ويروسونه هغه کوچني ژوندي اجسام دي چي د الکتروني مايکروسکوپ پواسطه ليدل کيږي . ځکه چي ډير کوچني اجسام دي چي کوچنيوالې يي 0.027M او د ټولو څخه لوي يي 0.4 M په شاوخوا کي قطر لري . دوي د رکتسيا په شان د ژوندوي اجسامو له پاسه ژوند کوي. ويروسونه مختلفي ناروغي لکه انفلوينزاInfluenza شيري , Measeles ريزش يايخ وهلي Common Cold او نورو سبب کيږي . د طبقه بندي اصولو د اسانتيا لپاره په ملل متحد کي د بيولوژي کتگوري په لويه غونډه کې ځيني عمومي قوانين وضع کړل شويدې چي مونږ يي په لاندي ډول تري يادونه کوو. ١ – د ارگانيزم کلاس ( ( Class : د کلاس نوم په اخر کي دmycetes راځي لکه Schizo mycetes . ٢ – د ارگانيزم اردر ( Order ) : د اردر نوم په اخر کي ales راځي لکه Pseudo mono dales . ٣ – د ارگانيزم فاميلي ( Family ) : د فاميلي نوم په اخر کي aceae راځي لکه Entro bacteriaceae . ٤ – د ارگانيزم جنسGenus : د جنس په اخر کي د genus د جنس نوم په لاتين او يوناني ژبو ليکل کيږي او يا د يوه سړي نوم ته د لاتين ژبه ورکول کيږي . د مثال په ډول Bacillus وړوکي ميله يي شکل ، Sarcina د يو بندل معني لري همدارنگه Pasteurilla چي د يو لويس پاستور نوم څخه اخيستل شويدي ذکر کوو . د جنس نوم لومړني توري هميشه په غټ توري ليکل کيږي. ٥ – species : لومړني توري يي کوچني توري وي او عموماً توصيفي کلمه ده لکه alba ( سپين ) د يوه ارگانيزم نوم هميشه په binomail په سيستم ليکل کيږي چي د سويدني عالم C.V linneus نبات پيژندونکي پوسيله 1777 – 1778 ع کال کي طرح شويدي . د بکتريا نوم د جنس Genus او سپيسيز سره يو ځاي د يو واحد نوم ليکل کيږي . ويروس له لاتيني کليمې () څخه اخيستل شوی دی چې د زهري مايع مانا لري، چې د لومړي ځل لپاره د تنباکو په پاڼې کې کشف شو، دا چې ويروسونه د ژونديو موجوداتو ټول خصوصيات نه لري او له يوې ژوندۍ حجرې نه بېرون ژوند نشي کولی، نو له همدې کبله ژونپوهان ويروسونه ژوندي جسمونه نه ګڼي.[۱] 1) پرازيت ژوندي اجسام دي چي د ميزبان بدن په داخل کي ژوند کوي او خپل غذايي مواد د ميزبان څخه لاسته راوړي . All living organism

Plant kingdom Animal kingom Phyllum or ……...…. Protophyta ………….. Thallophyta Division ……….. ( most primitive ( Plant an bacteria ) Sub – division ……. Eumycota……. Algae lichens

Class … micro tato biotis ( Virus ) Phycomycetes Basidio mycete schizomycetes schizophyceae ascomycetes bllu green algae Fungi – Imperfect

Order ……. Pseudo mono dales Chlimydo bacterialel Bypho micro bales Eubacterales acteno mycetales caryo phanales baggiatoales myxo bacteriales myco plasmatales

