د "محمد صديق پسرلی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۸ کرښه:
==زده کړې==
محمد صديق پسرلي خپلې لومړنۍ زده کړې د کندوز ولايت په شېرخان لېسه کې سر ته ورسولې. د ځوانۍ ټول عمر يې د کندوز ولايت په [[چهار دره]] کې تېر کړ، چې د شعر لومړنى څرک يې هم په همدې سيمه کې د ادب د غرونو په څوکو لگېدلی دی. د څه کار او بار لپاره يې د هېواد مرکز [[کابل]] ښار ته مخه کړه خو تر څه مودې وروسته، کله چې په [[هېواد]] کې د کورنيو جگړو اور بل شو، دى هم د ډېرو نورو افغانانو په څېر له هېواده کډې کولو ته اړ شو او د [[پاکستان]] هېواد ته يې مخه کړه.
 
==مدني حالت او کورنۍ==
محمد صديق پسرلي څلور زامن لري، چې [[امان الله ساهو]]، [[عصمت څاروان]]، [[اېمل پسرلى]]، [[اجمل پسرلى]] او [[اسدالله غضنفر]] نومېږي.
 
==ادبي او هنري فعاليت==
Line ۱۸ ⟶ ۱۵:
===په کډوالۍ کې فرهنگي چوپړ===
پسرلی پر ۱۳۵۹ ل کال [[پېښور]] ته مهاجر شو او د شپيتمو كلونو په لومړيو كې يې د [[سپېدې|سپېدې]] په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ ل کاله پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته وروسته بيا له چاپه پاتې شوه. بيا يې په دويم ځل په ۱۳۶۶ كې د دې مجلې په چاپ لاس پورې كړ او ورسره يې د افغان كلتوري ټولنې بنسټ هم كېښود. تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله. پر ۱۳۷۷ ل کال كډون كابل ته راغى او په خپل كور كې په ادبي هڅو بوخت شو.
 
==مدني حالت او کورنۍ==
محمد صديق پسرلي څلور زامن لري، چې [[امان الله ساهو]]، [[عصمت څاروان]]، [[اېمل پسرلى]]، [[اجمل پسرلى]] او [[اسدالله غضنفر]] نومېږي.
 
== چاپي نښيرونه يې ==
۴۱ کرښه:
[[محمد اسماعيل يون]] هم په همدې نظر دى: «له غزل پرته، څلورېزې يې دي، چې د ډېر فكر انتقالونكې دي، خو ډېره زياته ښكلا، چې ده هغه د ده په غزلونو كې پرته ده او تر هغه وروسته په څلورېزو كې يې دې ښكلا ته تم كېږو.»
 
د پسرلي صاحب شعرونه له گڼو نورو ښكلاوو او باريكيو هم برخمن دي او په كار ده، چې افغان كره كتونكي او ادبپوهان پخپلو څېړنو كې دغه ښكلاوې او ځانگړنې رابرسېره او د دغه حقدار او نوميالي شاعر حق په ځاى كړي.
 
==مړينه==
استاد محمد صديق پسرلي د ۱۳۹۲ لمريز کال د مرغومي پر ۲۲ د [[هند]] د ډيلي ښار په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له لامله د ۸۵ کلو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې .