د "گلايکوليسېز" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۲ کرښه:
'''گلايکوليسېز''' د گڼ شمېر تعاملونو د لړۍ نوم دی چې گلوکوز په پايروېټ بدلوي او ورسره يو مقدار اډينوسين ټرايفاسفېټ هم توليدوي.دا تړنگنوم د [[يوناني ژبه|يوناني]] ژبې د وييکو ''γλυκύς'' (خوږ) او ''λύσις'' (حل کېدنه) څخه جوړ شوی.
 
گلايکوليسېز يوه مېټابوليکي پروسه ده چې په دې پروسه کې [[گلوکوز]] يا قنديات په پايروېټ بدلېږي. د همدې پروسې د ترسره کېدو وروسته چې کومه انرژي په لاس راځي هغه د هغې لوړې انرژۍ لرونکي مرکبونو په جوړېدنه کې لکه، د ATP اډېنوسين ټرای فاسفېټ او NADH نيکوټين اډېنين ډای نيوکليوټايډ کارېږي.
گلايکوليسېز د لسو پرله پورې تعاملونو يوه لړۍ ده چې لس مېنځگړي تعاملي مرکبات پکې ونډه ترسره کوي. همدا مېنځگړي مرکبات په گلايکوليسېز پروسه کې دننه کېدو ځايگی هم برابروي، د بېلگې په توگه ډېري يوقندي شکرې لکه فرکټوز، گلوکوز او گلاکټوز کولای شي چې د همدغو منځگړو مرکباتو په يوه يا بل پړاو کې تعاملي برخه واخلي.