د "ملا محمد عمر" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون |
و ←مخینه نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون |
||
۳۰ کرښه:
== مخینه ==
ملا محمد عمر(مجاهد) د مولوي غلام نبي هوتک زوي، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ زېږدي کال سره سمون خوري د افغانستان د [[کندهار ولايت|کندهار ولایت]] د [[د خاکرېز ولسوالۍ|خاکریز ولسوالۍ]] [[چا همت کلی|د چا همت]] کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی. د ملامحمد عمرمجاهد والد مرحوم مولوي غلام نبي هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنیاته راغلی دی او د همدې سیمې په مختلفو دیني درسونو او دائرو کې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړې، چې بیا په یاده سیمه کې د تدریس او اسلامي دعوت په چارو کې د زیار او مصروفیت له امله د خلکو په منځ کې د یو ښه علمي او ټولنیز شخصیت په توگه وځلید . د ملامحمد عمر له زوکړې دوه کاله وروسته د هغه والد د کندهار له خاکریز ولسوالۍ څخه ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ د نودې کلي ته ولاړ او هلته د خپل ژوند ترپایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت ؤ، نوموړی په۱۳۴۴هجري لمریزکال کې چې له ۱۹۶۵زېږدي کال سره سمون خوري په همدې سیمې کې وفات او د کندهار ښار د طالبانو په پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل
که څه هم چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د ٢٥ ميليونو وگړو ولسمشر و خو نړېوالو ته د هېښتابه خبره دا وه چې د يوه هېواد د هېوادمشرۍ سره سره د ده په هکله ډېر لږ مالومات يې خلکو سره
د هغه د واکمنۍ پر مهال د هېواد څخه دباندې نورې نړۍ سره ټول امرونه او کارونه د هغه وخت د باندنيو چارو وزير، مولوي [[وکيل احمد متوکل]] پرمخ بېول.
== زده کړې ==
ملا محمد عمرمجاهد په اته کلنۍ کې د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره د روزگان ولایت د دهراود ولسوالۍ د شهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې ته شامل شو. ددغې مدرسې سرپرستي هم د ملامحمد عمر د تره مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده او ملامحمد عمر هم لومړنۍ دیني زدکړې له نوموړي څخه پیل کړې .د ملا محمد عمر دواړو ترونو په تیره مولوي محمد انور د نوموړي په دیني روزنې او پالنې کې ځانگړی رول درلود .ملا محمد عمر د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطې دورې په همدغې مدرسې کې په بريالۍ توگه پای ته ورسولې او اتلس ۱۸ کلنۍ ته له رسیدو سره یې په افغانستان کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل بهیر یې په کال ۱۳۵۷ هـ ل ـ۱۹۷۸ م زېږدي په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له لامله نیمگړې پاتې شوې.
|