د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۲۷۰ کرښه:
احمد شاه بابا ټول خلک د یو لوی پاچا په حیث پېژني خو په دې نه پوهېږي چې یو ملي مبارز او شاعر هم وو.
ده په کوچنیوالې کې دیني علوم خط او کتابت د خپل وخت د عالمانو څخه زده کړې وو, او د ښه سواد خاوند وو, او په پښتو او پارسي ژبو کې لیکنه کړې دي.
لوی احمد شاه بابا د زمامدارۍ او پادشاهۍ ترڅنګهترڅنگه د شعر او شاعرۍ سره ډېره لېوالتیا درلودله او کله به چې د خپلو فتوحاتو او کارونو څخه فارغېده د مهمو حوادثو او واقعو یاد به یې په خپلو اشعارو کې کاوه او په دې ډول شعرونه یې لیکل. لکه چې د یوې برۍ نه راستون شوې نو دا لاندې غزل یې لیکلې:
 
چي بر کړې مي خدای لاس په رقیبانو.
چي له یاره سره خوښ هم کناره ځم.
 
چي د هند د ملکو فتحه مي روزي شوه.
تره به زه د هند په لور په تماشه ځم.
 
پر دا کړې داد دی خدای نشي پښېمانه.
نو ایران لره په توغ په نغاره ځم.
 
معشوقې د ایران ډېرې ترکي شوخې.
تر نګيننگين مي ایران لاندي شاهانه ځم.
 
زه د تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم.
په مدد د حبیب هره خواه ته تازه ځم.
 
چي زما د ولایت فتحه روزي شوه.
ترو به څه د یار له نازه کناره ځم.
 
احمد شاه دنیا فاني ګڼمگڼم چي نشته.
دنیا پاته له ایمان به سره ځم.
 
 
۲۹۷ کرښه:
# د احمد شاه بابا د پښتو ژبې د اشعارو بشپړ ديوان
د بابا د پښتو اشعارو دیوان چې د لومړي ځل دپاره په کال ۱۳۱۹ هجري شمسي کې په کابل کې د پښتو ټولنې لخوا د علامه عبدالحی حبیبی د يوې اوږدې سريزې په اهتمام چاپ شو.او بيا په کال ۱۹۶۳ سپوږمیز (میلادي) د نومبر په مياشت په پېښور کې د پښتو اکېډمۍ لخوا چې د دوو نورو خطي نسخو سره مقابله شوې وو، چاپ او خپور شوې دي.
د بابا په اشعارو کې ملي, عشقي, تصوفي, او اخلاقي برخه لیدل کېږي.خو د دې سره سره د تصوف او اخلاقو برخه ډېره بارزه ده, اشعارو یې ډېر زیات میهني, ملي, او حماسي چې د وطن دوستۍ څخه ډکه ده په دې دیوان کې شامل دي. دا ديوان دوه نیم زره (۲۵۰۰) بیتونه لري په اشعارو کې یې [[غزل, ]]،[[رباعي, ]]،[[قطعه, ]]،[[مخمس ]]او [[مربع]] برخه لیدل کېږي.
دا یو بل د تصوف د کلام نمونه یې:
په آشنا به خبر نشم.
څو خبر نشم له ذاته.
 
که د خپلې خودۍ تیر شم.
خود به زه شمه مراته.
 
معرفت به مي روزي شي.
که فاني شم و فنا ته.
 
دا د یار مینه خوږه ده.
چي پریکړې سر د زیاته.
 
د حماسي اشعارو له جملې څخه دا لاندې غزل دی چې په انګرېزي, هندي او پاړسي ژبو ژباړه شوې هم دي.
#هیواده
 
ستا د عشق له وینو ډک شو ځیګرونهځیگرونه.
ستا په لاره کي بایللي زلمي سرونه.
 
تاته راشمه زړګۍزړگۍ زما فارغ شي.
بې له تا مي اندېښنې د زړه مارونه.
 
که هر څو مي د دنیا ملکونه ډېر شي.
زما به هیر نشي دا ستا ښکلې باغونه.
 
د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد کړم.
زما د ښکلي پښتونخواه د غرو سرونه.
 
د رقیب د ژوند متاع به تارتار کړم.
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه.
 
د فرید او د حمید دور به بیا شي.
چې په تورو پښتانه کړي ګذارونهگزارونه.
 
که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا شې.
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونهډگرونه.
 
احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا.
که ونسي د تمام جهان ملوکونه.