د "الفرېډ نوبل" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و "الفرېډ نوبل" وژغورل شو ([سمول=يوازې تاييد شوي کارنان] (لامحدوده) [لېږدول=يوازې تاييد شوي کارنان] (لامحدوده))
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:AlfredNobel2.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|الفرېډ نوبل]]
{{ويکيسازنه}}
'''الفرېډ نوبل''' د ډينامټ (يوه چاودېدونکې ماده ده چي د تېزابو او گلسرينو څخه جوړيږي .) مخترع، دوکتور، انجینر، مبتکر، نامتو کېمیاپوه، شاعر او دجنگي سامانونو جوړونکی '''الفرېډ بېرنهارد “نوبل”''' د [[سويډن]] په مرکز سټاکهلم کښي د ۱۸۳۳ زېږديز کال د اکټوبر دمیاشتي پر ۲۱ نېټه چي د ۱۲۱۲ لمریز کال د مېزان دمیاشتي د ۲۱ نېټې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ و دې دنیا ته خپلي سترگي لڅي کړي دي .
د سري کانتا د پشنهاد له مخي د نوبل یوشخصي خاصیت دا دئ چي د ډيرو ژبو د خبري کولو له امله پر هغه ډيري د معلومات دروازې خلاصي وې چي دا دچا پرلیاقت او اخلاقو باندي مثبته اغېزه لرلائ سي . الفرېډ نوبل په شپږو ژبو (سويډني، فرانسوي، روسي، انگليسي، جرمني او ايټالوي) کښي زیات مهارت درلودئ . نوبل ددې ټولو کارونو سر ترڅنگ د ادبیاتو برخه هم پاللې ساتلې وه او په [[انگريزي ژبه]] یې شعرونه ليکلي دي . دده د “کسات اخیسته “ نومي نثر کښي يوه ویرجنه کیسه رانغاړل سوې ده چي موضوع يې “د ثېنثي “ نومي یوې ویرجني ډرامې ته ورته ده او نوموړې ډرامه دپنځو عملونو په باره کښي ده؛ ددې ډرامې ليکونکی“پېرسي بایسشه شېللي” نوميږي چي نوموړی د ډرامې ليکلو سره ترڅنگ د انگلیسي ژبي یو خیالي شاعر، مقاله او ناول لیکونکی هم دئ .
د الفرېډ نوبل دا نثر دده مرگ څخه لنډه شېبه مخکي لیکل سوئ دئ او نورو ورته د مړني په وخت دده دا نثر چاپ کړ .