د "الېکسانډر برنېس" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
و clean up, replaced: ← (6), ← (2), ← using AWB
 
۱ کرښه:
[[Image:Sir Alexander Burnes.jpg|thumb|الېکسانډر برنېس په [[افغاني کالي|افغاني کالو]] کې]]
 
الېکسانډر برنس (Alexander Burnes) (د ۱۸۰۵ ز کال د می ۵، سکاټلېنډ - د ۱۸۴۱ ز کال د نوامبر ۲، کابل) يو انگرېز ديپلومات، د برتانوي پوځ [[تورن]]، سيلاني او څارگر وو، چې په لويه لوبه کې يې برخه درلوده او د افغان او انگلیس د لومړۍ جگړې پر مهال په [[کابل]] کې وو .
==مخينه==
الېکسانډر برنس د سکاټلېنډ په «مونټروز» [[ښار]] کې د يو مامور په کورنۍ کې زېږدېلی دی . دی د نامتو سکاټلېنډي شاعر روبرټ برنس د تره زوی (يا ښايي چې د ترور زوی) وو . له ۱۶ کلنۍ څخه يې [[د ختيځ هند کمپنۍ]] په برتانوي پوځ کې پر دنده پیل وکړ . دې کار له ده سره دا مرسته وکړه چې هندي او پارسي ژبې زده کړي او پر ۱۸۲۲ ز کال يې د [[هند]] په سورت ښار کې د ژباړن په توگه دنده تر لاسه کړه . پر ۱۸۲۶ ز کال «کاچ» ته واستول شو او هلته د برتانوي سياسي ايجنټ د مرستندوی په توگه وگومارل شو .
==څارگريزه کارندتیا يې==
الکېسانډر برنس پر ۱۸۲۹ ز کال انگرېز جگپوړيو چارواکو ته وړاندیز وکړ چې دی دې د [[د اباسین سیند]] په اوږدو کې سیمو ته د څارگرۍ لپاره واستول شي، خو په [[کلکته]] کې انگرېز چارواکو د ده دې وړانديز ته د کومو سياسي لاملونو پر بنسټ منفي ځواب ورکړ او ويي نه مانه . خو پر ۱۸۳۱ ز کال انگرېز چارواکو دی [[لاهور]] ته واستاوه او یو شمېر اسونه يې هم ورکړل چې د برتانيا د پاچا څلورم ويلهلم له خوا يې د هغه ځای مهاراجا [[رنجيت سېنگ|رنجيت سينگ]] (۱۷۸۰-۱۸۳۹) ته د ډالۍ په ډول ورکړي . انگرېزي لوري د سند واکمن ته دا احوال ولېږه چې اسونه پر وچه سيمه سفر نه شي کولای نو اړینه ده چې هغوی د اباسين سيند سیمې ته واستول شي . په دې سکالو کې د انگرېزانو رښتونې موخه دا وه، چې د اباسین سیند د وادې څار وکړي . په دې ډول الېکسانډر برنس افغانستان ته راغی، او لکه څنگه چې يې پارسي ژبه زده وه، نو ده خپله ظاهري څېره او کالي هم بدل کړي وو؛ جامې يې هم د افغانانو اغوستې او د ديپلوماتيکې دندې تر څنگ يې څارگري هم کوله . برنس په راوروسته کلونو کې د څارگرۍ لپاره له [[موهن لال]] سره يو ځای د [[افغانستان]] د [[هندوکش]] غره له لارې [[بخارا]] او ان [[پارس]] ته هم سفرونه وکړل .
 
==د افغان او انگليس په لومړۍ جگړه کې==
لکه څنگه چې الکېسانډر برنس د برتانوي هند د انگرېز چارواکو له خوا په کابل کې د سياسي استازي په توگه په دنده گومارل شوی وو، نو به يې د هند مرستيال واکمن [[جيورج ايډېن|جارج ايډن]] (۱۷۸۴-۱۸۴۹) ته دا سلا ورکوله چې پر افغان پلاز باندې د [[امير دوست محمد خان]] ملاتړ وکړي . خو مرستيال واکمن په کابل کې د انگرېز سفير [[وېليم حې مېکناټن|ويليام مکناټن]] سلا ته ارزښت ورکړ او هغه دا چې مکناټن ورته دا سلا ورکړې وه، چې [[شاه شجاع]] پر افغان پلاز باندې کېنول شي، چې په پایله کې يې دويمه افغان انگلیس جگړه پېښه کړه . په کابل کې پر پلاز باندې د شاه شجاع د کېنولو او د هغه د ملاتړ لپاره بيا هم همدغه الېکسانډر برنس کابل ته واستول شو . خو د ۱۸۴۱ زېږدي کال د نوامبر پر ۲ چې کله په کابل کې افغانانو د انگرېزانو پرضد پاڅون وکړ نو دی د افغانانو له خوا ووژل شو .
==اخځونه==
#https://ru.wikipedia.org/wiki/Бёрнс,_Александр
# https://ru.wikipedia.org/wiki/Монтроз_(город)
# https://ru.wikipedia.org/wiki/Бёрнс,_Роберт
# https://ru.wikipedia.org/wiki/Сингх,_Ранджит
# https://ru.wikipedia.org/wiki/Иден,_Джордж
 
 
 
 
 
 
 
 
[[وېشنيزه:بريتانوي ديپلوماتان]]