د "د کندهار تاریخ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۲۸ کرښه:
دا ښار د افشار نادر تر تاړاکه لا ودان و او کله چي نوموړي د (١١٥٠ هـ ق) په سر کي د هوتکو ملي حکومت ړنګ کړ، ورسره سم يې د کندهار زوړ ښار په بشپړه توګه وران کړ.
==نادرآباد==
دريم ښار د (نادرآباد) په نامه يوه نظامي کلا وه، چي په ١١٥٠ هـ ق کي د نادر افشار له خوا جوړه سوې وه. <ref>{{cite web | url= http://hotakonline.com/uploads/Maqalay/Others/naderabad.aw.dasht.e.lagan.pdf | title=د هوتک ډاټکام.کام څخه | author=کندهار تاریخ | date= Mayمې 2017٢٠١٧| publisher= | via=}}</ref> .
افشار نادر د کندهار د زاړه ښار د کلابندۍ په دوران کي د اوسني کندهار جنوب ته د شيرسرخ زيارت په شاوخوا کي يو ښار جوړ کړ، چي د (تاريخ احمدشاهى) په استناد يوه محقره کږه وږه کلا وه او پراخوالى يې د پخواني ښار له څلرمي برخي سره برابر نه و. لوى احمدشاه بابا د خپلي تاجپوشۍ مراسم د همدې کلا تر څنګ د شير سرخ بابا په زيارت کي سر ته ورسول او د سلطنت تر لسم کال پوري په همدې ښار (کلا) کي اوسېدى، چي بيا يې د نوي ښار د جوړېدو چاري پيل کړې.
 
==د کندهار اوسنى ښار==
لوى احمدشاه بابا د خپل سلطنت له لومړيو وختو څخه په دې فکر کي و، چي د هېواد د پايتخت په توګه د کندهار نوى ښار جوړ کي، ځکه د نادرآباد نظامي کلا له يوې خوا دونه پراخه نه وه، چي د يوې لويي امپراتورۍ د پايتخت لپاره دي مناسبه او موزونه وي او له بلي خوا يې موقعيت هم پر يوه داسي سيمه و، چي ډېره نمناکه وه، ځکه يې نو تر ډېرو سلا او مشورو او ليدنو کتنو وروسته د کندهار د اوسني ښار سيمه غوره وبلله او د (١١٦٩ هـ ق) د ربيع الثانى په لومړۍ ورځ د احمدشاهي کندهار د تاداو ډبره کښېښووله سوه. دغه ښار د اشرف البلاد په صفت ونومول سو او د درانۍ امپراتورۍ د يوه لرغوني پايتخت او مرکز په څېر يې حيثيت پيدا کړ. دغه ښار د تاريخ په اوږدو کي د مختلفو داخلي او خارجي مورخينو او سياحانو په ليکنو او اثارو کي ذکر سوى دئ او د دغه تاريخي ښار پر لرغونتوب، قدامت او معمارۍ يې ليکني کړي دي.