د "حديث" د بڼو تر مېنځ توپير

په اندازه کې يي هیڅ بدلون نه دي رامېنځ ته شوي. ،  ۸ کاله مخکې
د سمون لنډيز پرته
و (Bot: Migrating 65 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q234343 (translate me))
No edit summary
س : دحديث د علم ځينې اهميتونه ( ارزښتونه ) بيان كړه؟
ج : د حديث علم د شرعي علومو له جملې څخه يو اوچت علم دى، چې په دې علم باندې نور شرعي علوم بناء شويدي، او كه د چا سره ددې علم په باب معلومات نه وي نو په خپله خطاوې كوي او نور هم په خطا كې اچوي، اوكه په خپله خپلې خطاوي ته متوجه شي او كه نشي د سمې او صحيحې لارې څخه وځي، برابره ده كه دا انسان مفسر وي اويا فقيه، اويا اصولي وي او يا مبلغ او يامؤرخ.
ځينې به داسې مفسر وي چې د قرآن شريف آيتونه تفسيروي او په تفسيرولو كې له خورا زيات كوښښ څخه كار اخلي، مګرمگر سره دداسې كوښښ او هڅې د صواب (سمې) له لارې څخه وځي او دا له دې سببه چې دغه مفسر د ضعيفو اوموضوعه و ( له ځانه جوړ شوي) احاديثو په رڼا كې اوپه داسې اثر چې له ويونكي څخه ثابت شوى نه وي د آيتونو تفسيريې كړى دى.
اوځيني به داسې فقيه وي چې د يوې فقهي مسئلې په ليكلو كې به سوچ او فكر كوي، اودخپل توان په اندازه به غواړى چې دهغې مسئلې په حكم كې حق (صواب) ته ورسيږي، مګرمگر هغه نه بريالۍ كيږي، ځكه چې خپل نظريې په ضعيف حديث باندې بناء كړي دي چې په خپلې غلطۍ نه پوهيږي.
همداراز داصولو علماو په نسبت هم (دمثال په توګهتوگه) داصول عالم (پوه) به وي ولې يوه قاعده به د اصولو له قاعدو څخه چې ورباندې احكام بناء كيږي جوړ كړي، او په هغې باندې به ددين مسايل بناء كړي، حال داچې دا قاعده به په ضعيف حديث بناء شوي وي، نو په نتيجه كې دغه قاعده او هغه څه چې په دغې قاعدې بناء شويدي هغه به دين ته زيات زيان ورسوي نسبت هغې ګټېگټې ته چې دغه اصولي عالم ور څخه هيلمن دى. (په دي باب د (ضعيف الاحاديث القدسية – لاحمد العيسوى) كتاب وكتل شي.)
 
دغه كار (استدلال په ضعيفو او موضوعو احاديثو باندې) په مبلغينو او خطيبانو كې څومره زيات دى، نو هغه كسان چې ګمانگمان كوي چې خلک – الله تعالې ته نژدې كوي، په داسې حال كې چې هغه به پر رسول اكرم صلى الله عليه وسلم باندې دروغ وايي، او دداسې ويناو نسبت به پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته كوي كوم چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه ويلي نه دي، دا لاڅه چې پر الله تعالې باندې به درواغ وايي او زيات قدسي احاديث به په داسې حال كې چې هغه ثابت نه دي، الله تعالې ته د هغو نسبت كوي، چې ځينې غير ثابت داسې قدسيو احاديثو كې ښكاره خطاوې شته كوم چې داهل سنت او جماعت دقواعدو او ددين داصولو سره ضديت لري، سربيره په دې چې په داسې ضعيفو قدسيو احاديثو كې د الله تعالې صفت داسې شويدئ چې الله تعالې هغسې دخپل ذات صفت نه دى كړى، نو دوى په دې كار سره ددې مبارك آيت دحكم او معنې لاندې راځې چې الله تعالې فرمايي:
 
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
١٤٤ / الأنعام
 
(نوڅوك دي ډير ظالم "نشته لوى ظالم" له هغه چا څخه چې پر الله باندې درواغ تړي ددې لپاره چې خلک بې له علمه ګمراهگمراه كړي، بيشكه الله هدايت نه كوي ظالم قوم ته".
اما د تاريخ خاوندان وايي: "ووايه پروانشته".
صالح او امانتكار په دوى كې خورا لږ دي، او درواغ په دوى كې خپور دي، نو دوى تاريخ له درواغو څخه ډك كړيدي، اوپه حقايقو كې يې باطل ګډگډ كړيدى، او دنبي كريم صلى الله عليه وسلم ښايسته سيرت يې د خلکو لخوا د ځانه جوړ كړى شويو شيانو په نسبت وركولو بدرنګهبدرنگه كړېدى.
نو په داسې بيان شويو حالاتو كې د حديث علم فيصله كوونكي دى، نو الله تعالې دې ددې مبارك علم خاوندانو ته نيكه جزاء وركړي، چې دوى د خپل پيغمبر له سنتو څخه دفاع كړيده، او دشرعي علومو تګتگ لارې يې سمې كړيدي اودهغو منبع يې له ټولو عيوبو او په كې له داخلې شوي شيانو څخه پاك كړيدى، نو الله تعالې دې دوى ته لوي اجر وركړي او ددوى خطاوې دې و بخښي، او ددوى درجې دې اوچتې كړي، اوپه جنتونو كې دې دوى ته هستوګنههستوگنه وركړي.
داد حديث د علم (مصطلح الحديث) داهميت يوه برخه وه، او كه دا ځاى ددې موضوع دپاره واي نو مونږ به لا زيات اهميتونه بيان كړي واى چې دايې ځاي نه دى، مګرمگر هغه څه مو چې بيان كړى په هغو كې خامخا ذكر او پند دى هر هغه چالره چې هغه لره روغ زړه او هغه فكر كوونكي وي په داسې حال كې چې دى په زړه سره حاضر او متوجه وي.
 
س : د سند (اوطريق) معنې څه ده؟ او دمتن معنې څه ده؟
سيوطي په خپل كتاب (تدريب الراوي – ٢ / ١٨٠) کې وايي:
معنوي متواتر هغه دى چې يوه داسې ډله چې د هغوى اتفاق په درواغو باندې مستحيل وي مختلفې واقعي رانقل كړي وي چې دا مختلفې واقعې په يوه امراو ټكي باندې په تواتر سره يوځاى وي.
دمثال په توګهتوگه: يو سړى دحاتم څخه نقل كړئ: چې هغه يو اوښ وركړ، او بل نقل كوي: چې هغه يو آس وركړ، او يوبل نقل كوي: چې هغه دينار وركړ او په دې شان نور هم. نو ددوى د نقل شويو اخبارو څخه د تواتر ګډگډ ټكى دحاتم وركړه ده، ځكه چې د (وركړې) موجوديت په ټولو روايتونو كې يوشريك شى دى.
س : د لفظى متواتر احاديثو مثالونه، اودمعنوي متواتر يومثال بيان كړه:
ج : دلفظى متواتر مثالونه: