د "منظور پشتين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۴۵ کرښه:
د موچي باغ ناسته کې دریځ ته د تلو پر مهال د منظور پښتون تود هرکلی وشو.
هغه په وینا کې وویل، چې کراچۍ کې له عدالت پرته د وژل شوي نقیب الله مسید لپاره یې د انصاف او له پولیسو د [[راو انوار]] د نیولو غوښتنه وکړه. ټول پاکستان زموږ غوښتنې ولیدلې، خو دا یې هم ولیدل چې نتیجه یې څه ده. وموړې له محکمې پرته وژنو په تړاو خبرو کې وویل، د پاکستان قانون وايي، چې څوک تېروتنه وکړي، محکمې ته یې کش کړئ، خو په زرګونو پښتانه له عدالت پرته وژل شوي دي. د ورکو کسانو په تړاو نوموړي خبرو کې وویل، چې خلک په مختلفو لارو وژل شوي، د کلیو نوم او تاریخ درته وايي، تاسو لاړ شئ، موږ چلباز خلک نه یو، چې بې ځایه تور لګوو، موږ ریښتوني خلک یو او تل ریښتیا وایو. د خپل غورځنګ او ځان په هکله یې نیوکو ته ځواب کې وویل، چې دی او پلار او وروڼه او ملګري یې هم ترهګر بلل شوي وو. نومووړي د پاکستان په رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی سره توپیري چلند کوي. هغه وويل چې موږ د پاکستانۍ رسنۍ درناوی کو، خو تاسو منافقت کوئ، زموږ د مخالفانو ټکی ټکی خبرې را اخلئ، خو زموږ دریځ او ریښتونولي نه وینئ.
د دې ناستې د امنیت لپاره ۶۰۰ پولیس ګومارل شوي وو.<ref>{{cite web|url=http://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-43861631
|title=منظور پشتین: زه، پلار، وروڼه او ملګري مې هم ترهګر بلل شوي وو. (د لاهور په جلسه کې) جلسه|website=www.bbcpashto.com}}</ref>
 
===[[سوات]]===
منظور پشتین: د سوات امن ریاست تباه کړی دی، پوځي مرکز دې نه جوړیږي