د "ژبپوهنه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۸۰ کرښه:
د يوناني ليکدود سره يوځاي د هيواد په ځينو برخو کي خروشتهي ليکدود هم کارول شويدۍ ، خروشتهي ژبه نه وه يوازي ليکدود وو چي د ډبرليکونو او مسکوکاتو بيلګي يې په زياتو سيمو کي تر لاسه شويدي . ويل کيږي چي دا ليکدود له بلي خوا نه دۍ راغلۍ بلکي په همدې [[منځنۍ اسيا]] کي منځ ته راغلۍ او همدلته کارول شويدۍ .د دې ليکدود بيلګي د [[باميان]] د ٣٥ متري مجسمې په سمڅو کي پيداشوې دا ليکني د وني پر پوست شوي چي د فرانسوي پوهانو په اند د [[کشمير]] او [[ګلګت]] د ليکونو سره ورته والۍ لري . همدا ډول د هډې څخه پر يوه خاورين لوښي ليکل شوي کرښي هم د خروشتهي ليکدود بيلګي دي . د خروشتهي ليکنوه ښه بيلګه د خوات څخه تر لاسه شويده ، دا کتيبه چي ميدان ولايت ته څيرمه د خوات په سيمه کي د انګليسي څيړونکي [[ميسون]] له خوا کشف او ولوستل شوه د همدې سيمي په نوم ياده شويده . د ا ليکنه چي پر يوه ډبرين ظرف په دريو ليکو کي حک شويده په ځانګړي توګه د هوشکا په وسيله د يوه بودايې معبد بيان او يادونه شويده . په دې کتيبه کي راغلي : د ٥١ کال د سيوس د مياشتي په ١٥ نيټه ښاغلۍ (( ويکره مريکه)) د حضرت ساکانومي په وياړ يوه ستوپه ودانه کړل او دعا يې وکړه چي د دې ستوپې ثواب دې زما پلار او مور او کورنۍ او ټولو دوستانو ته ورسوي . بيا د همدې ستوپه په برکت دي ټول اولس لاره نيکه او منلې کړي . پر ټولو ژويو او حيواناتو دي هم هوسايې وي .او هم دي دا ثواب زموږ راتلونکو نسلونو ته ورسيږي .او هر څوک چي کاذبه عقيده ولري هغه دي هم د دې ستوپې په برکت ښې او سپيڅلي لاري ته برابر شي ؛
د لرغوني افغانستان په بيلا بيلو برخو کي د ليکدودونو نوري بيلګي هم د لرغونپوهانو له خوا تر لاسه شويدي ، چي د بيلګي په توګه د (( شارادا ، پهلوي ، دين دبيره ،او نور يادولای شو ، خو يوه څرګنده خبره داده چي دا د ليکونو بيلګي دي ، نه د ژبو ډولونه .
پخوا تر دې چي د لرغوني افغانستان پر ورشو ، عربي رسم الخط واکمن شي د هيواد په زياتو سيمو کي د دوو ليکدودونو واکمني منل شويده چي يو يې د مات يوناني ليکدود وو او بل هم شارده _ ناګري په نومونو
لنډيزاوپايله :
د لومړي بحث په يادولو دې پايلي ته رسيږو چي د لرغوني افغانستان تاريخ د لرغونپوهني له پيره چي جرړي يې څه ناڅه يوسل او پنځوس زره کاله
ددويم بحث د پايلي په توګه د يادولو ده چي [[ژبه]] د انسانانو لپاره د پوهاوي وسيله او د رمزونو پيچلې بيان او د بشري ټولنيز ژوندانه يوه بيلګه ده . او ليکدود د هماغه رمزونو کښلې څيره ده
په درنښت
|