د "باراک حسين اوباما" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
دا مخ د '{{1}} '''باراک حسين اوباما''' ''(په انگرېزي: Barack Hussein Obama II)'' د ١٩٦١ زېږدي کال د اگست په څلورمه...' پرځای راوستل
نښلن: ځايناستول
۱ کرښه:
{{1}}
{{صندوق معلومات شخص}}
'''باراک حسين اوباما''' ''(په انگرېزي: Barack Hussein Obama II)'' د ١٩٦١ زېږدي کال د اگست په څلورمه نېټه د امریکا په هاوايي ايالت کې نړۍ ته سترگې غړولې او د امريکا د ډموکراټ گوند غړی دی. د ايلينوی ايالت ځوان سناتور او د امريکا د متحده ايالتونو ٤٤ ولسمشر دی. هغه له ٢٠٠٧ زېږدي کاله ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان ونوماوه او د ټاکنيز کمپاين په ترسره کولو سره يې ځان په امريکا کې د يوې ملي څېرې په توگه وځلاوه.
 
هغه د امريکا د ٢٠٠٨ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندۍ له مهاله د عراق د جگړې د پای ته رسولو خبره کړې وه او بالاخره دغه ٤٧ کلن تورپوستی او د ميشل اوباما په نوم يوې مېرمنې خاوند؛ ډموکراټ ګوند نوماند د ٢٠٠٨ زيږدي کال د جون په درېيمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډموکراټ گوند له لوري نوماند وپېژندل شو.
 
هغۀ د خپلې تنکۍ ځوانۍ څلور کلونه په جاکارتا کې تېر کړي او په کېنيا کې د زېږېدلي پلار زوی دی، هغه د مسيح د متحدې کليسا (United Church of Christ) د پروتستان فرقې مسيحی دی.
 
== مخينه ==
=== شخصي ژوند ===
باراک اوباما د يو کېنيايي تورپوستي او د امريکا د کانزاس ايالت د وچيتا د اوسېدونکې سپين پوستې مېرمنې زوی دی.
 
که څه هم خپل سکه او ناسکه پلرونه يې مسلمانان وو خو هغه يو مسيحی دی او په څلور کلنۍ کې چې په اندونيزيا کې اوسېده نو د مسلمانانو په مذهبي ښوونځي کې د کاتوليکانو يا سکولرانو ښونځي ته تللی دی.
 
په کينيآ کې له اوباما وروسته نومول شوی ماشوم (بارک اوباما)
 
د هغه مور او پلار په مانوا کې د هاوايي په پوهنتون کې له يو بل سره آشناشوي وو. د اوباما مور سره له ستونزو سره پدې توانېدلې وه چې د ټولنپېژندنې په برخه کې له همدغه پوهنتون څخه دکترا تر لاسه کړي.
 
=== زده کړې ===
اوباما لومړی په ١٩٨٣ کال د کلمبيا له پوهنتونه د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو لېسانس تر لاسه کړ. په ١٩٨٨ کال يې په شيکاگو کې له څو کلونو کار وروسته تحصيلي پور واخيست او د هاروارد پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته داخل شو.
 
په هاروارډ کې د هغه پرمختگ دومره چټک شو چې د خپل تحصيل په دوهم کال د هاروارډ قانون د خپرونې مشر وټاکل شو. هغه د دغه سازمان د مشرۍ په پړاو کې دغه خپرونې ته چې بنسټ پالو او ليبرال محصلو کړيو پکې ستونزې رامنځته کړې وې بېرته سره منظمه کړه. اوباما ډېر ژر د هاروارډ له پوهنتون څخه د حقوقو افتخاري دکترا (magna cum laude) ترلاسه کړه، د شيکاگو پوهنتون د حقوقو پوهنځي ډېر ژر د نوي علمي پلاوي په توگه استخدام کړ.
 
=== سياسي ژوند ===
اوباما د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ په ٤ نېټه سنا ته لاره ومونده، سره له دې چې نوی وو د پوهو سلاکارانو يوې ډلې چې معمولا نوو سناتورانو ته دومره اهميت هم نه ورکوي استخدام کړ، هغه پيت روز د خپل ملي سياست د مشر په توگه وټاکه، دغه راز يې کارن کورن بلو اقتصاد پوه د خپل سياسي مرستيال په توگه غوره کړ. د کلينټن پخواني اجرايي مشران، آنتون ليک او سوزان رايس په بهرني سياست کې خپل سلاکاران وټاکل.
 
اوباما پنځم افريقايي امريکايی دی چې سنا ته يې لاره موندلې او درېيم افريقايي امريکايی دی چې په زياتو رايو سره د سناتور په توگه ټاکل شوی. هغه يوازېنی سناتور دی چې د کانگرس د تورپوستو د گوندي کمېټې غړی دی. سي کيو چې يوه ملي اوونيزه ده او د گوند پولې نه پېژني هغه يې د ٢٠٠٥ او ٢٠٠٧ کلونو ترمنځ تر ټولو وفادار ډموکراټ معرفي کړی.
 
== مکېن او اوباما ==
دغه راز د نشنل ژورنال د مجلې له خوا د ترسره شوو نظر پوښتنو له مخې هغه په ٢٠٠٧ زېږدي کال کې تر ټولو ليبرال سناتور پېژندل شوی دی.
 
د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني پړاوونه
 
اوباما له خپلو پلويانو سره د ٢٠٠٧ کال په فبرورۍ مياشت کې په ايلينوی ايالت کې په يوه وينا کې وويل چې د ٢٠٠٨ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته به ځان ونوموي. د هغه ټاکنيز مرکز وکولای شو چې د ٢٠٠٧ کال په نيمايي کې د هغه له ملاتړو ٥٤ ميليونه ډالره ترلاسه کړي چې دا د تېرو کلونو په ټاکنو کې د پانگې د جلب يو ريکارډ وو.
 
نظر پوښتنو ښودلې چې هغه د دموکرات گوند له بلې نوماندې سناتور هيلري کلينټن سره نژدې سيالي لري او دغه راز يې د آيوا په ايالت کې د دموکرات گوند د اسمبلې په لومړنيو ټاکنو کې لومړی شو او په نيوهمشاير ايالت کې يې په ٣ سلنه اختلاف سره له سناتور کلينټن وروسته دوهم مقام وگاټه.
 
 
== د ټاکنو لگښت ==
 
د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر مياشت کې اوباما د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دولتي مالي تامين په سيستم کې ونډې اخيستو ته چمتو دی د هو ځواب ورکړ او زياته يې کړه چې په عمومي ټاکنو کې به له دولتی بودجې د استفادې لپاره د هوکړې د ترلاسه کولو هڅه وکړي. سره لدې اوباما د ٢٠٠٨ کال تر لومړيو د اهدايي مرستو له لارې د ٢٣٤ ميليونو ډالرو په راټولو بريالی شو.
 
د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ مياشت کې اوباما ٣٢ ميليونه ډالره مرسته تر لاسه کړه، په داسې حال کې چې هيلري کلنټن اړ شوه چې د ټاکنيزو مبارزو لپاره له خپل شخصي حسابه پنځه ميليونه ډالره واخلي.
 
 
 
== خپه کړی او غوسه کړی ==
 
د ٢٠٠٨ کال په اپريل کې باراک اوباما د خپل پخواني پادري جرمايا رايت د خبرو په غبرگون کې وويل: هغه نظرونه چې د ښاغلي رايت لخوا بيان شوې زه يې خپه کړی او غوسه کړی يم.
 
 
 
== اوباما ==
 
د ٢٠٠٨ کال په اپريل کې سناتور اوباما ٤٢ ميليونه ډالره په خپلو ټاکنيزو فعاليتونو ولگول چې د هيلري کلينټن له ٩ ميليونه ډالرو سره يې زيات واټن درلود.
 
 
== باراک اوباما په رسنيو کې ==
 
د ټايمز اوونيزې د ٢٠٠٨ کال د مۍ مياشتې د دوهمې نېټې په گڼه کې د نړۍ د بانفوذه نارينه وو او ښځينه وو کلنی نوملړ خپور کړ، په دې نوملړ کې اوباما د (د هېوادونو د بانفوذه او انقلابي شخصيتونو) په برخه کې درېيم مقام خپل کړ.
 