spiro chaetales

ويروسونه سمول

ويروسونه نسبت بکترياو ته کوچني اجسام دي او د پخوا وختونو څخه د بيولوژي پوهانو ته معلومه ده چي دوي ډېر کوچني اجسام دي او د فلتر څخه تېرېدلی شي.په حيواناتو او نباتاتو کې د ډول ډول ناروغيود توليد سبب کيږي. ويروسونه په څلورو عمده گروپونو تقسميږي. ١ – حيواني ويروسونه : په حيواناتو او انسانانو کي د ناروغيو د منځته راوړلو سبب کيږي. ٢ – نباتي ويروسونه : په ډيرو کلونو کي دا ويروسونه په گلداره نباتاتو کي د ناروغيو د توليد سبب کيږي. په 1962 ع کال کي په يوه اصلاح شوي مرخړي کي د ناروغي د عامل سبب شويدي او په 1913 ع کال کي يو بل ويروس کشف شو چي په شين آبي الجيانو کي ناروغي منځته راوړي. ٣ – د بکترياوو ويروسونه : په بکترياو او په Actinomycetes باندي حمله کوي او ناروغه کوي يي . ٤ – د حشراتو ويروسونه : په حشراتو باندي حمله کوي او د هغوي پواسطه انسانانو ته انتقاليږي. هغه ناروغي چي د حيواني ويروسونو پواسطه منځته راځي عبارت دي له انفلوئينزا- شيري- چيچک- ريزش- سينه بغل- ژيړي . ويروس په انسانانو او نورو حيواناتو کي د ځيني تومورونو د پيدا کيدو سبب کيږي. س نباتي ويروسونه په کچالو- بانجان رومي- گني- جوار- ککو- لبلبو- غنم-شفتالو- لوبيا- وريجي- بادرنگ- الوبالو- مڼه- الو- زردالو- تنباکو او نورو باندي حمله کوي او په هغوي کي د ناروغيو د توليد سبب گرځي. څرنگه چي د ويروسونو زرع کول په مصنوعي محيط کي منفي نتيجه ورکړه نو لازمه ده چي د هغوي د زرع کولو لپاره د ژوندي انساجو څخه کار واخيستل شي. د ويروسونو مطالعه د عادي مايکروسکوپ پواسطه صورت نه نيسي بلکي د الکتروني مايکروسکوپ پواسطه صورت نيسي. څرنگه چي جسامت يي ډيرکوچني دي نوپه ملي مايکرون m M اندازه کيږي. ( يو ملي مايکرون د مايکرون دزرمي برخي څخه عبارت دي ) او د يو ميلي متريو زرمي برخي سره مساوي دي. يعني 1m M= 1 M = 1 mm ويروسونه د جسامت له رويه يو له بله سره توپير لري. همدارنگه د شکل له رويه هم سره توپير لري. جسامت يي د 5 – 12 ملي مايکرون پوري ټاکل شويدي.

د ويروسونو تکثر او جوړښت سمول

ويروسونه نظر نورو حجرو ته لرونکي د ساده او بسيط جوړښت دي. د ويروس حجره لرونکي د دوه ډوله لوي جوړښت دي. ١ – يو خارجي پروتيني پوښ چي تقريباً % 94 فيصده پروتين لري ( لکه د موزائيک تنباکو ويروس) . ٢ – يوه داخلي هسته چي لرونکي نوکليک اسيد دي . چيچک د ويروسونو غټوالي نسبت نورو ويروسونو ته لوي دي او د هغوي داخلي جوړښت پيچلي دي او مکعبي شکل لري. پداسي حال کي چي د انسانانو او د نورو حيواناتو ويروسونه لرونکي د کروي جوړښتونو دي. د انفلوئينزا ويروس لرونکي د ميله اي يا کروي شکل دي چي قطر يي 120 ملي مايکرون ته رسيږي . لکه څرنگه چي مخکي مو و ويل د تنباکو موزائيک ويروس د ستني په شان يا ميله ډوله شکل لري چي د فلتر عمل پوسيله څرگنديږي. دا ويروسونه هم لرونکي د يو زيات مقدار پروتين دي چي د رايبونوکليک اسيد شاوخوا پوښلي ده. پخپله ويروس په خپل ذات کي بي ضرره دي لاکن د هغه R N A ( رايبو نوکليک اسيد ) خطرناکه دي. د پورتني معلوماتو له رويه ويلي شو چي ټول ويروسونه لرونکي د عين جوړښت يعني د خارجي پروتيني غشاء چي د Capsid په نوم ياديږي. او د يوه نوکليک اسيد (R N A ) يا د (D N A ) پروتيني غشاء پواسطه پوښل شويدي . کله چي د ويروس د ژوندي جسم څخه جلا شي تکثري توقف کوي او د هغه ميتابوليکي فعاليتونه دريږي. يواځي د هغوي تکثر د ژوندي جسم په ژونديو انساجو کي چي د هغوي پواسطه مخريب شوي وي صورت نيسي. څرنگه چي د ژوندي جسم په بدن کي انزايمي سيستم موجود دي نو د هغه څخه گټه اخلي او د ژوندي جسم ميتابوليکي طريقي ته بدلون ورکوي ترڅو وکولي شي لکه د نورو ويروسونو په شان توليد وکړي . ټول نباتي ويروسونه لرونکي د ( R N A ) او (D N A ) دي او ټول حيواني ويروسونه يا R N A ) او يا (D N A ) په خپل جوړښت کي لري. Inclusion Bodies : کروي او يا بيضوي شکله اجسام دي چي د حجري په دننه کي د اکثرو ويروسونو پواسطه تخريب کوي تشکيليږي. په ځينو حالتونو کي دا اجسام د حجري په هسته کي چي د ويروس پواسطه تخريبيږي تشکيل او په ځينو حالتونو کي د ژوندي جسم حجري په سايتوپلازم کي ليدل کيږي. دا د ويروس د پيژندونکو او پتالوجستانو لپاره ډير گټور دي. ځکه چي د ويروس پيژندني لپاره او کوم مرض چي منځته راوړي مرسته کوي . دغو اجسامو ته مشخص نومونه ورکړل شويدي ترڅو د ويروس په تشخيص او کومه ناروغي چي توليده وي يي تشخيص کيږي. د ځينو مهمو د نومونو څخه يادونه کوو. Negri bodies – د Rabies ( د ليوني سپي ) لپاره . Gnarnieri bodies – د Vaccina ( د چيچک ويروس ) لپاره . Councilman bodies – د Smalpox ( د چيچک ) لپاره .

