د "عثمان بن عفان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
{{صندوق معلومات شخص}}
نوم يې عثمان ,ابو عبدالله او ابو عمر يې کنيت ,او ذوالنورين يې لقب وو .
دپلار نوم يې عفان او دمور نوم يې اروى وو ,دپلار له لورې يې دنسب پوره لړۍ داسې ده :عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي .
Line ۹ ⟶ ۱۰:
داسلام لومړي خليفه ابو بکر صديق رضي الله عنه چې کله ايمان راوړ نو داسلام تبليغ او پر مخ بيول يې خپله ديني دنده بلله ځکه يې نو دخپلو ملگرو په کړۍ کې داسلام دتلقين او لارښوونې په کار پيل وکړ ,دجاهليت په زمانه کې د ابوبکر صديق رضي الله عنه له عثمان رضي الله عنه سره خوږه ملگرتيا وه ,او ډيرى مهال به يې ډير ځانگړي مجلسونه سره کول دهمدې پيژندگلوي له امله يوه ورځ عثمان رضي الله عنه دابو بکر صديق رضي الله عنه مجلس ته راغى او داسلام په اړه يې خبرې اترې ورسره پيل کړې دابو بکر صديق رضي الله عنه خبرو په عثمان رضي الله عنه کې دومره اثر وکړ چې عثمان رضي الله عنه دنبوة دربارته په تللو سره داسلام قبلولو ته اماده شو .
دواړه ملگري درسول الله صلى الله عليه وسلم لورې ته د ورتلو په تکل کې وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوی مجلس ته تشريف راوړ, کله چې درسول الله صلى الله عليه وسلم سترگې په عثمان رضي الله عنه ولگيدې نو ورته ويې فرمايل :عثمانه :دخدای جل جلاله جنت قبول کړه ,زه ستا او دټول مخلوق د لارښوونې لپاره ټاکل شوى يم .دنبوة دژبي دې ساده اوپاکو تورو په عثمان رضي الله عمه کې دومره اغيزه وکړه چې بې اختياره يې د(اشهدان لااله الاالله واشهدان محمداعبده و رسوله) کلمه ترخوله ووته او درسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارک لاس کې يې لاس ورکړ او داسلام سوچه او حق مذهب يې قبول کړ .
دعثمان رضي الله عنه شمير له هغو کسانو څخه کيږي کومو چې آن دجاهليت په زمانه کې ليک لوست تر سره کړي وو .
 
 
 
== دعثمان رضي الله عنه واده ==