د "هېنريک سېنکېويچ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 70 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q41502 (translate me)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Henryk Sienkiewicz.PNG|کيڼ|250px|بټنوک|هېنريک سېنکېويچ]]
'''هېنریک سېنکېويچ''' ( بشپړ نوم “ هېنریک ادام الېکساندر پیوس سېنکېویچ “ ) په ''([[پولېنډۍ ژبه|په کېپولېنډۍ ژبه]]: (Henryk Adam Aleksander Pius Sienkiewicz )'' د ۱۸۴۶ زېږدي کال د می ۵ پولېنډ ، پودلیاشې ، ولیا اوکشېیسکه - د ۱۹۱۶ ز کال د نوامبر ۱۵ سویس ، وېوې .
 
==ژوندلیک==
هېنریک سېنکېويچ په یوه داسې کورنۍ کې زېږېدلی ، چې شاهي کورنۍ ته نږدې ، خو نېستمنه شوې وه . د ده پلار له پولېنډي - لیتوايي تاتارانو څخه وو ، چې د “ ویتوفت “ د واکمنۍ پر مهال د [[لیتوا]] په لویه خانۍ کې مېشت وو . مور يې په خټه بېلاروسۍ وه . سېنکېویچ د جمنازیا [[ښوونځی]] پای ته ورساوه او پر ۱۸۶۶ – ۱۸۷۰ زېږدي کلونو يې د [[وارسا]] پوهنتون د طب ، [[تاریخ]] او فیلولوجۍ ( ژبپوهنې ، ادبپوهنې او متنپوهنې ) په پوهنځيو کې زده کړې وکړې . دی لا زده کړیال ( محصل ) وو ، چې پر ۱۸۶۹ ز کال يې په («Przegląd Tygodniowy» مجله کې لومړنۍ لیکنه چاپ شوه . له ۱۸۷۳ ز کاله راهیسې يې په پرله پسې ډول په “ پولېنډۍ ورځپاڼه “ کې کومېډي - هنري لیکنې خپرېدې او له دغې ورځپاڼې سره يې پرله پسې همکاري درلوده . له ۱۸۷۴ زېږدي کاله يې د “ نیوا “ اوونیزې خپرونې د ادبي برخې پازوالي او مشري پرغاړه درلوده . وروسته له ۱۸۸۲ ز کاله بیا د ځانساتې (محافظه کارې) ورځپاڼې “ سلووه “ پازوال چلوونکی شو .
پر ۱۸۸۱ ز کال يې له “ ماريیا شیتکېویچ “ سره [[واده]] وکړ . مېرمن يې څو کاله وروسته پر ۱۸۸۵ ز کال له نري رنځ ( توبرکلوز ) نه مړه شوه او دوه ماشومان يې مېړه ته ورپاتې شول . سېنکېویچ پر ۱۸۹۳ ز کال دویم واده له “ مارییا ولودکوویچ “ سره ، چې له “ ادېسې “ څخه وه ، وکړ ، خو پر ۱۸۹۵ ز کال يې د مېرمنې پر نوښت تلاک ( طلاق ) وشو او سره بېل شول . پر ۱۸۹۴ ز کال يې هم له “ مارییا بابسکایا” سره واده وکړ .
[[لیکوال]] سېنکېویچ پر ( ۱۸۷۶ – ۱۸۷۹ ) ز کلونو د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ او د همدغه سفر [[یونلیک]] يې د امریکا متحده ایالاتو پرضد پر ( ۱۸۷۶ – ۱۸۷۸ ) زېږدي کلونو چاپ کړ . کله چې [[اروپا]] ته راستون شو ، نو څه موده په [[پاریس]] کې اوسېده ، پر ۱۸۷۹ ز کال په [[لووف]] کې وو . لووف هغه مهال د پولېنډ یو ښار وو ، خو اوسمهال د اوسني [[اوکرایین]] په لوېدیځ کې د دغه [[هېواد]] یو [[ښار]] دی. وروسته يې بیا په وېنس ، او روم کې څه موده تېره کړه . له هماغه مهاله راهیسې يې د [[سیلاني]] په توګهتوگه ډېر سفرونه کول او ډېر ځله يې خپل مېشتځي بدلول . ده په دغو لاندې هېوادو کې ژوند کړی ، لکه [[اتریش]] ، [[انګلستانانگلستان]] ، لیتوا ، [[فرانسه]] ، [[سویس]] ، پر ۱۸۸۶ ز کال په [[رومانیا]] ، [[بلغاریا]] ، [[تورکیه]] ، [[یونان]] ، پر ۱۸۹۱ ز کال يې په [[مصر]] ، [[زېنزیبار]] او نورو هېوادو کې . پر ۱۹۰۰ ز کال د ده د ۲۵ کلن ادبي کار په خاطر ده ته په “ کېلېڅ پوویاتې “ کې یو کور او څه ځمکه جایداد د ډالۍ په توګهتوگه ورکړل شول .
