د "پيرو" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و صفی الله تګاب د پيرو مخ پیرو ته ولېږداوه
This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project
۶۸ کرښه:
}}
 
'''پیرو''' (/pəˈruː/ (واورئ)؛ هسپانوي: Perú [peˈɾu]؛ Quechua: Piruw [pɪɾʊw]؛ Aymara: Piruw [pɪɾʊw])، په رسمي ډول د پیرو جمهوریت (هسپانوي: República del Perú (مړسته·معلومات) )، د سویلي امریکا په لوېدیځ کې یو هیواد دی. دا هېواد په شمال کې له اکوادور او کولمبیا، په ختیځ کې له برازیل، په سویل ختیځ کې د بولیویا، په سویل کې د چیلي او په سویل او لوېدیځ کې له ارام سمندر سره ګډه پوله لري. پیرو له طبیعي پلوه یو لوی متنوع هېواد دی چې په کې د استوګنې ځایونه په لویدیځ کې د ارام سمندر ساحلي سیمې له وچو میدانونو څخه نیولې، د انډیز غرونو تر څوکو پورې چې د هیواد له شمال څخه سویل ختیځ ته، بیا په ختیځ کې د امازون سیند په سره د امازون استوایي بارانونو- ځنګل په څنډو کې غځېدلي دي. .   پیرو 34 میلیونه نفوس لري، او پلازمېنه او لوی ښار یې لیما دی. د 1.28 ملیونه کیلومتره مربع (0.5 ملیون میل مربع) مساحت په درلودلو سره، پیرو په نړۍ کې 19م لوی هیواد دی، او په جنوبي امریکا کې دریم لوی هیواد دی.<ref>Quechua name used by government of Peru is ''Perú'' (see Quechua-language version of Peru Parliament [http://www.congreso.gob.pe/_quechua/index.htm website] {{webarchive|url=https://web.archive.org/web/20100730230845/http://www.congreso.gob.pe/_quechua/index.htm|date=30 July 2010}} and Quechua-language version of Peru Constitution [https://www.webcitation.org/5t0I85Zv3?url=http://www.congreso.gob.pe/_quechua/Constitucion.pdf but common Quechua name is ''Piruw'']</ref><ref>{{cite web|url=http://www.sernanp.gob.pe/sernanp/archivos/imagenes/vida/Peru-%20Pais%20Megadiverso.pdf|title=Perú: País megadiverso|trans-title=Peru: Megadiverse country|publisher=Servicio Nacional de Áreas Naturales Protegidas|language=es|archive-url=https://web.archive.org/web/20140622152015/http://www.sernanp.gob.pe/sernanp/archivos/imagenes/vida/Peru-%20Pais%20Megadiverso.pdf|archive-date=22 June 2014}}</ref>
'''پيرو'''، په رسمي چار کې '''د پيرو جمهوريت''' ([[Spanish language|Spanish]]: ''Perú'' يا ''República del Perú'' [[Pronunciation|pron.]] [[International Phonetic Alphabet|IPA]] {{IPA|[re'pu.βli.ka del pe'ɾu]}}, [[Quechua language|Quechua]]: ''Piruw''), د [[سوېلي امريکا]] په [[لوېديځ]] کې پروت يو هېواد دی چې په سهېل کې د [[اېکوادور]] او [[کلمبیا]] سره، [[ختيځ]] کې د [[برازيل]] سره، په سوېل ختيځ کې د [[بولېويا]] سره او په لوېديځ کې د [[چېلي]] هېواد سره گډې پولي لري. د دې هېواد په لوېديځ کې [[آرام سمندر]] د دغه هېواد لوېديځه پوله جوړوي او پلازمینه یې د [[لیما]] ښار دی.
 
د پیرو خاوره د څو پخوانیو کلتورونو کور ؤ. د نورټ ډې چیکو تمدن څخه چې په امریکا کې ترټولو زوړ تمدن او د تمدن له پنځو زانګو ګانو څخه یو دی، چې په 3500 ق.م کې پیل شوی، بیا  د اېنکا تر سترواکۍ پورې، چې له کُلمب څخه مخکې امریکاوو کې ترټولو لوی پیژندل شوی دولت دی، دا قلمرو چې پیرو هم پکې شاملېږي  د هر هیواد د تمدن تر ټولو اوږد تاریخ لري، چې میراث یې له میلاد مخکې ان لسمې زریزې ته ورګرځي.
 