 
== د جرمايا رايت پادري شخړه ==
 
د ٢٠٠٨ کال په اپريل کې باراک اوباما د خپل پخواني پادري جرمايا رايت د خبرو په غبرگون کې وويل: هغه نظرونه چې د ښاغلي رايت لخوا بيان شوې زه يې خپه کړی او غوسه کړی يم.
 
هغه دغه راز د رايت خبرې تفرقه اچوونکې او ورانوونکې وبللې او د هغو کسانو د گټو لپاره يې وبللې چې د توکمي تنفر لپاره هڅه کوي. جرما رايت د امريکا دولت له تورپوستو سره په بدچلند او په قصدي توگه د هغوی په منځ کې د ايډز ويروس په خپرولو تورن کړی وو، هغه ويلي وو چې د امريکا تورپوستي بايد د امريکا د دولت بد چلند په ياد ولري او ووايي: خدايه په امريکا له هغوی سره د بد چلند له امله لعنت وکړې.
 
اوباما د امريکا د دولت په اړه د جرما رايت د جنجالي خبرو په غبرگون کې وويل: باوري يم چې دغه خبرو دامريکا د تورپوستو د کليسا له نظره سم تصوير نه دی وړاندې کړی دغه خبرې زما ارزښتونه او باورونه نشي انځورولای.
 
 
 
== په کينيا کې د اوباما دوستان د ده په بري خوشالي کوي ==
 
باراک اوباما دغه راز هڅه وکړه چې له ښاغلي رايت څخه ليرې شي هغه وويل: جرما رايت نور داسې څوک نه دی چې ما شل کاله وړاندې ليدلی وو هره اړيکه چې مې ورسره درلوده د هغه د ويناوو له امله بدلې شوې دي.
 
 
== سياسي دريځونه ==
 
اوباما په عراق کې د بوش د سياستونو له لومړنيو مخالفينو گڼل کېږي، د ٢٠٠٢ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه هغه ورځ چې کانگرس د عراق د جگړې مصوبه تصويب کړه او د بوش دولت ته يې د جنگ اجازه ورکړه اوباما په شيکاگو کې د عراق د جنگ د مخالفينو په ستر ټول کې وينا وکړه.
 
د ٢٠٠٣ د مارچ په ١٦ نېټه کله چې جورج بوش له عراقه د وتلو يا جگړې کولو لپاره صدام حسين ته ٥٨ ساعته الټيميټم ورکړ اوباما په شيکاگو کې د جنگ ضد په يو ستر ټول کې وويل چې اوس هم د جگړې د مخنيوي لپاره وخت شته. دغې مسئلې هغه د ٢٠٠٤ کال د سنا په ټاکنو کې له خپلو هغو سيالانو چې جگړې ته يې مثبته رايه ورکړې وه بېل کړ.
 
اوباما د يو ليبرال دريځي سناتور په توگه خپل دريځ ټينگ کړ او د ښوونې او له ايډز سره د مبارزې په څېر موضوعگانو کې يې له جمهوري غوښتونکو سره همکاري وکړه.
 
 
== د ايران بنديزونه ==
 
باراک اوباما د ٢٠٠٧ کال په جون مياشت کې يوه طرحه د امريکا ولسي جرگې ته وړاندې کړه چې پکې بهرني پانگوال له ايرانه د خپلو پانگو ايستل کېدو ته هڅول کېدل. د سناتور اوباما په وينا د ايران دولت له خپلو تيلي عوايدو د خپل اتومي پروگرام د پراختيا او په منځني ختيځ کې له ترهگرو ډلو د ملاتړ لپاره گټه اخلي؛ چې له ايراني دولت سره د مالي اړيکو د پرې کولو لپاره په شرکتونو د باو راوړل به د بنديزونو اغېز زيات کړي.
 
 
== اسرائيل ==
 
 
د ٢٠٠٨ په اپريل کې د باراک اوباما او هيلري کلنټن ترمنځ په نوي دقيقه ييزه مناظره کې چې د امريکا اې بي سي تلويزيوني شبکې له خوا خپره شوه اوباما په اسرايلو د ايران د بريد په غبرگون کې وويل: امريکا به وړ اقدام وکړي.
 