سېنکېویچ د لومړۍ نړیوالې جګړېجگړې د پیل پر مهال سویس ته ولاړ ، بیا يې په پولېنډ کې له جګړېجگړې ځپلو سره د مرستې د یوې کومېټې مشري پر غاړه واخیسته . هېنريک سېنکېویچ د ۱۹۱۶ زېږدي کال د نوامبر پر ۱۵ د سویس په “ وېوې “ کې ومړ. په “ وېوې “ کې يې له مړینې وروسته مړی د سویس په یوه کاتولیکي عبادتځای کې خاورو ته وسپارل شو ، خو پر ۱۹۲۴ ز کال يې د بدن پاتې شوني وارسا ته ولېږدول شول او هلته د “ کریپت “ د سپېڅلې “ یاننا “ په عبادتځای کې خاورو ته وسپارل شول .
==پنځونه==
لیکوال د خپل ادبي کار په لومړیو اثارو ، داستانونو او ناولونو کې ، د نرواکي ژوند د ډول کمزوري کېدل او له منځه تګتگ ښودلی ، لکه په “ زاړه خدمتګارخدمتگار “ ۱۸۷۵ ز کال ، “ ګانیهگانیه “ ، ۱۸۷۶ ز کال ، “ سېلاب “ د ۱۸۸۴ – ۱۸۸۶ ز کلونه ، “ ښاغلي ولودیوفسکي “ ( ۱۸۸۷ – ۱۸۸۸ ز کلونه ) کې . د سېنکېویچ په لومړني رومان کې د [[پولېنډ]] او اوکرایین تر منځ ، د “ بوګدانبوگدان خمېلنیڅکي “ د وختونو هاند او هڅه ښودل شوې . د ده د “ تریلوجي “ ( درې ګونيگوني ) رومان په دویمه برخه کې پر ۱۶۵۵ – ۱۶۵۶ ز کلونو ، پر پولېنډ باندې د سويډني یرغلګرویرغلگرو پر وړاندې جګړهجگړه کې د پولېنډي ولس د ازادي بښونکي غورځنګغورځنگ هاند او هڅه انځور شوې . د دغه درې ګونيگوني اثر په درېیمه برخه ( یا درېیم رومان ) کې پر ۱۶۷۲ – ۱۶۷۳ زېږدي کلونو ، پر پولېنډ باندې د تورکانو د یرغل او د دغه یرغل پر وړاندې د پولېنډي بهادرانو او اتلانو کارنامې په شاعرانه بڼه انځور شوې دي .
د سینکېویچ په سایکولوجيکي رومان “ بې تعصبه “ ( ۱۸۸۹ – ۱۸۹۰ ) کې د یو اریستوکرات په اړه بیان شوی . د “ پولانېڅکيو کورنۍ “ ( ۱۸۹۳ – ۱۸۹۴ ) په رومان کې لیکوال د یو بریالي سوداګرسوداگر په اړه بيان کوي او په هغه کې د هغې ټولنې ځینو اړخونو ته کومېډي رنګرنگ ورکوي ، چې دین یې له سیاست څخه بېل دی . د لیکوال په “ چېرته ځې “ ( ۱۸۹۴ – ۱۸۹۵ ) تاریخي رومان کې د لرغوني رومي امپراتور “ نېرون “ د ظلمونو پر وړاندې د لومړنیو عیسویانو هاند او هڅه ښودل شوې ده . د ۱۵ پېړۍ په پای او ۱۶ په سر کې د “ تیوتونسکي اوردېن “ واکمنانو ( داسې ویل کيږي ، چې د جرمني سردارانو له خوا رامنځته شوی وو ) د تېري پر وړاندې د پولېنډیانو او لیتوایانو هاند او هڅې ته د لیکوال د “ صلیبیانو “ ( ۱۸۹۷ – ۱۹۰۰ ) تاریخي رومان ځانګړیځانگړی شوی دی .
د “ ګردابگرداب “ ( ۱۹۰۹ – ۱۹۱۰ ) رومان د روسیې د ۱۹۰۵ – ۱۹۰۷ زېږدي کلونو اوښتون ( انقلاب ) ته ځانګړیځانگړی شوی دی .