هسپانوي سترواکۍ په 16مه پیړۍ کې دا سیمه فتحه کړه او یو نائب السلطنه واکمني یې رامنځته کړه چې د نوموړي هېواد پلازمېنې لیما سره یې د سویلي امریکا زیاتره برخه پوښلې وه. په امريکاوو کې لوړې زده کړې په 1551ز کال کې په لیما کې د سان مارکوس ملي پوهنتون له رسمي تاسیس سره پیل شوې. پیرو په رسمي توګه په 1821ز کال کې خپلواکي اعلان کړه او د جوس دي سان مارټین او سیمون بولیوار د بهرنيو نظامي کمپاینونو او د ایاکوچو پریکړه کونکې جګړې وروسته، پیرو په 1824ز کال کې خپله خپلواکي بشپړه کړه. په راتلونکو کلونو کې، هېواد یو ځل د سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ شو چې بیا وروسته  د ګانو(guano) یا مرغانو سرې د استحصال له امله نسبي اقتصادي او سیاسي ثبات پیل شو. وروسته، د چیلي سره د پاسفیک جنګ (1879م-1884ز کلونه) پیرو د کړکېچ حالت ته راوستله چې له هغه څخه oligarchy [وضاحت ته اړتیا لري] د سولیسټا(مدني) ګوند له لارې واک ترلاسه کړ. په شلمه پیړۍ کې، هیواد د کودتا، ټولنیزې ناکرارۍ، او داخلي شخړو خوا ته ولاړ او د ثبات او اقتصادي ودې لوړېدل یې هم تجربه کړل. په 1990مه ز لسیزه کې، نوموړي هېواد یو نوی آزاد اقتصادي ماډل پلی کړ چې تر نن ورځې پورې کارول کیږي. لکه څنګه چې په 2000 کلونو کې د توکو ځلېدنه (2000s commodities boom) واقع شوه، پیرو د دوامدارې اقتصادي ودې او د بې وزلۍ کمښت خوا ته ولاړه.
 
