د "نصر الله سوبمن منگل" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۵ کرښه:
څېړنپوه نصرالله سوبمن منگل پر ۱۳۲۸ ل ل کال د هغه وخت سمت جنوبي يانې پکتيا د لژې درې د سيدگي کلي په يوه کورنۍ کې زېږېدلی وو. د هغه خدای بښلی پلار الحاج تازه گل د سروزير شامحمود خان د گارډ يو افسر وو او د هغه په برکت او پاملرنه يې خپلې زده کړې تر ليسانس پورې په کابل کې ترسره کړې. تر فراغت وروسته پر ۱۳۴۹ ل ل کال د [[کابل پوهنتون]] د مرکزي کتابتون د ريفرنس د مدير په توگه وگومارل شو. پر ۱۳۵۰ ل ل کال د کادر لپاره په ازاده سيالۍ کې په دويمه پوړۍ بريالی او د ښوونې او روزنې پوهنځي د جغرافيې د څانگې د ښووند (استاد) په توگه ومنل شو.
پهنصرالله ۱۳۵۶کالسوبمن کېمنگل دپر کابل۱۳۵۶ پوهنتونل ل کال له کابل څخهپوهنتونه د علمي رتبې په حفظساتنې سره د پښتو څېړنو بين المللينړيوال مرکز ته تبديل شو، چېشو. دا مرکز پهپر ۱۳۵۷ ل ۱۳۵۷کالل کېکال د افغانستان په علومو اکاډمي کې مدغم شو. په دې مرکز کې د عسکري احتياط دورې (۱۳۶۵- ۱۳۶۶هـ) په تفريق سره نږدې شل کاله د تاليف او ترجمې د څانګې د آمر په توګه دنده تر سره کړه. په ۱۳۸۲کال کې د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د مرستيال په توګه و ټاکل شو.
په ۱۳۸۳کې د يوکال لپاره د ملګرو ملتونو د يوناما په څانګه کې دنده پر مخ یوړه او بيا په ۱۳۸۴کال کې علومو اکاډمۍ ته راستون او د يوې لنډې مودې لپاره د ټولنيزو علومو د مرکز د رئيس په توګه و ګومارل شو، ور پسې په همدې کال کې د علومو اکاډمۍ بشري علومو د معاون په حيث وټاکل شو.
په ۱۳۹۲ کال کې دويم ځل لپاره بيا د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د تاليف او ترجمې د څانګې د آمر په توګه انتصاب او د ۱۳۹۶کال پورې په همدې سمت کې پاتې شو او د همدې کال په غبرګولي مياشت کې د نورو مشرانو اساتيدو په شان د متقاعدينو په لړ کې راغلو.