د "ټوټالېټر" د بڼو تر مېنځ توپير

په اندازه کې يي هیڅ بدلون نه دي رامېنځ ته شوي. ،  ۷ کاله مخکې
د سمون لنډيز پرته
# د مخالفينو د سركوبولو او له منځه وړلو له پاره هر ډول ترور، اختناق او بې شرمانه اعمالو ته هڅه كوي. په ټوټاليټر دولتونو كې د ټولنې او افرادو په سياسي، اجتماعي او اقتصادي ژوند كې د دولت مداخله هيڅ حد نه لري.
 
دغه ډول فعاليتونه، حتى هنري او ادبي فعاليتونه تر څارنې لاندې نيسي او د جمعي ارتباط په ټولو الكتريكي او طباعتي وسايلو، جدي او كلك مراقبت جاري ساتي. ټوټاليټر دولتونه داسې ډلې او اشخاص چې د دوى د قضاوت او نظارت له حوزې څخه د باندې وي، نه شي تحمل كولاى. دغه ډول خلك لومړى په يوه حزب كې په ديموكراتيك شكل متشكل كېږي، خو كله چې قدرت ته ورسېدل نو بيا ديموكراسي يوې خواته ږدي او له خپل قدرته كار اخلي. په دنيا كې ددې ډول نهضتونو بارزه نمونه د هټلر ناسيونال سوسياليست ګوندگوند ؤ چې د ديموكراسۍ له لارې قدرت ته ورسېد، قدرت ته د رسېدو سره سم يې ديموكراسي يوې خواته وغورځوله او په غورو او زورګويوزورگويو يې پېل وكړ. د ايټاليا فاشيست او د المان نازي دولتونه د ټوټاليټر دولتونو ښې نمونې دي.
ټول كمونستي دولتونه هم د ټوټاليټر دولتونو په كتګوريوكتگوريو كې حسابيږي چې ښه مثال يې په افغانستان كې د ۱۳۵۷ لمريز كال د ثور د اومې نېټې څخه وروسته د تره كې، امين،كارمل او ډاكټر نجيب كمونستي حكومتونه دي.
 
[[وېشنيزه:سياسي هڅوب]]