منهاتن چې په سيمه ييزه کچه د ښار په نوم پېژندل کېږي، د نيويارک ښار تر ټولو ګڼ مېشته سيمه او له جغرافيايي اړخه د نيويارک د پنځو حوزو څخه تر ټولو کوچنۍ ده. منهاتن د نيويارک د ښاري سیمو يوه مرکزي سيمه ده او د متحده ايالاتو د يوې اصلي ولسوالۍ نيويارک ايالت سره همغاړې ده. منهاتن د دې ښار اقتصادي او اداري مرکز، کلتوري پېژندوی او تاریخي زېږدځای دی. دا ناحيه تر ډېره بريده د منهاتن له ټاپو جوړه ده، ختيځ ته يې هاډسن او هارليم سيندونه دي، تر څنګ يې ېو شمېر نښتې کوچني ټاپوګان هم لري. سربېره پر دې منهاتن د ماربل هيل لرونکی ده چې یوه کوچنۍ سيمه ده او اوسمهال د متحده ايالاتو اصلي ځمکه شمېرل کېږي، له نور منهاتن څخه د هارلم د کښتيو د کانال په مټ جلا شوې او وروسته د خزلو په کارولو سره له برونکس سره نښلول شوې. مهناتن په درې نارسمي برخو محدود شوی دی چې هره برخه د سيمې له اوږدو محورونو څخه تېرېږي چې هغه دا دي: ښکته، منځنی او پورته منهاتن.[۲][۳][۴]

منهټن
(انګلیسي: Manhattan د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

منهټن (سور رنګه) نیویارک ښار کې
منهټن (سور رنګه) نیویارک ښار کې
منهټن (سور رنګه) نیویارک ښار کې

Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۴۰°۴۳′۴۲″ شمال ۷۳°۵۹′۳۹″ لویدیځ / 40.72833°شمال 73.99417°لويديځ / 40.72833; -73.99417
آرام ځای ۱۶۲۴
اداري وېش
هیواد کينډۍ:د امریکا متحده آیالاتونه
آیالات کينډۍ:نیویورک
ولسوالۍ نیویارک
ښار کينډۍ:تصویر نیویارک
حکومت
 • ډول سیمه
 • Borough President Gale Brewer (D)
(Borough of Manhattan)
 • District Attorney Cyrus Vance, Jr.
(New York County)
پراخوالی
 • پراخوالی ۳۳٫۶ میله  مربع (۸۷ کلوميټر٢)
 • ځمکه ۲۲٫۸۳ میله  مربع (۵۹٫۱ کلوميټر٢)
 • المياه ۱۰٫۸ میله  مربع (۲۸ کلوميټر٢)  ۳۲%
لوړوالی 85 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (۲۰۱۴)
 • ټولټال ۱٬۶۳۶٬۲۶۸
 • د نفوسو کثافت ۷۱٬۶۷۱٫۸/ميله مربع (۲۷٬۶۷۲٫۶/کلوميټر٢)
 • نام اهلیت Manhattanite
وروستي مالومات
وخت زون EST (ه.ن.و-۵)
 • د اوړي وخت EDT (ت.ع.م -۴)
محفف کوډ format 100xx, 101xx
سيمه ييز د زنګ کوډ 212، 646، 917[lower-alpha ۱]
جيو کوډ 5125771[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه Manhattan Borough President

