څوارلسم لويي
څوارلسم لويي (Louis Dieudonné؛ زېږېدنه، د ۱۶۳۸ کال د سېپټمبر ۵مه – مړينه د ۱۷۱۵ کال د سېپټمبر لومړۍ نېټه)، چې د ستر لويي (Louis le Grand) یا د لمر د پاچا (le Roi Soleil) په نوم هم یاديږي، د ۱۶۴۳ کال د مې میاشتې له ۱۴مې نېټې څخه د خپلې مړينې تر نېټې (۱۷۱۵ کال) پورې د فرانسې پاچا و. د هغه واکمني له ۷۲ کلونو او ۱۱۰ ورځو سره د یو خپلواک هېواد په تاريخ کې تر ټولو اوږدې پاچاهۍ په توګه ثبت شوې ده. له دې سره چې د فرانسې څوارلسم لويي په اروپا کې د مطلقپالنې نښان و، خپله پاچاهي يې د مازارین، کولبېرټ، لوویوس، لوی کونډي، ټیورني، ووبن، باول، مولیېر، راین، بویلیو، لافونتن، لولي، شارپنتیه، ماریاس، ډي لالنډ، لوبرون، ریګو، بوسوئه، لو وو، منسارټ، چارلز پېر رولت، کلوډ پېر رولټ او لو نوتر په څېر مهمو سیاسي، پوځي او فرهنګي شخصیتونو سره احاطه کړه. [۱۱][۱۲]
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
استوګنځی | |
ژبې | |
دنده | |
بلننوم |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
غړی د | |
دین |
مهمې پېښې |
|
---|
جایزې |
|
---|
لويي په ۱۶۶۱ کال کې د خپل لوړرتبه وزیر کاردینال مازارین تر مړينې وروسته پر فرانسه خپله شخصي واکمني پيل کړه. لويي چې د پاچاهانو د اللهي حق پلوی و او د یو مرکزي دولت د رامنځته کولو لپاره يې چې له پلازمینې څخه اداره کېده د خپلو نیکونو کار ته دوام ورکړ. هغه د فرانسې په ځينو برخو کې د فیوډالیزم د پاتې شونو د لهمنځه وړلو په هڅه کې و؛ هغه په ورسای کې په خپلې پرتمینې ماڼۍ کې د ډېری اشرافو غړو له مشتېدو سره بریالی شو چې هغه اشراف غلي کړي چې ډېری غړو يې د هغه د اقلیت پر مهال د [1]فرونډ په بلوا کې ګډون کړی و. په دې توګه هغه د فرانسې په تر ټولو ځواکمن پاچا بدل شو او په فرانسه کې يې د مطلقه پاچاهۍ نظام تثبیت کړ، چې د فرانسې د انقلاب تر مهال يې دوام وکړ. هغه همدارنګه د ګالیګان په کاتولیکه کلیسا کې مذهبي انډول نافذ کړ. د هغه د نانت د فرمان لغوه کولو، د هوګونو د لږکیو پروتستانو حقوق لغوه کړل او هغوی یې د دراګوناد له څپې سره مخ کړل، چې هوګونیان يې په عملي ډول د مذهب بدلون یا کډوالۍ ته اړ کړل او همدارنګه يې د فرانسې د پروتستانو ټولنه عملاً لهمنځه یووړه. [۱۳]
د لويي د اوږدمهالې پاچاهۍ په بهیر کې فرانسه د یو مخکښ اروپايي ځواک په توګه را څرګنده شوه او څو څو ځله يې خپل پوځي ځواک ثابت کړ. له اسپانيې سره نښتې د هغه ټول ماشومتوب په نښه کړ، حال دا چې د هغه د واکمنۍ پر مهال پاچاهۍ په درېیو لویو قارهيي نښتو کې برخه واخیسته، چې هره یو يې د ځواکمنو بهرنیو اتحادونو پر وړاندې و: چې د فرانسې او هالنډ جګړه، د اګسبورګ ټولنې جګړه او د اسپانویانو د ځای ناستۍ جګړه پهکې شامله وه. فرانسې پر دې سربېره له لنډمهاله جګړو لکه د واک د لېږد جګړې او د نوي اتحاد جګړې کې هم سیالي وکړه. وارفر د لويي بهرنی سیاست تعریف کړ او د هغه شخصیت د هغه اوصولي پرمختګ جوړ کړ. هغه چې د «سوداګرۍ، ځور او غچ» د ترکیب تر اغېز لاندې و، احساس يې وکړ چې جګړه د جلال د لوړوالي لپاره اېډیاله بدیله لار ده. د سولې پر مهال هغه راتلونکې جګړې ته پر تیاري تمرکز درلود. هغه خپلو ديپلوماتانو ته دا ورزده کړل چې د هغوی دنده د فرانسې د پوځ لپاره د تکتیکي او استراتیژیکو ګټو رامنځته کول دي. څوارلسم لويي په ۱۷۱۵ کال کې له خپلې مړينې سره، خپل لمسی او ځای ناستی پنځلسم لويي په یوه ځواکمنه پاچاهۍ کې یوازې پرېښود، که څه هم د اسپانيې د ځای ناستۍ تر ۱۳ کلنې جګړې وروسته یې لوی پور پر غاړه و. [۱۴]
د هغه د واکمنۍ اړینې لاستهراوړنې چې تر نن ورځې یې پر لومړني مدرن دور او صنعتي انقلاب پراخ اغېز درلود، د ډومېډي کانال، د ورسا د ماڼۍ او باغونو جوړول، د ژان باپټېست ډي لولي، مولیېر او هیاسېنټ په څېر هنرمندانو او موسیقارانو سپانسرشپ او ملاتړ او همدارنګه د فرانسې د علومو اکاډمۍ رامنځته کول دي.
لومړي کلونه
سمولڅوارلسم لويي د ۱۶۳۸ کال د سېپټمبر په پنځمه د شاټو ډي سېن – جرمن – اېن- لې په ماڼۍ کې د لسم لويي او اتریشۍ اننې په کورنۍ کې نړۍ ته راغئ. هغه لويي ډيوډونه (خدای – داد لويي) ونومول شو او د فرانسې د ظاهري وارث په توګه ورته د ډوفېن دودیز لقب ورکړل شو. د هغه د زېږون پر مهال يې د مور او پلار د واده ۲۳ کاله کېدل. مور یې د ۱۶۱۹ او ۱۶۳۱ کلونو تر منځ څلور مړه ماشومان زېږولي وو. په دې توګه نوموتو معاصرانو د هغه زوکړه اللهي ورکړه او معجزه بلله. [۱۵][۱۶][۱۷]
له مور سره يې د لويي اړیکه هغه مهال په غیر معمول ډول مینهناکه وه. معاصرانو او عیني شاهدانو ادعا کړې چې ملکې به خپل ټول وخت له لويي سره تېراوه. دواړو له خوړو او تیاتر سره ژوره مینه لرله او په ډېر احتمال سره لويي دا لېوالتیاوې له خپلې مور سره د نږدې اړيکې له لارې پراخې کړې وې. د مينې دا اوږد-مهاله اړيکه د لویي د مجلې له غورچاڼ/منتخبو لیکنو سره څرګندولی شو لکه: [۱۸]
«طبیعت د هغو غوټو لومړنی مسؤل و چې زه یې له خپلې مور سره غوټه کړم، خو د هغو تړاوونو ماتول چې وروسته د روح له ګډو ځانګړنو سره رامنځته کېږي تر هغو ډېر ستونزمن دي چې یوازې له وینې سره رامنځته شوي دي.»[۱۹]
دا د هغه مور وه چې لويي ته يې د هغه د شاهي واکمنۍ پر ځواک اللهي او مطلق باور ورکړ. [۲۰]
د ماشومتوب په بهیر کې د هغه پالنه د مېرمن فرانسوا ډي لانساک او ماري کاټرين ډي سنسي پر غاړه وه. په ۱۶۴۶ کال کې پنځم نیکلاس ډي وېلروی د ځوان پاچا خصوصي ښوونکی شو. څوارلسم لويي د وېلروی له کوچنیو بچیانو په ځانګړي ډول فرانسوا ډي وېلروی سره ملګری شو او خپل وخت يې د رویال ماڼۍ او هغه ته څېرمه د وېلروی د هوټل تر منځ ووېشه.