 
 
== د درس ويلو فرصت ==
زما پلار په زيات کار سره په امريکا کې د درس ويلو فرصت ترلاسه کړی وو؛ په داسې هېواد کې چې د ډېرو هغو کسانو لپاره فرصت وو چې لدې وړاندې هلته ورغلي وو.
 
 
 
== اوباما ==
 
 
هغه د ٢٠٠٨ کال د جون په مياشت کې د امريکايي اسرايلي عمومي اړيکو په کمېټه کې (AIPAC) وويل که ولسمشر شي هر هغه کار به وکړي چې ايران له اتومي وسلو منع شي. هغه دغه راز ايران د اسرايلو او منځني ختيځ د سوکالۍ لپاره ستر گواښ وباله او ويې ويل: د ايران گواښ، سخت او ريښتينی دی او زما موخه به داوي چې دغه گواښ له منځه يوسم. هغه دغه راز اورشليم د اسرايلو نه وېشل کېدونکې پلازمېنه وبلله .
 
 
 
== محبوبيت ==
 
 
باراک اوباما په ٢٠٠٤ کال د لومړي ځل لپاره د دموکرات گوند په غونډه کې په ملي او نړيواله کچه زيات پام ځانته جلب کړ. اوباما په دغه وينا کې په خپل ژوند او شخصي تاريخچه په تکيې سره امريکايي اېډيالونه بيان کړل.
 
زما پلار په زيات کار سره په امريکا کې د درس ويلو فرصت ترلاسه کړی وو؛ په داسې هېواد کې چې د ډېرو هغو کسانو لپاره فرصت وو چې لدې وړاندې هلته ورغلي وو.
 
باراک اوباما له دغې وينا څو مياشتې وروسته په ٢٠٠٤ کال کې له خپلې بريالۍ ټاکنې وروسته د رسنيو په محبوبه څېره او په واشنگټن کې په ښه شخصيت بدل شو چې دوه ډېر پلورل کېدونکي کتابونه يې هم په خپل نامه خپاره کړل. لومړی يې ( زما د پلار له خوبونو) چې سنا ته له تللو يې نهه کاله وړاندې ليکلی او د هغه خاطرې پکې راټولې شوې وې.
 
 
== بالاخره اوباما د امريکا د ٢٠٠٨ ټاکنې وگټلې. ==
 
دوهم يې هم د امريکايي خوبونو بېرته په لاس راوړل چې د هغه افکار يې رانغاړلي دي. اوباما د امريکا د تلويزيون د محبوبې څېرې اپرا وينفری له ملاتړه برخمن دی. دغه تلويزيوني ستوري نه يوازې له هغه وغوښتل چې ټاکنو ته ځان ونوموي بلکه د هغه په ټاکنيزو تبليغاتو کې يې هم فعاله ونډه درلوده.
 
د ډموکراټ گوند په توگه د هغه ټاکل کېدل، او له مکېن سره سيالي
 
باراک اوباما په زيات احتمال د امريکا په تاريخ کې لومړنی تورپوستی دی چې له يوې اوږدې ټاکنيزې سيالۍ وروسته په خپلې سيالې [[هيلري کلنټن]] بريالی شوی دی. بالاخره هليري کلنټن وويل چې له دغه سياليو څنگ ته کېږي او په بشپړه توگه د باراک اوباما ملاتړ کوي.
 
په دموکرات گوند کې له لومړنيو ټاکنو وروسته له د جمهوري غوښتونکي گوند له نوماند [[جان مکېن]] سره د هغه سيالي پيل شوه. جان مکېن هغه په بې تجربې توب تورن کړ، باالمقابل اوباما مکېن د تيلي شرکتونو ځيره خور باله او د مکېن ويندوی توکر بوندز دغه خبرې ردولې او ويې ويل چې همدا اوباما وو چې د بوش چيني هغه طرحې ته يې مثبته رايه ورکړه چې د تيلي کمپنيو لپاره يې زياته گټه درلوده. د ٢٠٠٨ کال په اگسټ مياشت کې باراک اوباما جوزف بايډن د خپل مرستيال په توگه غوره کړ.
 
 
== د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريا ==