د "حج" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۶ کرښه:
== د حج اهميت ==
حج د اسلام ډېړ مهم عبادت دی په هر هغه مسلمان چې د حج کولو طاقت لري،په ژوند کې يو ځل فرض دی۔رسول الله فرمايي ''الله په تاسې حج فرض کړی دی نو ځکه حج کوئ''، يو بل ځای کې رسول الله فرمايي: ''د اسلام بنياد په پنځه ستنو باندې دی، د لااله الا الله گواهي ورکول،مونځ کول،زکوة وکول، د روژې په مياشت کې روژه کېدل اور حج کول''۔
 
د رسول الله (ص) ځخه یو ځل چا پوښتنه وکړه چې کوم عمل غوره دی ؟ هغه پ ځواب کې وفرمايل « الایمان بالله » یعني په الله ایمان لرل . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الجهاد في سبیل الله » یعني د الله په لیار کې جهاد کول . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الحج مبرور» یعنې حج چې پکې د ګناه نه ځان ژغورل شوی وي . د بیت الله نه د طواف په دوران کې د هر قدم په ایښودلو د مسلمان ګناه لیرې کیږي او مقابل کې ورته نیکي لیکل کیږي . په بیت الله کې یو لمونځ په لکونو لمونځونو حسابیږي او همدا راز په مسجد نبوي کې یو لمونځ په زرګونو لمونځونو حسابیږي . د حج په باره کې الله پاک داسې فرمایلي دي «او نیکي کوۍ او بیشکه چې خدای (ج) محبت کوي له نیکو کارو سره او پوره کړۍ حج او عمره د الله لپاره » .
 
همدا په دې سبب د کعبې شریفې د طواف تر څنګ د صفا او مروه تر منځ د شریعت د اصولو په چوکاټ کې مزل کول د حج له ارکانو څخه مهم رکن دی ، صفا او مروه په مکه معظمه کې د کعبې شریفې تر څنګ هغه دوه غونډۍ دي چې حضرت ابراهیم علیه السلام خپله میرمن هاجره بي بي د خپل زوی حضرت اسماعیل علیه السلام سره د همدې دوه غونډیو تر منځ پریښودل . هاجرې بي بي د تندې او اوبو د نشتوالي له کبله د دې دوه غونډیو تر منځ منډې رامنډې کړې چې پایله کې الله پخپل قدرت د حضرت اسمعیل (ع) د پښو په وهلو سره د زم زم چینه روانه کړه چې اوس ترې د نړۍ ټول مسلمانان د حج د مراسمو پر مهال د تبرک لپاره اوبه څښکي۔
 
== د حج فرض کېدلو شرطونه ==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/حج" نه اخيستل شوی