د "ویروس" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۶۶ کرښه:
« د حجرو مقاومت د ويروسونو د مداخلي په اثر »
په يوه وخت کي يواځي يو ويروس د بدن يوه حجره د حملي لاندي نيسي. وروسته يو ويروس د يو بل ويروس سايتوپلازم کي دهماغه حجري په هسته کي داخليږي او دواړه ويروسونه کولي شي په يوه حجره کي تکثروکړي.
*Inter Feron : علمي څيړنو ښودلي ده کومي حجري چي د ويروسونود حملي لاندي راځي يو منحل پروتين توليدوي چي د Interon په نوم ياديږي. دا ماده د هغو حجرو په دننه کي داخليږي کوم چي د ويروسونو د حملي لاندي نيول شوي وي. کله چي د ويروس ذري په حجره کي داخل شي انترفيران د هغوي د تکثر د دريدو سبب کيږي امکان لري چي په هغوي کي د نوکليک اسيد د جوړولو مانع وگرځي. مختلف انترفيران د مختلفو حيواناتو پواسطه تهيه او د حجرو پواسطه د ويروسونو په مقابل کي د دفاع په خاطر استعماليږي.
د انترفيران او د انتي باډي مقاومت د يوڅو ورځو پوري وي او وروسته له هغه ضعيفه کيږي .
==« بکتريايي ويروسونه »==
ويروسونه داسي موجودات دي چي بکتريا د حملي لاندي نيسي . دا موضوع په 1915 او 1915 ع کلونو کي د انگلسي څيړونکو لکه د Twort او فرانسوي عالم d.Herelle پواسطه کشف شو او d.Herelle هغوي يي د Bacteriophage په نامه ياد کړل چي نن ورځ هغه لنډ نوم ( Phage ) دي. Phage لکه د نورو ويروسونو ، د چنگښو د بچيو او يا د لکي لرونکو چنگښي بچيو په شان دي او د هغوي سرونه ډيرلوي دي او لرونکي د استوانه يي شکله لکي چي شپږ کلکي رشتي لري.
لکي يي ممکن لنډه او يا اوږده وي لاکن د ويروس حرکي عضوه نه شميرله کيږي. د ايزوتوپ تجربو ښودلي ده چي D N A د وروس د سرپه برخه کي د يوه پروتين پوښ پواسطه پوښل شوي. لکي يي هم د پروتين څخه جوړه شويده. کله چي دا ويروس بکتريا د حملي لاندي نيسي. د دي ذري د بکتريا حجرو سره په تماس کي راځي. په ابتدا کي لکي د حجروي غشاء سره بکتريا نښلي چي دا لکي له ځانه انزايم ترشح کوي او د بکتريا حجروي غشاء منحل کوي او وروسته د D N A رشته د ويروس د سر برخي څخه د استواني له لياري د بکتريا حجري په ميزبان کي دننه کيږي .د سربرخه يي D N A نه لري> د حجري د لکي سره د بکتريا حجري باندني برخه کي ځاي نيسي اود حجروي غشاء سره نښتلي وي اود نيم ساعت (30 mints) وقفي څخه وروسته د بکتريا حجره له ځانه متلاشي کيږي يعني منحل کيږي. ( دا عمليه د Lysis په نوم ياديږي ) او يوشمير ځوان او رسيدلي Phage ويروسونه ( 30 – 300 پوري ) ازاديږي .
د Phage د تکثر ميخانيکيت د داخل کيدو څخه آن د حجري تر تخريب پوري ډير په زړه پوري دي او دا دوره د Latent period په نوم ياديږي. پدي برخه کي علمي څيړني سرته رسيدلي. د مثال په ډول کچيري د بکتريا حجري د ويروس د مداخلي څخه وروسته په ( 12 ) دقيقو کي تخريب شي د ( Phage ) هيڅ يوه ذره به ونه ليدل شي. د دي څخه وروسته که د بکتريا حجرو ذري په وقفو سره تخريب شي د Phage ځوان او رسيدلي ذري په زيات شميرسره ترڅو پوري چي حجره په کلي توگه منحله شي وبه ليدل شي. Phage ) ) د حجري په دننه کي دوه مهم فعاليتونه سرته رسوي:
١ –# د Phage DNAتوليدوي چي دهري ذري لپاره يوماليکول جوړوي
٢ –# د نوي پروتين ترکيب چي د هغه پوسيله سرونه او لکي يي د نوي ذري لپاره لازم دي .
ټول پورتني پيښي د ويروس د D N A د داخليدو له امله صورت نيسي چي د دي په مقابل کي د بکتريا د حجري په وسيله يو شمير انزايمونه هم تهيه او منځته راځي د دي په عوض چي د حجري ميزبان D N Aتهيه کړي Phage هغه تهيه او ترکيب کوي.
امينو اسيدونه د دي په عوض چي پروتين د حجري ميزبان جوړ کړي هماغه پروتين جوړولو لپاره په کار وړل کيږي. انرژي چي د تعاملاتو د اجرا کولولپاره په کار وړل کيږي هغه هم د حجري ميزبان پواسطه توليد او په کار وړل کيږي. د Lateat (پټ يا hiddeb) دوري په پاي کي د Phage ټولي ذري سره يو ځاي کيږي.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ویروس" نه اخيستل شوی