ويروسونو مقاومت سمول

ځيني ويروسونه د يخني په مقابل کي مقاومت لري او د (- 70 c) درجي پوري ژوندي پاتي کيدلي شي. لاکن اکثره ويروسونه د 65c – 55c درجو پوري له منځه ځي. ځيني ويروسونه د ايتر ( انفلوئينزاويروس ) پواسطه له منځه ځي. « د حجرو مقاومت د ويروسونو د مداخلي په اثر » په يوه وخت کي يواځي يو ويروس د بدن يوه حجره د حملي لاندي نيسي. وروسته يو ويروس د يو بل ويروس سايتوپلازم کي دهماغه حجري په هسته کي داخليږي او دواړه ويروسونه کولي شي په يوه حجره کي تکثروکړي.

  • Inter Feron : علمي څيړنو ښودلي ده کومي حجري چي د ويروسونود حملي لاندي راځي يو منحل پروتين توليدوي چي د Interon په نوم ياديږي. دا ماده د هغو حجرو په دننه کي داخليږي کوم چي د ويروسونو د حملي لاندي نيول شوي وي. کله چي د ويروس ذري په حجره کي داخل شي انترفيران د هغوي د تکثر د دريدو سبب کيږي امکان لري چي په هغوي کي د نوکليک اسيد د جوړولو مانع وگرځي. مختلف انترفيران د مختلفو حيواناتو پواسطه تهيه او د حجرو پواسطه د ويروسونو په مقابل کي د دفاع په خاطر استعماليږي.

د انترفيران او د انتي باډي مقاومت د يوڅو ورځو پوري وي او وروسته له هغه ضعيفه کيږي .