منهاتن د نړۍ د کلتوري، مالي، رسنيز او ساعت تېرۍ د مرکز په توګه پېژندل شوی، د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر هم دې ناحيه کې دی. په داسې حال کې چې د ښکته منهاتن په مالي برخه کې  وال سټريت دی، د نيويارک ښار ته هم د نړۍ د مالي ځواک او هم د مخکښ مالي مرکز په سترګه کتل کېږي، همدا راز منهاتن د د ټول بازار په ارزښت د نړۍ د دوه سترو اسهامو پلونځيو کور هم دی چې هغه دا دي: د نيويارک د اسهامو پلورنځی او NASDAQ. ډیری څو هېواديز رسنيز شرکتونه په منهاتن کې ميشت دي او دا سيمه د کتابونو، فلمونو او ګڼو تلويزيوني پروګرامونو د ښودلو ځای دی. په منهاتن کې ملکيتونه د نړۍ په کچه تر ټولو لوړ نرخ لري، د املاکو په ګډون په ۲۰۱۳ز کال کې د منهاتن د ټاپو ارزښت له درې ترليونه ډالرو څخه زيات اټکل شوی دی. په ۲۰۱۸ز کال کې د منځنۍ کچې استوګنيزې شتمنۍ د پلور نرخونه د اټکل تر مخې د يو فوټ مربع ۱،۶۰۰ امريکايي ډالر و (چې د يو مترمربع قيمت يې ۱۷۰۰۰ ډالره کېږي)، د منهاتن په ميډټاون کې پنځم واټ په نړۍ کې تر ټولو زياته کرايه لري، د ۲۰۱۷ز کال تر مخې د يو فوټ مربع کرايه يې ۳۰۰۰ امريکايي ډالره وه (چې د يو متر مربع کرايه يې ۳۲،۰۰۰ امريکايي ډالره کېږي).  [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د منهاتن پيل د يو سوداګريز بنسټ په توګه شوی و چې د هالنډ جمهوريت د نېواکګرو له خوا په ۱۶۲۴ز کال کې په ښکته منهاتن کې جوړ شوی و، دې بنسټ ته په ۱۶۲۶ز کال کې د نيو امسټردام نوم ورکړل شو. په ۱۶۶۴ز کال کې دا سيمه او شا او خوا يې د انګريزانو تر واک لاندې راغله او هغه مهال د نيويارک نوم ورکړل شو، کله چې د انګلستان پاچا درېيم چارلس دا سيمې خپل ورور د يارک ډيوک ته ورکړې. نيويارک چې په اوسني منهاتن کې موقعيت لري، له ۱۷۸۵ څخه تر ۱۷۹۰ز کال پورې د متحده ايالاتو  پلازمېنه وه. د خپلواکۍ مجسمې د هغو مليونونو کډوالو هرکلی وکړ چې د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د کښتيو په مټ متحده ايالاتو ته راغلل، دا مجسمه په نړيواله کچه د متحده ايالاتو نښه او د امريکا د خپلواکۍ او سولې د اندونو نښه ده. په ۱۸۹۸ز کال کې د نيويارک ښار د يو ځای کېدو پر مهال منهاتن يوه ناحيه وګرځېده.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په متحده ايالاتو کې د ځمکې له اړخه نيويارک ولسوالۍ تر ټولو کوچنۍ ده، په ټوليز ډول دويمه تر ټولو کوچنۍ ولسوالۍ ده (يواځې د هاوايي د کالاواو ولسوالۍ څخه ستره ده) او په ورته وخت کې د متحده ايالاتو تر ټولو ګڼ مېشته ولسوالۍ ده. د زياتو خلکو له امله دا سيمه په نړيواله کچه هم تر ټولو زياته ګڼ مېشته سيمه ده، د ۲۰۲۰ز کال د سرشمېرنې تر مخې په ۲۲.۸۳ ميل مربع (۵۹.۱۳ کيلو متر مربع) سيمه باندې ۱،۶۹۴،۲۴۱ تنو ژوند کاوه، يا په يو ميل مربع (۲۸.۱۵۴ کيلو متر مربع) سيمه ۷۲،۹۱۸ تنه اوسېدل، دا شمېره په يواځې ځان د متحده ايالاتو د هر ښار له تراکم څخه زياته ده. په کاري ورځو کې د مسافرو راتګ دا شمېر له درې اعشاريه نهه ميلیونه څخه زياتوي، يا په هر ميل مربع (65,600/km2) کې دا شمېر له ۱۷۰،۰۰۰ څخه زياتيږي. منهاتن د نيويارک ښار د پنځو ناحيو له منځه له بروکلين او کوينز څخه وروسته درېيم ستر نفوس لري او د ځمکې له اړخه تر ټولو کوچنۍ ناحيه ده. که هرې ناحيې ته د يو ښار درجه ورکړل شي، نو منهاتن به په متحده ايالاتو کې شپږمه ګڼ مېشته سيمه شي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په منهاتن کې ډېرې مشهورې سيمې او ځايونه شته، په داسې حال کې چې په ۱۰۱۷ز کال کې د نيويارک ښار ته دوه شپېته اعشاريه اته ميليونه ګرځندويان راغلي وو، همدا راز په ۲۰۱۳ز کال کې منهاتن د نړۍ د لسو ډېرو لېدل شويو سياحتي سيمو له منځه د درېوو کوربه توب کړی و چې هغه دا دي: ټايمز سکوير، مرکزي پارک او ستر مرکزي ترمينال. په دې ناحيه کې ډېر نوملرونکي پلونه هم شته، لکه بروکلين، منهاتن، وليامزبرګ، کوينزبورو او د جورج واشنګټن پلونه؛ سورنګونه لکه د هولانډ او لينکولن سورنګونه؛ دنګې ماڼۍ لکه امپاير سټيټ بلډنګ، کرايسلر ودانۍ او يو نړيوال سوداګريز مرکز؛ پارکونه لکه مرکزي پارک.چاينا ټاون په لويديځ همسپاير کې د چينايي وګړو د زيات تمرکز ځای دی، د سټون ويل ملي څلي برخه په ګرينويچ کلي کې «سټونوال اين» د همجنسبازانو د حقوقو د خوځښت د راپورته کېدو ځای بلل کېږي. د نيويارک ښار د منهاتن په سويلي وروستۍ برخه کې جوړ شوی او د نيويارک ښار د کورونو ناحيې تالار د ښار د حکومت مرکز دی. په منهاتن کې ډېر کالجونه او پوهنتونونه شته، کولمبيا پوهنتون، نيويارک پوهنتون، کورنل ټيچ، د ويل کارنل روغتيايي کالج او راکفلر پوهنتون کوم چې د نړۍ د څلوېښتو مخکښو پوهنتونونو له ډلې دي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د نوم رېښې سمول

