسټ شرکت بنسټ کېښود، چې په دې ځای کې، هغه تر ۱۹۲۱ ز کال پورې د رئیس په توګه دنده پر مخ یووړه. [۳۸]

د ۱۹۱۲ ز کال د سپتمبر په ۵ نېټه، د داوس ۲۱ کلن زوی روفس، کله چې له پرنسټن پوهنتون نه د اوړي په رخصتۍ کې و، د جینوا په جهيل کې ډوب شو. نوموړي د خپل زوی په یاد کې، په شیکاګو او بوسټن کې بې کوره کسانو لپاره سرپناه جوړه کړه او د خپل زوی د زده کړې په ځای کې، د نیو جرسي په لارنسویل کې د لارنسویل په ښوونځي کې د لیلیې د ودانولو مالي چاري په غاړه واخیستې.  [۳۹][۴۰][۴۱]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 12348720X  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14838379r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k36gkt — subject named as: Charles G. Dawes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/264 — subject named as: Charles Gates Dawes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Charles Gates Dawes — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Dawes,_Charles_Gates — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Charles Gates Dawes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Dawes, Charles Gates (27 August 1865–23 April 1951), banker and vice president of the United States — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0600144
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/dawes-charles-gates — subject named as: Charles Gates Dawes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0021652.xml — subject named as: Charles Gates Dawes — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=dawesc — subject named as: Charles G. Dawes
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=charles+g.;n=dawes — subject named as: Charles G. Dawes
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/16978 — subject named as: Charles Gates Dawes — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=14052 — subject named as: Charles Gates Dawes — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000004008 — subject named as: Charles Gates Dawes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. پیوستون : 12348720X  — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Дауэс Чарлз Гейтс — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  15. پیوستون : 12348720X  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk2015857534 — د نشر نېټه: ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۲
  17. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk2015857534 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  18. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk2015857534 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  19. Dunlap, Annette B. (2016). Charles Gates Dawes: a Life. Northwestern University Press and the Evanston History Center. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810134195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Magnusen, Steve - cite book title: To My Best Girl, 2020, GoToPublish.
  21. Gates Dawes Ancestral Lines
  22. "The religion of Charles G. Dawes, U.S. Vice-President". www.adherents.com. Archived from the original on February 15, 2006. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  23. Davis, Jr., Henry Blaine (1998). Generals in Khaki. Raleigh, NC: Pentland Press, Inc. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 1571970886. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Dunlap, Annette B. Charles Gates Dawes: a Life. د کتاب پاڼې 17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Dunlap, Annette B. Charles Gates Dawes: a Life. د کتاب پاڼې 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Dunlap, Annette B. Charles Gates Dawes: a Life. د کتاب پاڼي 20–38. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Dunlap, Annette B. Charles Gates Dawes: a Life. د کتاب پاڼي 24–25. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ "Charles G. Dawes, 30th Vice President (1925–1929)". US Senate. د اصلي آرشيف څخه پر نومبر 6, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه فبروري 2, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Dawes, Charles Gates. Melody [in A major] for violin with piano acc. Chicago: Gamble Hinged Music, 1912. کينډۍ:OCLC
  30. Dawes, Charles Gates, and Marie Edwards. Melody. Chicago, Ill: Gamble Hinged Music Co, 1921. کينډۍ:OCLC
  31. Dawes, Charles Gates, and Adolf G. Hoffmann. Melody, small orchestra. Chicago: Gamble Hinged Music Co, 1921. کينډۍ:OCLC
  32. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر جولای 26, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه جنوري 26, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  33. Joel Whitburn, The Billboard Book of Top 40 Hits, revised and enlarged 6th edition (New York: Billboard Publications, 1996), 201.
  34. (Hatfield 1997: 360)
  35. Whitburn, Joel (2004). Top R&B/Hip-Hop Singles: 1942–2004. Record Research. د کتاب پاڼې 539. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "The Vice President Who Wrote a Hit Song". August 16, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Davis, Jr., Henry Blaine (1998). Generals in Khaki. Pentland Press, Inc. p. 81. کينډۍ:ISBN. کينډۍ:OCLC
  38. (Waller 1998: 274)
  39. "Charles Gates Dawes Timeline – Evanston History Center". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جنوري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Let's Talk It Over". The National Magazine. 46 (September): 905. 1917. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. DAWES HOUSE DEDICATED.; Lawrenceville School Building Partly Financed by Ambassador. Accessed April 6, 2020.