د "محمد صديق پسرلی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[انځور:محمدصديق پسرلی.jpg|بټنوک|250px|استاد محمد صديق پسرلی]]
'''استاد محمد صديق پسرلى''' (وری، ۱۳۰۷ هـ. ل. - ) ''(په انګرېزيانگرېزي: Mohammad Seddiq Pasarly)'' د پښتو ژبې د غزليزې شاعرۍ تاند شاعر دى، چې د کورنۍ نژدې ټول غړي يې ليکوالان او فرهنګيانفرهنگيان دي . دا مهال په کابل کې ژوند کوي، په اصل کې د کندوز ولايت دى.
 
==مخينه==
۶ کرښه:
 
==زده کړې==
ښاغلی صديق پسرلي خپلې لومړنۍ زده کړې د نوموړي ولايت په شېرخان لېسه کې سر ته رسولې دي. د ځوانۍ ټول عمر يې د کندوز ولايت په [[چهار دره]] کې تېر کړل چې د شعر لومړنى څرک يې هم په همدې سيمه کې د ادب د غرونو په څوکو لګېدلیلگېدلی . د څه کار اوبار لپاره يې د هېواد مرکز (کابل ښار) ته مخه کړه خو له څه مودې ورسته کله چې په هېواد کې د کورنيو جګړوجگړو اور بل شو، دى هم له د ډېرو نورو افغانانو په څېرله هېواد څخه کډه کولو ته اړ شو او د پاکستان هېواد خوا ته يې مخه کړه.
 
==مدني حالت او کورنۍ==
۱۲ کرښه:
 
==ادبي او هنري فعاليت==
كه څه هم محمد صديق پسرلى په اوسني پېر كې د هندي سبك لاروى شاعر گڼل كېږي، خو په شعرونو كې د جوت فكر او پيغام شتون، دى د يوې جلا لارې او سبك څښتن شاعر راپيژني، ځكه د ده شعر پر ښكلاييز اړخ سربېره جوت مانيز اړخ هم لري او دا هغه خصوصيت دى، چې ډېرى ادبپوهان يې د لويو شاعرانو خاصه او ځانګړنهځانگړنه په ګوتهگوته كوي.
 
د دغه شاعر، شاعري کلاسيک سبک لري شاعري يې په فطرت كې ګډهگډه ده.پخپله ښاغلی پسرلى هم په همدې نظر دى او ښه شاعري هغه شاعري ګڼي،گڼي، چې فطري وي: <blockquote>داسې ډېر خلك وينم، چې په ډېر كم عمر باندې شعر وايي او ډېر خلك دي، چې تر ډېره عمره يا كاله پورې كوښښ كوي، خو بيا هم يو شعر نه شي ويلاى. زه د دې خبرې طرفدار يم، چې بعضې خلك فطري شاعران دي او په لږ لوست او لږو معلوماتو ښه شيان ويلاى شي، خو بعضې خلكو ډېر تحصيل هم كړى وي، ډېر كوښښ هم كوي، ډېر زحمت هم وباسي، ان داسې خلك مې ليدلي، چې په يوه غزل باندې شپې او ورځې تېروي او بالاخره په ظاهره په غزل كې يې كوم نقص هم نه وي، خو ليكن هيڅ خوند نه لري او دا ځكه چې دى فطري شاعر نه دى</blockquote>
===په کډوالۍ کې فرهنګيفرهنگي چوپړ===
ښاغلي په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شوی او د شپيتمو كلونو په اوايلو كې يې د[[سپېدې| سپيدې]] په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ لمريزه پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته وروسته بيا له چاپه پاتې شوه. بيا يې په دويم ځل په ۱۳۶۶ كې د دې مجلې په چاپ لاس پورې كړ او ورسره يې د افغان كلتوري ټولنې بنسټ هم كېښود. تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله. په ۱۳۷۷ لمريز كې كډون كابل ته راغى او تراوسه په خپل كور كې په ادبي هڅو بوخت دى.
 