منهاتن نوم د « Munsee Lenape» ژبې د « manaháhtaan» ټکي څخه اخستل شوی (د منه معنا ده «راټولېدل»، د اهټ معنا ده «ليندۍ» او «ان» هغه عنصر دی چې د فعل رېښه لرونکو ټکو د جوړولو لپاره کارول کېږي). د « Lenape» ټکي ژباړه داسې شوې «هغه ځای له کومه چې موږ ليندۍ تر لاسه کوو» يا «هغه ځای چېرته چې د ليندۍ (جوړولو لپاره لرګي) راټوليږي». په نولسمه پېړۍ کې د البرټ سيکاينډ انتوني له خوا د ثبت شوي منسي روايت پر بنسټ، د دې ټاپو نوم، د ټاپو په وروستۍ سويلي برخه کې د «هيکوري» ونو د يو باغ له امله اېښودل شوی، کوم چې د لينديو د جوړولو لپاره تر ټولو غوره لرګی بلل کېدو. په ليکلي ډول د « Manna-hata» په بڼه په لومړي ځل دا نوم په ۱۶۰۹ز کال کې د رابرټ جوټ په يونليک کې ثبت شوی، څوک چې د هنري هاډسن د کښتۍ Halve Maen (نيمه سپوږمۍ) يو افسر و. د ۱۶۱۰ز کال په نقشه کې دا نوم د « Manna-hata» په بڼه دوه ځلې راغلی چې د موريس د سيند (چې وروسته د هاډسن سيند نوم ورکړل شو) دواړو لويديځې او ختيځې غاړې په ګوته کوي. په عامه کلتور کې د دې نوم بديلې رېښې په دې ډول راوړل شوي چې «د ډېرو غونډيو ټاپو»، «هغه ټاپو چېرته چې موږ ټول نشه شوي وو» او په ډېر ساده ډول «ټاپو»، همدا راز  د دوزخ په دروازه کې څرخاو (ګرداب) په ډول يوه توصيفي جمله هم ورته کارول کېږي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