د پیرو خپلواکه دولت د استازو یو ډیموکراتیک جمهوریت دی چې په 25 سیمو ویشل شوی. پیرو د بشري پرمختیا په لوړه سطح کې ځای لري د لوړ-منځني ​​​​عاید کچې سره lد بشري پراختیا شاخص کې 82یم ځای لري. نوموړی هېواد د ٪5.9 منځنۍ ودې سره د سیمې ترټولو بډایه اقتصاد لرياو نوموړی هېواد په منځني ډول د صنعتي ودې له ٪9.6 رېټ سره د نړۍ یو له ډېرې ګړندۍ صنعتي ودې لرونکو هېوادونو څخه دی. د پیرو هېواد اصلي اقتصادي فعالیتونه د کان کیندنې، تولید، کرنې او کب نیونې، او نورو مخ پر ودې سکتورونو لکه مخابراتو او بایو ټیکنالوژۍ څخه عبارت دي.   دا هیواد د پاسېفیک پوماس همکاریو د سازمان یوه برخه جوړوي چې د آرام سمندر ساحل په اوږدو کې د د لاتینې امریکا هیوادونو سیاسي او اقتصادي ډله ده ، دا ډله  د مثبتې ودې، باثباته لوی اقتصادي بنسټونو، ښې حکومتوالۍ او نړیوال پرمختګ سره د همغږۍ لپاره ګډې هڅې تر سره کوي. پیرو په ټولنیزه ازادۍ کې جګ ځای لري؛ دا هېواد د آسیا - آرام سمندر اقتصادي همکارۍ، د آرام سمندر اتحاد، د ټرانس پاسفیک شراکت او د سوداګرۍ نړیوال سازمان فعال غړی دی. او د منځني ځواک په توګه پېژندل کیږي. <ref name="WBdata">The World Bank, [http://data.worldbank.org/country/peru ''Data by country: Peru''] {{webarchive|url=https://web.archive.org/web/20161108042430/http://data.worldbank.org/country/peru|date=8 November 2016}}. Retrieved on 1 October 2011.</ref><ref name="UNDP">{{cite web|title=Human Development Reports, Peru|url=http://hdr.undp.org/en/countries/profiles/PER|website=hdr.undp.org|publisher=United Nations|language=en|date=2016|access-date=7 January 2018|archive-date=28 December 2017|archive-url=https://web.archive.org/web/20171228165331/http://hdr.undp.org/en/countries/profiles/PER|url-status=live}}</ref><ref>{{cite web|title=World Economic and Financial Surveys, World Economic Outlook October 2015|url=http://www.imf.org/external/pubs/ft/weo/2015/02/pdf/text.pdf|website=www.imf.org|access-date=15 February 2018|archive-date=13 January 2017|archive-url=https://web.archive.org/web/20170113211842/http://www.imf.org/external/pubs/ft/weo/2015/02/pdf/text.pdf|url-status=live}}</ref><ref name="WBoverview">{{cite web|url=http://www.worldbank.org/en/country/peru/overview|title=Peru Overview|publisher=[[World Bank]]|access-date=17 April 2017|archive-date=5 May 2017|archive-url=https://web.archive.org/web/20170505064825/http://www.worldbank.org/en/country/peru/overview|url-status=live}}</ref><ref>{{cite web|url=https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/fields/2089.html#pe|title=Peru|work=The World Factbook|publisher=Central Intelligence Agency|access-date=8 January 2018|archive-url=https://web.archive.org/web/20180707010810/https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/fields/2089.html#pe|archive-date=7 July 2018|url-status=dead}}</ref><ref>{{cite web|url=http://biocanperu.minam.gob.pe/ciisbPeru/wp-content/uploads/2014/11/2-MD-AQP-Biotecnologia-moderna-y-bioseg.pdf|title=Módulo de capacitación en recursos genéticos y bioseguridad|trans-title=Training module on genetic resources and biosafety|publisher=[[Ministry of Environment (Peru)|Ministerio de Ambiente de la República de Perú]]|author=David E. Castro Garro|language=es|archive-url=https://web.archive.org/web/20180424072625/http://biocanperu.minam.gob.pe/ciisbPeru/wp-content/uploads/2014/11/2-MD-AQP-Biotecnologia-moderna-y-bioseg.pdf|archive-date=24 April 2018}}</ref><ref>[https://freedomhouse.org/sites/default/files/FH_FIW_2017_Report_Final.pdf "Freedom in the World 2017 – Populists and Autocrats: The Dual Threat to Global Democracy"] {{Webarchive|url=https://web.archive.org/web/20170727054703/https://freedomhouse.org/sites/default/files/FH_FIW_2017_Report_Final.pdf|date=27 July 2017}} by [[Freedom House]], 31 January 2017</ref><ref>{{cite book|last1=McKercher|first1=B. J. C.|title=Routledge Handbook of Diplomacy and Statecraft|date=2012|publisher=Routledge|isbn=9781136664366|url=https://books.google.com/books?id=EtCoAgAAQBAJ|language=en|quote=a Middle Power like Peru lack the diplomatic and other resources...|access-date=30 May 2020|archive-date=17 April 2021|archive-url=https://web.archive.org/web/20210417043716/https://books.google.com/books?id=EtCoAgAAQBAJ|url-status=live}}</ref>
 
پیرو داسې نفوس لري چې میستیزوس، امرینډیان(سور پوستي امریکایان)، اروپایان، افریقایان او آسیایان پکې شامل دي. د خبرو اترو اصلي ژبه هسپانوي ده، که څه هم د پام وړ شمیر پیرویان په کویچوا ژبې، ایمارا، یا نورو داخلي ژبو خبرې کوي. د کلتوري دودونو دا ترکیب د هنر، خواړو، ادبیاتو او موسیقۍ په برخو کې د څېړنو د پراخې تنوع لامل شوی دی.
 
