د "منظور پشتين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۴۶ کرښه:
هغه په وینا کې وویل، چې کراچۍ کې له عدالت پرته د وژل شوي نقیب الله مسید لپاره یې د انصاف او له پولیسو د [[راو انوار]] د نیولو غوښتنه وکړه. ټول پاکستان زموږ غوښتنې ولیدلې، خو دا یې هم ولیدل چې نتیجه یې څه ده. وموړې له محکمې پرته وژنو په تړاو خبرو کې وویل، د پاکستان قانون وايي، چې څوک تېروتنه وکړي، محکمې ته یې کش کړئ، خو په زرګونو پښتانه له عدالت پرته وژل شوي دي. د ورکو کسانو په تړاو نوموړي خبرو کې وویل، چې خلک په مختلفو لارو وژل شوي، د کلیو نوم او تاریخ درته وايي، تاسو لاړ شئ، موږ چلباز خلک نه یو، چې بې ځایه تور لګوو، موږ ریښتوني خلک یو او تل ریښتیا وایو. د خپل غورځنګ او ځان په هکله یې نیوکو ته ځواب کې وویل، چې دی او پلار او وروڼه او ملګري یې هم ترهګر بلل شوي وو. نومووړي د پاکستان په رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی سره توپیري چلند کوي. هغه وويل چې موږ د پاکستانۍ رسنۍ درناوی کو، خو تاسو منافقت کوئ، زموږ د مخالفانو ټکی ټکی خبرې را اخلئ، خو زموږ دریځ او ریښتونولي نه وینئ.
د دې ناستې د امنیت لپاره ۶۰۰ پولیس ګومارل شوي وو.
===[[سوات]]===
منظور پشتین: د سوات امن ریاست تباه کړی دی، پوځي مرکز دې نه جوړیږي
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین په سوات کې د اتوار، یکشنبې په ورځ چې د (اپریل ٢٨، ٢٠١٨) سره برابرېږي د سوات په کبل میدان کې د زرگونو په شمیره کې پلویانو ته وینا کې ښاغلي پشتین په ریاست د وسلوالو د سرپرستۍ الزام ولگوي.
هغه وویل [[احسان الله احسان]]، [[مسلم خان]] او [[محمود خان]] دې عدالتونو ته پیش کړی شي. هغه وویل هیڅ بعید نه ده چې د پاکستاني طالبانو مشر [[ملا فضل الله]] چې د سوات دی هم لکه کې د [[احسان الله احسان]] د حکومت په ولکه کې کښېني.
منظور پشتین په سوات کې د پوځي چاوڼۍ د جوړیدو مخالفت وکړو. هغه غوښتنه وکړه چې امنتي ځواکونه دې د سوات نه بیرته ویستل شي.
د ملا فضل الله په مشرۍ کې وسلوالو په کال ٢٠٠٨ م کې په سوات د ریاست واکمني تر نیشت حده پورځ ختمه کړې وه، د سیمې انتظام یې په لاسو کې اخیستی و او مخالفین به په جار وهل ټکول او عامونو ځایونو کې به یې مخالفین ووژل. د پي ټي ایم د سوات په جلسه کې د بې درکه کسانو خپلوانو هم گډون وکړو او غوښتنه یې کوله چې ریاست دې د دوی د خپلوانو په لټون کې مرسته وکړي
 
په کال ٢٠٠٩ کې پوځ د وسلوالو خلاف عملیات پیل کړل. د سوات زیاتره اوسیدونکې په کورونو پریښودو مجبور شول. د عملیاتو ورسته پوځ وویل په سوات کې امن قایم کړی شوی دی او په سیمه کې د پرمختیا کارونه پېل کړی شوې دي. په سوات کې د پي ټي اېم اولسي غونډې ته د خېبرپښتونخوا، قبايلي سيمو او بلوچستان څخه په لويه شمېره کې خلک ورغلي وو. غونډې ته په لويه شمېره کې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان ورغلي او دوي د ځان سره د خپلو هغو خلکو عکسونه راوړلي چې خپل خپلوان يې ورک دي. دوي غوښتنې کوي چې د دوي خپلوان دې راخوشي کړی شي. د پي ټي اېم په جسله کې د پي ټي اېم د خپلو مشرانو ترڅنګ د پښتونخوا مخلي عوامي پارټۍ، عوامي ورکرز پارټۍ مشران، غړي او د مدني ټولنې فعالان هم راغلي دي. له دې وړاندې د بېلابيلو سيمو څخه اولسي غونډې ته د تلونکو خلکو په چيک پوسټونو نومونه ليکل کېده اندراج يې کولی شو او د هغې وروستو پرېښودی کېدل. هغه کسان چې په لارو کې په چيک پوسټونو ودرول شوي وو زياتره يې د جلسې مېدان ته ورسيدل.
 
===[[کراچۍ]]===
ښاغلي پښتين دا هم وویل، چې کراچۍ کې به هم غونډه جوړوي.