ګومان کېږي چې «منهاټو» نوم په لومړي سر کې يواځې د منهاتن لرې سويلي برخه کې يوې سيمې ته کارېدو؛ خو په پايله کې د «پارس پرو ټوټو» (د يوې برخې نوم د ټولو لپاره کارېدل) په مټ د هالنډيانو له خوا د ټول ټاپو د پېژندلو لپاره وکارول شو.

تاريخ سمول

د اصلي امريکايانو مېشتېدل سمول

له تاريخي اړخه منهاتن د « Lenapehoking» برخه ده چې دې سيمه کې د منسي لينيپ او واپنګر قبيلې ابادې وې.

سرچینې سمول

  1. Area codes 718, 347 and 929 are used in Marble Hill.
  1. پیوستون : 5125771  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. Jen Carlson (May 21, 2012). "Do You Refer To Manhattan As "The City"?". Gothamist. د اصلي آرشيف څخه پر October 25, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په July 26, 2018 باندې). New York City. TravelPulse.
  4. "Manhattan, New York – Some of the Most Expensive Real Estate in the World Overlooks Central Park". The Pinnacle List. د اصلي آرشيف څخه پر November 29, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 24, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Barry, Dan. "A Nation challenged: in New York; New York Carries On, but Test of Its Grit Has Just Begun" Archived March 24, 2020, at the Wayback Machine., The New York Times, October 11, 2001. Accessed November 20, 2016. "A roaring void has been created in the financial center of the world."
  6. Sorrentino, Christopher (په September 16, 2007 باندې). When He Was Seventeen. The New York Times.
  7. Michael P. Ventura (په April 6, 2010 باندې). Manhattan May Be the Media Capital of the World, But Not For iPad Users.
  8. Dawn Ennis (May 24, 2017). "ABC will broadcast New York's pride parade live for the first time". LGBTQ Nation. د اصلي آرشيف څخه پر July 28, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 4, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "United Nations Visitors Centre "Welcome to the United Nations — Tour the international UN Headquarters"". United Nations. مؤرشف من الأصل في November 6, 2017. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Huw Jones (په January 27, 2020 باندې). New York surges ahead of Brexit-shadowed London in finance: survey. Reuters.
  11. Huw Jones (په January 27, 2020 باندې). New York surges ahead of Brexit-shadowed London in finance: survey. Reuters.
  12. "Biggest Stock Exchanges In The World". worldatlas.com. April 25, 2017. مؤرشف من الأصل في October 15, 2017. د لاسرسي‌نېټه October 15, 2017. The world's two largest stock exchanges lie only minutes apart in the Wall Street area of Manhattan, New York City, United States. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Morgan Brennan (March 22, 2013). "The World's Most Expensive Billionaire Cities". Forbes. مؤرشف من الأصل في October 20, 2014. د لاسرسي‌نېټه November 24, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. [۱] Archived August 15, 2018, at the Wayback Machine. Accessed January 31, 2018.
  15. Janette Sadik-Khan (په January 9, 2017 باندې). A plea for Fifth Avenue.
  16. "United States History – History of New York City, New York". د اصلي آرشيف څخه پر September 8, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "KINGSTON Discover 300 Years of New York History DUTCH COLONIES". National Park Service, U.S. Department of the Interior. مؤرشف من الأصل في November 23, 2008. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Nine Capitals of the United States". United States Senate. مؤرشف من الأصل في March 20, 2016. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Statue of Liberty". A&E Television Networks, LLC. مؤرشف من الأصل في September 23, 2012. د لاسرسي‌نېټه May 21, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Statue of Liberty". World Heritage. UNESCO World Heritage Centre 1992–2011. مؤرشف من الأصل في August 28, 2012. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Camille Mann; Stephanie Valera. "World's Most Crowded Islands". The Weather Channel. مؤرشف من الأصل في June 27, 2013. د لاسرسي‌نېټه June 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "USA Counties Land Area – New York, NY (2010)". United States Census Bureau. د اصلي آرشيف څخه پر February 13, 2003 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Mann, Camille; Valera, Stephanie. "World's Most Crowded Islands". The Weather Channel. مؤرشف من الأصل في April 9, 2016. د لاسرسي‌نېټه March 28, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په March 4, 2012 باندې). How Many People Can Manhattan Hold?. The New York Times.
