د "غزل" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و د "غزل" ژغورنه لرې شوه
۱ کرښه:
{{غځول}}
'''غزل''' د [[عربي]] ژبې يو لغت دی او [[پښتو]] ته د [[فارسي]] د لارې راغلی دی. د دغه لغت لفظي مانا د ښځو سره خبرې دي خو اديبان شاعران يې د محبوب د ښايست او ښکلا د ستاينې هغه شعري ټولګيټولگي ته وايي چې لومړنۍ دوه کرښې يا مصرعې يې يو شان وزن (څپې يا سېلاب)، قافيه او رديف ولري چې دې ته مطلع هم وايي. په درېمه مصرعه يې د وزن يا سېلاب قيد وي خو د قافيې او رديف تر قېد لاندې نه وي. ورپسې بيا په څلورمه مصرعه کې لکه د لمړنۍ مصرعې د وزن، قافيې او رديف قيد لازمي دی او په همدې توګهتوگه مخکې ځي.
د شعرونو د شمار او مضمون قيد پرې نشته خو عموماُ خلک په غزل کې د لږ نه لږ پينځه شعرونه ليکي. د مضمون دې آزادۍ غزل ډېر خوندور کړی دی او دغسې په يو غزل کې د محبوب ښايست، د هغه نه ګيله،گيله، د وخت د حکمران نه فرياد، د تصوف معراج غوندې مضمونونه پکې ځايېدی شي. په قافيه او رديف پوهېدل دومره ګرانگران نه دی خو د وزن يا سېلاب خبره بيا ځانته وضاحت غواړي او د دې څرګندونېڅرگندونې لپاره به د حمزه بابا دا غزل وړاندې کړو چې وايي:

تا چې سبا وکه سبا نه راځي
۱۴ کرښه:
را شي په هر چا خو په ما نه را ځي

دغه دواړه مصرعې يو شان سېلاب يا وزن لري او دغسې په هره مصرعه کې ١١، ١١ څپې دي. نو شاعر ته پکار دی چې که د خپل شعر وزن کچ کوي نو په څپو کې دې ووېشي او پخپله به پرې پوه شي.
Line ۲۳ ⟶ ۲۲:
څو ځله بيا وکړي خو بيا نه راځي

ښکليه چې موسکی په ټيټو سترګوسترگو شې

هېڅ دې اندازه د ښکلا نه راځي

ووايه زاهد ته ګناهگناه زه کوم

زور يې خو کمبخته په تا نه راځي
Line ۳۳ ⟶ ۳۲:
عشق دی لکه وخت، اوسه حمزه پکې

تل وي په تګتگ بېرته په شا نه راځي

د غزل د ښکلا او شهرت وجه دده سادګي،سادگي، د مصرعو ښايست، د ژبې خوږوالی او د مضمون آزادي ده. اوس که غزل څوک نور خوږوي نو هغه د تخيل ښکلا ده، نازک خيالي ده، خوندور تشبيحات دي، اشارات او کنايات دي. چېرته چې په [[پښتو]] کې د ساده غزل خبره راځي نو هغه بيا د [[حمزه بابا]] نه سلهاوو کاله وړاندې [[اکبر زمينداوري]] ليکلی دی، چې په دې توګهتوگه دی:

Line ۴۵ ⟶ ۴۴:
که مې وژنې که مې پېرې ستا رضا ده

دغه ستا د نغري سور انګارانگار په سر وړم

ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل دی
Line ۵۱ ⟶ ۵۰:
تل په زړه کې دغه فکر زه اکبر وړم

[[وېشنيزه:د شعر ډولونه]]
"https://ps.wikipedia.org/wiki/غزل" نه اخيستل شوی