بکتريايي ويروسونه سمول

ويروسونه داسي موجودات دي چي بکتريا د حملي لاندي نيسي . دا موضوع په 1915 او 1915 ع کلونو کي د انگلسي څيړونکو لکه د Twort او فرانسوي عالم d.Herelle پواسطه کشف شو او d.Herelle هغوي يي د Bacteriophage په نامه ياد کړل چي نن ورځ هغه لنډ نوم ( Phage ) دي. Phage لکه د نورو ويروسونو ، د چنگښو د بچيو او يا د لکي لرونکو چنگښي بچيو په شان دي او د هغوي سرونه ډيرلوي دي او لرونکي د استوانه يي شکله لکي چي شپږ کلکي رشتي لري. لکي يي ممکن لنډه او يا اوږده وي لاکن د ويروس حرکي عضوه نه شميرله کيږي. د ايزوتوپ تجربو ښودلي ده چي D N A د وروس د سرپه برخه کي د يوه پروتين پوښ پواسطه پوښل شوي. لکي يي هم د پروتين څخه جوړه شويده. کله چي دا ويروس بکتريا د حملي لاندي نيسي. د دي ذري د بکتريا حجرو سره په تماس کي راځي. په ابتدا کي لکي د حجروي غشاء سره بکتريا نښلي چي دا لکي له ځانه انزايم ترشح کوي او د بکتريا حجروي غشاء منحل کوي او وروسته د D N A رشته د ويروس د سر برخي څخه د استواني له لياري د بکتريا حجري په ميزبان کي دننه کيږي .د سربرخه يي D N A نه لري> د حجري د لکي سره د بکتريا حجري باندني برخه کي ځاي نيسي اود حجروي غشاء سره نښتلي وي اود نيم ساعت (30 mints) وقفي څخه وروسته د بکتريا حجره له ځانه متلاشي کيږي يعني منحل کيږي. ( دا عمليه د Lysis په نوم ياديږي ) او يوشمير ځوان او رسيدلي Phage ويروسونه ( 30 – 300 پوري ) ازاديږي . د Phage د تکثر ميخانيکيت د داخل کيدو څخه آن د حجري تر تخريب پوري ډير په زړه پوري دي او دا دوره د Latent period په نوم ياديږي. پدي برخه کي علمي څيړني سرته رسيدلي. د مثال په ډول کچيري د بکتريا حجري د ويروس د مداخلي څخه وروسته په ( 12 ) دقيقو کي تخريب شي د ( Phage ) هيڅ يوه ذره به ونه ليدل شي. د دي څخه وروسته که د بکتريا حجرو ذري په وقفو سره تخريب شي د Phage ځوان او رسيدلي ذري په زيات شميرسره ترڅو پوري چي حجره په کلي توگه منحله شي وبه ليدل شي. Phage ) ) د حجري په دننه کي دوه مهم فعاليتونه سرته رسوي:

  1. د Phage DNAتوليدوي چي دهري ذري لپاره يوماليکول جوړوي
  2. د نوي پروتين ترکيب چي د هغه پوسيله سرونه او لکي يي د نوي ذري لپاره لازم دي .

ټول پورتني پيښي د ويروس د D N A د داخليدو له امله صورت نيسي چي د دي په مقابل کي د بکتريا د حجري په وسيله يو شمير انزايمونه هم تهيه او منځته راځي د دي په عوض چي د حجري ميزبان D N Aتهيه کړي Phage هغه تهيه او ترکيب کوي. امينو اسيدونه د دي په عوض چي پروتين د حجري ميزبان جوړ کړي هماغه پروتين جوړولو لپاره په کار وړل کيږي. انرژي چي د تعاملاتو د اجرا کولولپاره په کار وړل کيږي هغه هم د حجري ميزبان پواسطه توليد او په کار وړل کيږي. د Lateat (پټ يا hiddeb) دوري په پاي کي د Phage ټولي ذري سره يو ځاي کيږي. د D N A متراکم ماليکولونه سر او لکي سره يوځاي کيږي او په نتيجه کي د حجري ميزبان منحل کيږي او د Phage ځواني ذري باقي پاتي کيږي.

٢ ١ ٤ ٣ شکل: د Phage جوړښت اودبکترياپه حجره کي دهغه داخليدل ښئيي. ١) ويروس خپل ځان د حجري سره نښلوي او Phage DNA د لکي له لياري د بکتريا سايتوپلازم کي داخليږي. ٢) په (٨) اويا په (١٠) دقيقو کي DNA د پروتين د توليد لپاره فعاليت پيل کوي ترڅو د نويو ويروسونو لپاره پروتيني پوښ جوړ کړي. ٣) د ( 10 – 15 ) دقيقو پوري ويروسونه د DNA پواسطه ډکيږي. ٤) تقريباً نيم ساعت وروسته د ويروس د حملي له پيل څخه د بکتريا حجره د نويو جوړشويو ويروسونو څخه ډکيږي او په نتيجه کي بکتريايي حجري څخه د ويروس نوي نسل له هغه ازاديږي.

سرچینې سمول

  1. بيولوژي د اتم ټولګي لپاره، پوهنې وزارت، دوهم څپرکی، ۹ مخ

وېشنیزه:کرنه وېشنیزه:مېوه وېشنیزه:د مېوو ناروغۍ وېشنیزه:زړي لرونکې مېوې