  25. "Manhattan". NYBits.com. د اصلي آرشيف څخه پر June 6, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 5, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Mayor De Blasio And NYC & Company Announce NYC Welcomed Record 62.8 Million Visitors In 2017". NYC & Company, Inc. March 20, 2018. مؤرشف من الأصل في April 4, 2018. د لاسرسي‌نېټه April 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ann Shields (November 10, 2014). "The World's 50 Most Visited Tourist Attractions – No. 3: Times Square, New York City – Annual Visitors: 50,000,000". Travel+Lesiure. مؤرشف من الأصل في July 21, 2015. د لاسرسي‌نېټه July 12, 2015. No. 3 Times Square, ... No. 4 (tie) Central Park, ... No. 10 Grand Central Terminal, New York City الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Buildings in New York City". Council on Tall Buildings and Urban Habitat. مؤرشف من الأصل في July 17, 2011. د لاسرسي‌نېټه June 8, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Sarah Waxman. "The History of New York's Chinatown". Mediabridge Infosystems, Inc. مؤرشف من الأصل في May 25, 2017. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2011. Manhattan's Chinatown, the largest Chinatown in the United States and the site of the largest concentration of Chinese in the Western Hemisphere, is located on the Lower East Side. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Workforce Diversity The Stonewall Inn, National Historic Landmark National Register Number: 99000562". National Park Service, U.S. Department of the Interior. مؤرشف من الأصل في March 6, 2016. د لاسرسي‌نېټه July 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Obama inaugural speech references Stonewall gay-rights riots". North Jersey Media Group Inc. January 21, 2013. د اصلي آرشيف څخه پر May 30, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Michael M. Grynbaum (په May 24, 2012 باندې). The Reporters of City Hall Return to Their Old Perch.
  33. "NYC Colleges and Universities". Mediabridge Infosystems, Inc. د اصلي آرشيف څخه پر July 21, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Academic Ranking of World Universities 2017". ShanghaiRanking Consultancy. مؤرشف من الأصل في January 19, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 16, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "CWUR 2016 – World University Rankings". Center for World University Rankings. مؤرشف من الأصل في October 29, 2017. د لاسرسي‌نېټه October 16, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Goddard, Ives (2010). "The Origin and Meaning of the Name "Manhattan"". New York History. 91 (4): 277–293. hdl:10088/16790. ISSN 0146-437X – عبر Smithsonian Research Online. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Juet, Robert (2006) [1625]. Juet's Journal of Hudson's 1609 Voyage, from the 1625 Edition of Purchas His Pilgrimes. The New York Times. Translated by Brea Barthel. د کتاب پاڼې 16. د اصلي آرشيف څخه پر July 3, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Holloway, Marguerite (په May 16, 2004 باندې). Urban tactics; I'll Take Mannahatta. The New York Times. "He could envision what Henry Hudson saw in 1609 as he sailed along Mannahatta, which in the Lenape dialect most likely meant island of many hills."
  39. Goddard, Ives (2010). "The Origin and Meaning of the Name "Manhattan"" (PDF). The New York State Historical Association. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 26, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)