د "انټيبايوټيک" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
نوی مخ: '''انټيبايوټيک''' يوه داسې ماده يا مرکب (کيميايي درمليز اجنټ هم نومېږي) دی چې د باکټريا د ودې او برار مخني… |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
'''انټيبايوټيک''' يوه داسې ماده يا مرکب (کيميايي درمليز اجنټ
د "انټيبايوټيک" ويی د لرغونې يوناني ژبې نه راوتلی چېἀντί – انټي، "بډ، يا ضد" او βίος – بايوس، "ژوند" مانا لري) همدا وييکه د سېلمان واکسمن لخوا په ۱۹۴۲ ز. کال کې جوړه شوې او دا د هغو شيانو څرګندويي کوي چې د مايکرواورګانيزمونه يې جوړوي او د يو ډول انټاګونيسټيک خاصيتونو په لرلو سره د نورو مايکرواورګانيزمونو د ودې او برار مخنيوی کوي. په دغه پېژند يا تعريف کې هغه طبيعي توکي نه راځي کوم چې مايکرواورګانيزمونه وژني، لکه د معدې اسيد او هايډروجن پراکسايډ (دا دواړه هم مايکرواورګانيزمونه وژني، خو دا دواړه بيا د نورو مايکرواورګانيزمونو څخه نه جوړېږي)، او په دې کې ساينتېټيک مرکبات لکه سلفونامايډونه (چې ضد مکروبي درملي توکي دي) هم نه دی شامل. ګڼ شمېر انټيبايوټيکونه نسبي واړه ماليکيولونه دي چې ماليکيولي وزن يې له ۲۰۰۰ Da نه لږ دی.
|