واک ته رسېدل
سمولدیارلسم لويي د ژر پېښېدونکې مړینې له احساس سره د ۱۶۴۳ کال په پسرلي کې کله چې څوارلسم لويي ۱۴ کلن و پرېکړه وکړه چې د خپلو چارو سپارښتنه وکړي. پاچا د هغه دود خلاف چې ملکه اننې یې د فرانسې یوازینۍ نایب السلطنه واکمنه ټاکله، امر وکړ چې د هغه د زوی له خوا به د نایب السطنه یوه شورا واکمني کوي. اصلي لامل يې د ملکې پر وړتیاوو د هغه کمزوری باور و. په هر حال هغه د شورا د رییس د انتصاب امتیاز چمتو کړ. [۲۱]
دیارلسم لويي د ۱۶۴۳ کال د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه ومړ او د مې میاشتې په ۱۸مه ملکې د پاریس د پارلمان (له اشرافو او روحاني غړو څخه جوړ قضايي بنسټ) له لارې د خپل خاوند وصیت فسخه/ملغا کړ. دې کار د نایب السلطنه شورا لغوه کړه او اننې یې د فرانسې یوزاینۍ استازې وبلله. اننې د خپل خاوند ځينې وزیران (چاويني بوثېلیر) وشړل او بریېن يې خپل د بهرنیو چارو وزیر ونوماوه. [۲۲][۲۳][۲۴]
اننې تر ۱۶۶۱ کال پورې د مذهبي پالیسۍ هدایت په ځواکمن ډول پهخپل لاس کې وساته. د هغه تر ټولو اړینې پرېکړې دا وې چې کاردينال مازارین یې د خپل با صلاحیته/ستر وزیر په توګه وټاکه او د هغې د خاوند او کاردینال ریشلیو د پالیسۍ او د هغوی له ځورونې سره سره یې د خپل زوی لپاره سیاست ته دوام ورکړ. اننې غوښتل خپل زوی ته مطلق صلاحیت او بریالۍ پاچاهي ورکړي. د مازارین د ټاکلو لپاره د هغه دلایل تر ډېره د هغه وړتیا او له هغه سره د هغې تړوا و، لږ تر لږه تر ۱۶۵۳ کال پورې چې نوره نایب السلطنه نه وه. اننې له مازارین څخه د خپلو هغو پلویانو (ډوک بوفور او ماري ډي روحان) د شړلو او بندي کولو له لارې ساتنه وکړه چې په ۱۶۴۳ کال کې يې د هغه پر وړاندې دسیسه جوړه کړې وه. هغې د ورځني سیاست واک کاردينال مازارین ته پرېښود. [۲۵]
سرچينې
سمول[1] له ۱۶۴۸ کال څخه تر ۱۶۵۳ کال پورې د فرانسې د کورنیو جګړو ټولګه، ژباړن
[2] د فرانسې د دولت یوه پالیسي چې د پروتستان کورنیو د ډارولو لپاره وضع شوې وه تر څو کاتولیک مذهب ومني، ژباړن
- ↑ سرچينې تړی: https://www.chateauversailles.fr/decouvrir/histoire/grands-personnages/louis-xiv. Retrieved: ۲۹ نومبر ۲۰۲۴.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ذکر کېدنه: Larousse Encyclopedia online. Retrieved: ۳۱ اگسټ ۲۰۱۵. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: general catalog of BnF. Retrieved: ۳۱ اگسټ ۲۰۱۵. Publisher: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. ليکوال: Bibliothèque nationale de France.
- ↑ ذکر کېدنه: FINA Wiki. FINA Wiki ID: 1709. Retrieved: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. Publisher: Austrian Academy of Sciences.
- ↑ "The Fine Art Archive". بياځلي په ۱ اپرېل ۲۰۲۱.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Louis-XIV-king-of-France. Subject named as: Louis XIV. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: RKDartists. RKDartists ID: 346039. Subject named as: Louis XIV de France. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: هالنډي ژبه.
- ↑ CONOR.SI ID: 142465891. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
- ↑ ذکر کېدنه: Kindred Britain.
- ↑ "Louis XIV". MSN Encarta. 2008. خوندي شوی له the original on 28 October 2009. بياځلي په 20 January 2008.
- ↑ Spielvogel 2016، م. 419.
- ↑ "Louis XIV". Catholic Encyclopedia. 2007. بياځلي په 19 January 2008.
- ↑ Nathan 1993، م. 633.
- ↑ Brémond, Henri (1908). La Provence mystique au XVIIe siècle (in فرانسوي). Paris, France: Plon-Nourrit. pp. 381–382.
- ↑ Barentine 2016، م. 129.
- ↑ Bluche 1990، م. 11.
- ↑ Luc Panhuysen 2016، م. 26.
- ↑ Fraser 2006، مم. 14–16.
- ↑ Petitfils 2002, pp. 30–40
- ↑ Reinhardt 2016، م. 20.
- ↑ Sonnino 1998، مم. 217–218.
- ↑ Bély 2001، م. 57.
- ↑ Kleinman 1985، م. 145.
- ↑ Petitfils 2002, pp. 34–37