د "سردار محمد اکبر خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و robot Modifying: nl:Wazir Akbar Khan
د سمون لنډیز نسته
۲ کرښه:
'''وزير محمد اکبر خان''' د [[امير دوست محمد خان]] زوی په کال (۱۸۱۷)م زیزیدلی دی . د امیردوست محمد خان په لومړۍ دوره کی غازی محمداکبر خان د [[جلال آباد]] حکمران وو ، په همدې وخت کې (۱۸۳۷)م کال سکانو د [[خیبر]] په دره کې د [[جمرود کلا]] ونیوله ، غازي محمداکبر خان له سکانو سره په جګړه پيل وكړ . د جګړې په بهير كې غازي محمداکبر خان د سکانو د جګړې قوماندان هری سنګ د تورې په ګوزار ټپي کړ او نومړی دهغه ټپ څخه وفات شو۰
یو افغان شاعر د غازي محمد اکبر خان په باره کې وایی :
{{شعر}}
 
{{ب|ستاکور که وران نوی په حسداوپه نفاق|تاشانی قوم نشته هرګزپه دافاق}}
{{د شعر پای}}
 
تاشانی قوم نشته هرګزپه دافاق
 
کله چه انګریزانو په [[افغانستان]] له دریوخواو یرغل وکړ او غازی محمداکبر خان د یوی دسیسې په وجه دانګریزانولخوا مسموم کړل شو ، دوستانو یې هغه کابل ته وستاوه . دانګریزانو لښکرې چه [[شاه شجاع]] ورسره وو د کابل په لور مخ په ولاړندی ولاړی او په غزني کې د غازی محمداکبر خان ورور [[غلام حیدرخان]] دانګریزانو په لاس کی وت او ورسته بیا جګړه د کابل په ارغندی کی وشوه . امیردوست محمد خان او غازی محمد اکبرخان چه ټپی شوی وو ، [[بخارا]] ته ولاړل . د بخارا امیر هلته بندیان کړل ،انګریزانو شاه شجاع په کا بل کی پاچا کړ .
د بوتخاک حضرت صاحب عبدلشکور په شفاعت چه د بخارا امیر یی مرید وو ، غازی محمد اکبر خان له بنده څخه راخوشی کړ او هغه کابل ته راغی . په کال (۱۸۴۰)م کی او د نومبر په میاشت کی د روژې د میاشتې په (۷)نیټه یی په کابل کی د غازي [[عبدالله خان اڅکزي]] په کور کې د ملي قیام نقشه جوړه کړه ، بیا وروسته [[الېکسانډر برنېس|برنېس]] په یوه مضاهره کی ووژل شو.