د "محمد ابراهیم الکوزی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱۵ کرښه:
الوکوزی؛ د 2020 کال د ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند وو؛
* هغه په دې اړه، چې له دومره رایو سره څنګه د افغانستان ولسمشر کیدو ته هیله من شوی، په ‌ډاډه زړه وویل: پوره سل فیصده پخپل بریالیتوب یقیني یم
==د ولسمشر غني سرسخته مخالفت==
محمد ابراهیم الوکوزي، غني فراشوټي وباله او ویې ویل، چې نور به خلک د هغه پر برنامو، پروفیسورۍ او ژمنو باور ونه کړي.
 
الکوزي غني ته د (ګلبر مور) خطاب وکړ او ویې ویل: هغه د ګلبر د مور په شان ټولې کیلي ګانې پخپل لاس کې نیولي او واک یې انحصار کړی.
 
دغه ولسمشریز نوماند دغه راز غني د افغانستان خلکو او خاصتاً خپلو سیاسي مخالفینو ته په توهین تورن کړ او ویې ویل: ولسمشریزو نوماندانو ته امنیتي اسانتیاوې نه ورکوي، مشورې نه ورسره کوي او وایي دوی څوک دي، چې کاندیدان شوي.
 
الکوزی دا هم وویل چې آیا افغانستان د غني یا د ده د پلار شخصي ملکیت دی او بل څوک پکې د نوماندۍ حق نه لري؟
 
هغه وړاندې په توندو الفاظو غني تورنوي، چې فاسق، بې سلیقې او بې احترامه سړی دی او د ده په ادعا هیڅ انسانیت نه پېژني.
 
ده په ورته وخت کې غني خپل یوازینی ټاکنیز رقیب هم وګڼه او ويل يې: که دښمني کوي، دښمني ورسره کوم، که تربوري کوي، تربورۍ ته یې حاضر یم، که جنګ کوي، جنګ ورسره کوم او که کالي څېري، کالي ورسره څېرم.
 
ابراهیم الکوزی ښاغلی غني وننګوی، چې ده سره مناظرې ته حاضر او یوازې دوه پوښتنې یې ځواب کړي.
 
ده خپلې پوښتنې نه وښودلې، خو ويل يې که غني ورته ځواب کړې، دی به له نوماندۍ تېر او د نوموړي په ګټه کمپاین وکړي.
 
د نورو نوماندانو لکه: ډاکټر عبدالله، حنیف اتمر او نورو په اړه د بیا ـ بیا پوښتنو باوجود ابراهیم الکوزی ويل، چې هغوی ته احترام لري، خو خپل رقیبان یې نه ګڼي.
 
ده ګواښ وکړ، چې که یې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې، لومړی کار به یې د ښاغلي غني بندي کول وي.
 
*يادونه؛ نوموړی الوکوزی وسمهال د اشرف سلاکار دی!
 
==شخصي ژوند==
اصلاً د کندهار ولایت اوسیدونکی دی، په حقوقو کې د لسانس ترکچې زده کړې لري{{سرچینه}} او د افغانستان د قومونو د یوې لویې اجماع چې تر ۴ نیم سوو ټولنې او شوراګانې یې غړیتوب لري، مشري کوي. {{سرچینه}}