د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
←احمد شاه بابا او نادرشاه: په ليکنه کې املايي اشتباوې شوې وې نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون |
و د 180.222.139.165 (خبرې اترې) له خوا شوی سمون د Bloch khan تېر سمون ته بېرته وگرځول شو. نښلن: په شابېول |
||
۹۰ کرښه:
د نورو پښتنو سالارانو په ډله کې نادرشاه ذولفقار خان او احمد خان ته هم په درنه سترگه وکتل او د [[مازندران]] حکومت او ماليات يې ور وسپارل خو دلته دوه روايتونه دي:
«يو دا چې نادرشاه هماغه وخت احمد خان د خپل يساول (نوکريوال ضابط
«بل روايت دا دی چې احمد خان د خپل ورور ذولفقار سره د ۱۱۵۱ هـ کال په سر کې مازندران ته ولاړ او په ۱۱۵۴ هـ کال چې نادرشاه د هند فتح وروسته خراسان ته راوگرځېد د هېواد د نورو مشرانو په ډله کې احمد خان هم د مازندران نه د نادرشاه ښه راغلاست ته راغی<ref>لوی احمد شاه بابای افغان - ۷۸، ۷۹ مخونه</ref> او څنگه چې نادرشاه د هند او [[بخارا]] او [[خوارزم]] په جگړو کې د پښتنو مېړانه ليدلې وه نو ددې لپاره چې پښتنو ته خپله خاصه پاملرنه وښيي نو احمد خان يې په خپلو منصبدارانو کې واخيست او تر لږې مودې وروسته چې د احمد خان لياقت، قابليت، کفايت او جرآت ورڅرگند شو نو پر هغه یې لا زيات باور راغی او ورځ په ورځ ورباندې گرانېدی او تل به د نادرشاه په حضور کې وه او نادرشاه به په زياترو مجلسو کې خپلو اميرانو او نديمانو ته وييل: "در ايران و توران و هندوستان مردی چون احمد خان حميده خصال و پسنديده افعال نديدم<ref>سراج التواريخ - ۱ تر ۹ مخ</ref>" حتا وايي چې نادرشاه يوه شپه له خوبه راپاڅېد او احمد خان يې خپل حضور ته وباله او هغه ته يې ووييل: "بعد از مرگ من رتبه سروري به تو خواهد رسيد، لازم است که از من فراموش نکرده به اولاد من احسانات نمای<ref>تاريخ سلطاني - ۱۲۱ مخ</ref>".»
|