پر ۱۹۱۰ – ۱۹۱۱ ز کلونو یې د ماشومانو لپاره “ د افریقا په ګڼوگڼو ځنګلونوځنگلونو کې “ ماجرايي ناول ولیکه . د لیکوال بل رومان “ پوځي ټولګيټولگي “ ( ۱۹۱۳ – ۱۹۱۴ ) وو ، چې د ناپلیون په جګړوجگړو کې د پولېنډیانو د برخې اخیستنې په اړه دی ، بشپړ نه شو .
==د ده ارزښت او اوڅارتیا==
لیکوال هېنریک سېنکېویچ چې لا ژوندی وو ، نو په پولېنډ کې دننه او له هغه نه بهر یو له لویو ، نامتو او برجسته لیکوالو څخه شو او لا پر ژوند يې اوڅارتیا په برخه شوه . دی د تاریخي رومان د تکړه ماهر په نامه یاد شو . سېنکېويچ د خپل درې ګونيگوني رومان “ له اور او تورې سره “ ، “ سېلاب “ ، “ ښاغلي ولودیوفسکي “ له لیکلو وروسته ، د پولېنډ تر ټولو داسې پر مختللی لیکوال وو ، چې د خپلو کتابونو پر چاپ يې تر نورو ټولو لیکوالو ډېرې پیسې ګټلېگټلې . ده ته د ده د پاس یاد شوي درې ګونېگونې رومان د چاپ رښتې ( حق ) د خپلولو په خاطر ، د چاپخونې له خوا د شلو کلونو په بهیر کې ، اویا زره روبله ورکړل شول .
د لیکوال پنځونې د پولېنډي کولتور په تاریخ کې لوی رول ولوباوه او په نړیوال کچ ومنل شوې . ده ته پر ۱۹۰۵ زېږدي کال د ښو حماسي ادبي اثارو د لیکلو په خاطر د نوبل جایزه ورکړل شوه . د ده د “ چېرته ځې “ رومان د نړۍ پر څه د پاسه څلوېښتو ژبو ژباړل شوی او چاپ شوی دی . د لیکوال د “ بې تعصبه “ رومان ته د “ لېف نیکولایوویچ تولستوی “ ، “ ن . س . لېسکوف “ ، “ ا . پ . چېخوف “ ، “ ماکسیم ګورکيگورکي “ او نورو روسي لیکوالو له خوا ډېر ارزښت ورکول کېده . د سېنکېویچ د ډېری رومانونو پر بنسټ هنري فېلمونه اخیستل شوي دي . د ده د هغو اثار پر بنسټ ، چې فېلمونه ترې ډک شوي ، تر ټولو ډېر ښه يې د “ چېرته ځې “ رومان دی ، چې پر ۱۹۵۱ ز کال يې پر بنسټ ، د امریکا متحده ایالاتو له خوا هنري فېلم اخیستل شوی ، “ له اور او تورې سره “ ، چې پر بنسټ يې ، پر ۱۹۹۹ ز کال يې د پولېنډ له خوا هنري فېلم اخیستل شوی ، د “ چېرته ځې “ رومان ، چې پر بنسټ يې ، د پولېنډ له خوا پر ۲۰۰۱ ز کال هنري فېلم جوړ شوی دی . همدا راز د “ ایل – ۶۲ “ ډوله یوه الوتکه هم د ده په ویاړ د هېنریک سېنکېویچ په نامه نومول شوې ده .
==د سېنکېويچ اثار==
 
# “ زوړ خدمتګارخدمتگار “ ، ۱۸۷۵ ز کال .
# “ ګانیهگانیه “ ، ۱۸۷۶ ز کال .
# “ سلیم میرزا “ ، ۱۸۷۶ ز کال .
# “ پر سکرو رسم شوي انځورونه “ ، ۱۸۷۷ ز کال .
Line ۳۱ ⟶ ۳۲:
# “ چېرته ځې “ ، ۱۸۹۴ – ۱۸۹۶ ز کلونه .
# “ صلیبیان “ ، ۱۸۹۷ – ۱۹۰۰ ز کلونه .
# “ د ویاړ په ډګرډگر کې “ ، ۱۹۰۳ – ۱۹۰۵ ز کلونه .
# “ ګردابگرداب “ ، ۱۹۱۰ ز کال .
# “ د افریقا په ګڼوگڼو ځنګلونوځنگلونو کې “ ، ۱۹۱۲ ز کال .
# “ پوځي ټولګيټولگي “ ، ۱۹۱۴ ز کال .
 
==اخځونه==
# . ن . پ . میخالسکي ، بهرني لیکوال ، بیبلیوګرافیکيبیبلیوگرافیکي سیند ، دویم ټوک ، د ۱۹۹۷ ز کال چاپ ، ۲۳۶ مخ .
# . روسی برېښنايي پوهنغونډ .http://ru.wikipedia.org/wiki/Сенкевич,_Генрик