== چاپي اثار ==
تر اوسه د دغه نوميالي شاعر او ليكوال د شعرونو او كيسو څو ټولګېټولگې چاپ او خپرې شوې دي.
لومړنۍ مجموعه يې د كوكچې په نامه په ۱۳۳۰ كال په بدخشان كې چاپ شوې او په همدغه كال يې د يوناني شاعرې بېلټس ترانې هم په نظم وژباړلې، چې د چاپ په ګاڼهگاڼه وپسولل شوې. څه كم دېرش كاله وروسته، په ۱۳۶۱ كې د پاسني په مستعار نامه د وطن وير په نوم د حماسي او انتقادي شعرونو ټولګهټولگه يې چاپ شوه. كال وروسته يې د ليوني باد په نامه د طنزونو ټولګهټولگه خپره شوه. "داسې هم وو" او "سره غالۍ" په نومونو د لنډو كيسو ټولګېټولگې يې د شپېتمو كلونو په اواسطو كې چاپ او خپرې شوې. بيا يې د نن، پرون او سبا په نامه د څلورنيم سوه بيتونو په شمېر يوه قصيده چاپ شوه. د شپيتمو كلونو په اواخرو كې د ټاګورټاگور ګيتانجليگيتانجلي پښتو كړې منظومه ژباړه يې خپره شوه. په همدغو كلونو كې د "زهرې" په نامه يوه منظومه يې او بيا د پسته اور په نامه د څلورېزو ټولګهټولگه يې چاپ او خپره شوه. تر دې وروسته استاد د ګڼوگڼو ليكوالو او شاعرانو په غوښتنه د خپلو غزلونو په خپراوي لاس پورې كړ. لومړى يې ماته شپيلۍ او بيا يې د نى كوڅه چاپ كړه، تېر كال يې لومړى د كوچى ملا په نامه ناول او ورپسې يې د لمركجاوه په نامه د نظمونو كتاب د چاپ په ګاڼهگاڼه وپسولل شول.
 
==صديق پسرلى او نور ادبي ځېلونه==
تر دې ځايه زموږ بحث د استاد پسرلي د غزل په اړه و او هغه مو د غزل سالار شاعر په توګهتوگه وپېژانده، خو هغه يوازې د غزل شاعر نه دى، بلكې قصيدې، څلوريزې، نظمونه او منظومې يې هم ليكلي دي. په لنډو ټكو كې كه ووايو استاد پسرلي د شعر په ټولو قالبونو كې شاعري كړې او په ټولو كې يې د خپل شاعرانه قوت ثبوت وړاندې كړى دى. كاروان همدا خبره كوي: (( پسرلى صاحب غزل هم ليكي، قصيده هم ليكي او نظمونه هم. كه په ځير سره وګورووگورو داسې ډېر كم شاعران پيدا كېږي، حتي كه ووايم ډېره ناممكنه ده، چې هغه دې په دې ټولو قالبونو كې خپل شعريت برقرار وساتي. موږ ته ډېر لوى لوى شاعران معلوم دى، چې هغوى به ښه غزل ليكي، مثلا حمزه بابا، چې واقعا د پښتو غزل عظيم شاعر دى، غني خان ډېر بهترين نظمونه لري، خو غني خان ورسره ترڅنګترڅنگ غزل نه لري. حمزه بابا نظمونه ليكلي دي، خو د حمزه بابا ټول نظمونه، چې دي هسې نه دي لكه د هغه غزلې، خو پسرلى صاحب هغه شاعر دى، چې هم قصيده، هم غزل او هم هغه نور قافيه وال نظمونه په ډېر عجيب انداز ليكي.))
 
يون هم په همدې نظر دى: (( له غزل پرته، څلورېزې يې دي، چې د ډېر فكر انتقالونكې دي، خو ډېره زياته ښكلا، چې ده هغه د ده په غزلونو كې پرته ده او تر هغه وروسته په څلورېزو كې يې دې ښكلا ته تم كېږو.))
 
د پسرلي صاحب شعرونه له ګڼوگڼو نورو ښكلا او باريكيو هم برخمن دي او په كار ده، چې افغان كره كتونكي او ادبپوهان پخپلو څېړنو كې دغه ښكلاوې او ځانګړنېځانگړنې رابرسېره او د دغه حقدار او نوميالي شاعر حق په ځاى كړي.
==چاپي اثار ==
# پسته ور