د "تېمور شاه دراني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۲ کرښه:
همداسې چې په يوولسمه زېږديزه پېړۍ كې غزني د فارسي شاعرانو او ليكوالو بانډه وه ، په اتلسه پېړۍ كې كابل د فارسي شاعرانو مركز وو . په دغه عصر مكې توپير دومره دى ، چې امپراتور تېمورشاه د پښتو شاعر او ليكوال وو . پير محمد كاكړ ، عبدالله خان دېوان بېگي او نور كه پښتانه وو ټولو فارسي شاعري كوله او د خپل مهال پاخه شاعران له هند او ايران څخه راغلي وو ، البته د دوى كور وو .لكه واقف لاهوري ، عشرت له هند څخه ، فروعي اصفهاني ، موسوي ، مهدي له ياران څخه او عاجز له كابل څخه .
(( افغان )) ، حزين حيرت شاملو ، ذكي ، رضا ، هما ،شاه عبدالحكيم خراساني ، شجاع ، شهاب ، ليكوال محمودالحسني ، مظهر جانان ، محمد حيات ،لچهمي رام پنډت ، الشايي ، بوسعيد ، ميرزيان ، عبدالله ميرزا علي عسكر وصفي ، ميرزا شكيبا ، ميرزا عطار او په سلگونو نور واړه او غټ دراني شاهزادگانو ټولو په يوه خوله پارسي شاعري كوله .داسې نه وه ، چې د شاهي كورنۍ ژبه پښتو نه وه ، دوى په پښتو غږېدل ، سم پښتانه وو ، خو د موضوع په اهميت نه پوهېدل . له دوى څخه يوازې د امپراتور تېمور شاه او سردار عبدالله خان دېوان بېگي د پښتو شعرونو نمونې شته ، چې دلته به يې د امپراتور تېمورشاه د پښتو شعر يوه نمونه راوړوو :
نن مې بيا له تورو سترگو سره جنگ دى - په لبانو يې د زړه د وينو رنگ دى ( دا ليكنه به څو ورځې وروسته بشپړه شي )
==اخځونه==
* قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۱۴۰ - ۱۴۱ ، ۱۴۲ ، ۱۱۱ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مر كز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .
[[وېشنيزه:د افغانستان پاچايان]]
[[وېشنيزه:د افغانستان نوميالي]]
[[وېشنيزه:افغانان]]
[[وېشنيزه:پښتانه]]