== رېښه ==
د دې هېواد نوم کېدای شي، د یو ځایي واکمن له نوم بیرو څخه اخیستل شوی وي چې د 16مې پیړۍ په لومړیو کې یې د پاناما ښار د سان میګویل خلیج ته نږدې ژوند کاوه. هسپانوي فاتحانو، چې په ۱۵۲۲ز کال کې راغلي وو، باور درلود چې دا د نوې نړۍ تر ټولو جنوبي برخه ده. کله چې فرانسېسکو پیزارو د لرې سویل پر سیمو برید وکړ، دا سیمې د بیرو یا پیرو په نوم ونومول شوې. <ref>Raúl Porras Barrenechea, ''El nombre del Perú'', p. 86.</ref><ref>Raúl Porras Barrenechea, ''El nombre del Perú'', p. 84.</ref><ref>Porras Barrenechea, Raúl. ''El nombre del Perú''. Lima: Talleres Gráficos P.L. Villanueva, 1968, p. 83.</ref>
 
یو بدیل تاریخ د معاصر لیکوال اِنکا ګارسیلاسو دی لا ویګا له خوا، چې د انکا شهزادګۍ زوی او فتح کونکی دی، چمتو شوی. هغه وایي چې: د بیرو نوم  یو عام سور پوستي امریکایي ته ورګرځي چې د والي ''پیډرو اریاس دی ایویلا'' لپاره د سپړنې ماموریت لپاره د بېړۍ عملې لخوا ورته ورکړل شوی ؤ او د یوې ګډې ژبې د نشتوالي له امله د غلط فهمۍ زیاتره نورو همدا شان مثالونو سره تړاو لري. <ref>Vega, Garcilasco, ''Commentarios Reales de los Incas'', Editorial Mantaro, Lima, ed. 1998. pp. 14–15. First published in Lisbon in 1609.</ref>
 
هسپانوي تاج د 1529ز کال په Capitulación de Toledo سره د پیرو نوم ته قانوني حیثیت ورکړ، چا چې د انکا  له سترواکۍ سره په لومړي ځل مخامخ کېدو سره هغه د پیرو ولایت په توګه نومولې وه. په 1561ز کال کې، یاغی Lope de Aguirre ځان د خپلواک پیرو "شهزاده" اعلان کړ، چې دا کار د هغه په نیول کېدو او اعدامېدو باندې تمام شو. د هسپانیا تر واکمنۍ لاندې، د دغه هېواد نوم د پیرو نائب السلطنه شو، چې له خپلواکۍ وروسته تر 1979ز کال پورې جمهوري پيرو شو او اوسنی نوم یې هم د پیرو جمهوریت په توګه غوره کړی دی. <ref>Raúl Porras Barrenechea, ''El nombre del Perú'', p. 87.</ref><ref>{{Cite constitution|article=I|polity=Peru|date=1979}}</ref>
 
== تاریخچه ==
 
=== پخوانی تاریخ او له کلمب څخه مخکې پیرو ===
د پیرو په خاوره کې د انسانانو د شتون لومړني شواهد نږدې 12,500 ق.م ته رسېږي چې د Huaca Prieta په استوګنځي کې موندل شوي دي. د انډیان ټولنې  د اوبو لګولو او ځمکې هواروالو(پټیو جوړولو) د تخنیکونو په کارولو سره د کرنې پر بنسټ ولاړې وې؛ د اوښانو پالنې او کب نیولو هم ارزښت درلود. ټولنو د اجناسو/توکو په تبادله او بیا-وېش تکیه کوله ځکه چې دغو ټولنو ته د بازار یا پیسو مفهوم نه درلود. په پیرو کې ترټولو پخوانۍ پیژندل شوې پیچلې ټولنه، د کارال / نورټ چیکو تمدن، د 3,000 ق.م او 1,800 ق.م ترمنځ د آرام سمندر په ساحل کې وده وکړه. په دغو لومړنيو پرمختګونو پسې د نورو لرغونو کلتورونو پرمختګونه هم راڅرګند شوي چې زیاتره یې په پیرو کې په ساحلي او انډیان سیمو شاوخوا کې وده کړې. د Cupisnique کلتور چې د 1000 څخه تر 200 ق.م  پورې وده کړې د هغه څه په اوږدو کې چې اوس د پیرو ارام سمندر ساحل دی د انکا څخه مخکې کلتور یوه بیلګه وه.<ref>{{cite book|last=Dillehay|first=Tom D.|date=August 2017|title=Where the Land Meets the Sea|url=https://www.google.com/books/edition/Where_the_Land_Meets_the_Sea/GIIlDwAAQBAJ|publisher=University of Texas Press|page=4|isbn=9781477311493|access-date=30 December 2019|archive-date=17 March 2020|archive-url=https://web.archive.org/web/20200317022348/https://www.google.com/books/edition/Where_the_Land_Meets_the_Sea/GIIlDwAAQBAJ|url-status=live}}</ref><ref>{{cite journal|doi=10.2307/971715|jstor=971715|title=Archaism or Tradition?: The Decapitation Theme in Cupisnique and Moche Iconography|last=Cordy-Collins|first=Alana|volume=3|issue=3|date=1992|pages=206–220|journal=Latin American Antiquity}}</ref>
 
