د "جنرال عبدالرازق" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۶۰ کرښه:
==مخکينی ژوند==
[[File:Kandahar's top police chief attends KLE in Ghorak 130107-A-NY828-021.jpg|thumb|د کندهار امنیه قومندان ستر جنرال عبدالرازق د غورک ولسوالۍ په يوه کلي کي د کلي د مشرانو سره، د طالبانو د پرشا کولو وروسته]]
کله چې طالبان په هېواد مسلط سول، نو د خپل حاکميت په لومړيو وختونو کې يې، د نوموړي پلار او تره ووژل. {{سرچینه}}
جنرال عبدالرازق په ۲۰۰۱ زېږديز کال د اڅکزيو د قوم له هغې ډلې سره يوځای سو، چې د طالبانو او نورزی مجاھدینو پر وړاندې يې جګړه او مقاومت کولو، د يادې ډلې مشري ګل اغا شيرزي او فدا محمد په نوم قومند انقومندان پر غاړه درلوده.
او بيا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له منځه ولاړ او پرځای د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله اداره منځ ته راغله، نو ښاغلی رازق هم سياسي او پوځي ډګر ته راغلو، په ځانګړې ډول جنرال رازق له ۲۰۰۲ زېږدي کال څخه بيا تر ١٨ اکتوبر ٢٠١٨ پورې د پوليسو په امنيتې ارګانونو کې دنده پرمخ وړل، او د کندهار د امنيه قوماندان په توګه يې دنده ترسره کول.
لوی پاسوال عبدالرازق په لومړيو کې د کندهار ولايت د سرحدي پوليسو د قومندان په توګه دنده درلوده، چې د پاکستان سره پر پوله ځای پر ځای وو. په کندهار ولايت کې د نېږدې نورو پرتو ولايتونو په پرتله امنيتي وضعيت څو برابره ښه وو، د کندهاريانو په وينا په داسې حال کې چې د طالبانو په واکمنۍ کې کندهار د طالبانو مرکز وو، خو بيا هم په ياد ولايت کې د ښهطالبانو امنيتيشمېر وضعيتکم شتون د جنرال عبدالرازق د هڅو پايله وهو.
همدا ډول ځينې نړيوالې ادارې د جنرال رازق په اړه وايي، چې نوموړی د مخدره موادو او اپینو په قاچاق کې لاس درلود.
د طالبانو پر وړاندې د جنرال رازق سخت درېځ د زياتيو شمېر افغانانو په زړونو کې نوموړي ته مينه پيدا کړي وه، او ښاغلیيو رازقشمېر يې تربيا ډېرسخت شهرتهمخالفت رسولی ووکاوه. د ياد درېځ پر اساس جنرال رازق پرته له پښتونو د نورو قومونو د خلکو په زړونو کې هم ځای درلود او همدارنګه د نورو سياسي او پوځي لوړپوړو پښتنو چارواکو په پرتله د پخوانۍ شمالي ټلوالې له مشرانو سره هم ښې اړيکې لرلې.
د جنرال رازق په اړه ويل کيږي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته له نېږدې او باور لرونکو کسانو له ډلې څخه وو.