د "اسد الله زمری" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۰ کرښه:
# د لمبو کلی - شعري ټولګه - چاپکال ۱۳۷۹ ل.
# د پتنګ وزر - شعري ټولګه - چاپکال ۱۳۸۷ ل.
# په افغا نستان کې داساسي قوانینو تدوین او د ځینو حقوقي موازینو څرنګوالي ته یوه کتنه - چاپکال ۱۳۶۸ ل.
 
 
شعر
 
چې د بنګړیو شرنګ کې ورک شي د څپو شرهار
 
دا د ښکلا او موسیقي د ملک محشر نه ده څه؟!
 
چې له وستله د ځلمو مسته خندا غبرګه شي
 
دا د ژوندون د پسرلي یو خوږ منظر نه ده څه؟!
 
چې زیړی لمر د سرو شرابو جام ته غاړه وځي
 
دغه شیبه د بیخودۍ - یو مازیګر نه ده څه ؟!
 
چې د ریا له کنجه پټ شي میکدې ته روان
 
په زاهد دا ساعت دټول عمر اختر نه ده څه ؟!
 
چې د وصال زیری سپوږمۍ په پلوشو کې دروړي
 
د عشق بنده ته دا حالت« حجِ اکبر» نه ده څه؟!
 
چې د غم او ښکي د کړي پاکې د احساس په ګوتو
 
شعر مسیح ،شعر دارو، شعر کوثر نه ده څه؟!
 
 
'''افغان'''
 
مسلمان که مې دي سپین د دواړو سترګو
 
نو هندو مې دې ددوو سترګو تور
 
د سني او دشیعه توپیر مې نه موند
 
ټول جهان مې پسې وکوت کور به کور
 
هزاره، ترکمن، بلوڅ، پښتون او ازبک
 
پنځه ؛ګوتې د یو لاس دې د سوک زور
 
پشه یې،نورستاني او قزلباش هم
 
دي زامن د افغان پلار ، افغانې مور
 
په جملو او کلمو کله بیلېږې ؟
 
ده پښتو د دري ژبي سکه خور
 
دتاریخ د معلم نوی سبق دادی:
 
چی پرون دی وو تربور ، نن ددې ورور
 
که مې وېنه په رګو کې پښتنه ده
 
هر تاجیک ګڼمه خپل سکنې ورور
 
دوطن دمور اولاد یو بې توپېره
 
یو مو ژوند دی، یو مو مرګ او یومو ګور
 
بیلوي او جنګوي مو،چې، دښمن دي
 
دتاریخ لاس به یې مخ کړی ورته تور]]
 
'''ښکیل شوی زړه'''
 
مدام په خوب او ویښه،...
یمه لګیا او یو تصویر کاږمه....
یو بی مثاله تصویر ،
چې د هنر او د خلقت یو لوی شاهکار وګرځي،
چې چا تر اوسه لا ایستلی نه وی :
د نامرادیو ،بد بختیو او غمونو تصویر ،
د ولږی ، فقر ، دژړا او ددردونو تصویر ،
......د بی کوریو تصویر،
د جنازو او دهجرت دبی پایانه بهیر ،
د کړاوونو ،عذابونو او ظلمونو تصویر ،
په تیارو شپو کې د وحشت او ستمونو تصویر........
×××××××××
لاس مې ور اوږد کړ چې قلم راواخلم
زما قلم د شهیدانو د جنډو لرګی وو،
رنګ مې له اوښکو او له وینو څخه ،
او د باروتو له لوګي......
او د لمبو له شرارو نه جوړ وو؛
ما د نظر په تخته.....
دغه تصویر کاږه لا ........
لا پکې بوخت ومه زه ،
کار مې تمام څه ، چې لا ډیر پاتې وو،
چې د تصویر په زړه کې
راته یو زړه څرګند شو........
یو را ښکیل شوی ، زبیښل شوی ،
او له درده ډک زړه .
×××××××
چې ورته مې کتل
دا زما خپل تصویر وو؛
زما دتن ، زما د ځان ،
زما د ګران او وران وطن :
«افغانستان» تصویر وو .
 
== باندنۍ تړنې ==