د چاوین کلتور چې له 1500 څخه تر 300 ق.م  پورې وده کړې ښایي د سیاسي پدیدې په پرتله خورا مذهبي ؤ، د دوی مذهبي مرکز په ''چاوین دی هوانتار'' کې دی. د لومړۍ پیړۍ د پیل په شاوخوا کې د چاوین کلتور له زوال وروسته، د سیمه ایزو او ځانګړو کلتورونو لړۍ د راتلونکو زرو کلونو په اوږدو کې په ساحل او لوړو سیمو کې راڅرګنده شوه. هغه تمدنونه چې په ساحل کې وو، د پاراکاس، نازکا، واري، او ډیر نامتو یې چیمو او موچي تمدنونه شاملوي.<ref>{{cite web|publisher=UNESCO|url=https://whc.unesco.org/en/list/330|title=Chavin (Archaeological Site)|archive-url=https://web.archive.org/web/20160508102511/https://whc.unesco.org/en/list/330|archive-date=8 May 2016|access-date=27 July 2014}}</ref>
 
د موچي تمدن، چې په لومړۍ ميلادي زریزه کې عروج ته رسېدلی ؤ، د اوبو لګولو په سېسټم کې چې د دوی وچې ځمکې يې حاصلخېزه کړې وې، د دوی په پرمختللو سراميکي لوښو، د دوی په لوړو ودانیو، او لوړه کچه فلز کارۍ کې یې نامتووالی درلود. چیمو د انکا د تمدن څخه د مخه لوی ښار جوړونکي وو. د دېوالي ښارونو د یو خوځند کنفدراسیون په توګه، یې د شمالي پیرو د سواحلو په اوږدو کې د 1140 څخه تر 1450 پورې وده وده کړې وه. د دوی پلازمینه د اوسنۍ ټروجیلو(Trujillo) څخه بهر په چان چان کې وه.[30] په لوړو سیمو کې، د تیواناکو کلتور، په پیرو او بولیویا دواړو کې د تیتیکاکا جهيل ته نږدې، او د واري کلتور، د اوسني آیاکوچو(Ayacucho) ښار ته نږدې، د 500 او 1000 عیسوي کلونو ترمنځ لوی ښاري استوګنځایونه او پراخ دولتي سېستمونه رامنځته کړل. <ref name="Keatinge2">{{cite journal|last1=Keatinge|first1=Richard W.|first2=Geoffrey W.|last2=Conrad|date=1983|title=Imperialist expansion in Peruvian prehistory: Chimu administration of a conquered territory|journal=Journal of Field Archaeology|volume=10|number=3|pages=255–83}}</ref><ref name="Blom, Deborah E 2004">{{cite journal|last1=Blom|first1=Deborah E.|first2=John W.|last2=Janusek|title=Making Place: Humans as Dedications in Tiwanaku|journal=World Archaeology|date=2004|volume=36|pages=123–41|doi=10.1080/0043824042000192623|s2cid=154741300}}</ref><ref>{{cite book|last1=Beck|first4=Phillip C.|location=Evanston, IL|isbn=0-395-87274-X|year=1999|publisher=McDougal Littell|first5=Dahia Ibo|last5=Shabaka|last4=Naylor|first1=Roger B.|first3=Larry S.|last3=Krieger|first2=Linda|last2=Black|title=World History: Patterns of Interaction|url=https://archive.org/details/mcdougallittellw00beck|url-access=registration}}</ref><ref>[http://countrystudies.us/peru/2.htm Pre-Inca Cultures] {{webarchive|url=https://web.archive.org/web/20161103012150/http://countrystudies.us/peru/2.htm|date=3 November 2016}}. countrystudies.us.</ref>
 
==تاریخ==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/پيرو" نه اخيستل شوی