Content deleted Content added
|
|
'''هستوي وسلې''' د دوو هستوي تعاملونو (هستوي انشقاق او هستوی اتحاد) پر بنسټ کار کوي. هغه چې د هستوي انشقاق پر بنسټ کار کوي د اټومي وسلو او هغه چې د هستوي اتحاد پر بنسټ کار کوي د هایډروجني وسلو یا بمونو په نامه یادېږي. د دغو وسلو د ویجاړۍ ځواک ډېر دی، اوږدمهاله او لڼدمهاله زیانونه لري چې له چټکې چاودنې پیل تر اور لګېدالگېدا او وړانګووړانگو اوږدمهاله خپرونې پورې رسېږي. د هستوي وسلو ډېر خطرناک ډول یې هستوي بمونه دي چې د سون توکي یې معمولا یورانیم او یاهم پلوټونیم وي په داسې حال کې چې د هایډورجني بمونو د سون توکي یوازې [[هایډروجن]] وي.
یو کوچنی (زر کیلو ګرامهگرامه) یا یو داسې هستوي بم چې یو ټن وزن ولري د یوه ښار ویجاړولو لپاره بس دی. د یو ټن یورانیمو انرژي د یوملیون ټنو باروتو له انرژۍ سره مساوي ده. نورې وړې هستوي وسلې هم شته چې د ټيټې یورانیم کاروي. د هستوي وسلو کارونه په بشپړه توګهتوگه بنده ده. ټیټه بیه، ډېره انرژي، د تعامل چټکتیا او لږه کتله د هستوي وسلو له ګټوگټو او د ویجاړۍ لویه کچه، له کنټرول وتلي زیانونه، اوږدمهاله اغېزې او د ساتنې پېچلی میخانیکیت (لارې چارې) د هستوي وسلو له ناسمو خواصو ګڼلگڼل کېږي. که چېرې دغه وسلې په هر چاپېریال کې وکارول شي نو هلته کیمیاوي، بیولوژيکي او هستوي بیړني حالات را منځ ته کوي. د دغو حالاتو لپاره په ټوله نړۍ کې هېوادونه ځانکړې ادارې یا هم د بېلابېلو ادارو په چوکاټ کې ځانګړيځانگړي واحدونه لري، د دغو ادارو یا واحدونو دنده دا وي چې امنیتي ځواکونه، د اور وژنې کارکونکي او په هېواد کې نور هر هغه څوک چې غواړي په داوطلب ډول له دغو ادارو سره کار وکړي وروزي او همدارنګههمدارنگه په خپله هم د بیړنیو حالاتو په حال کې د خلکو مرستې ته ور ودانګيودانگي.
|