اسدالله زمرى (۱۳۳۳ لېږديز لمریز کال، د لغمان ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی.

اسدالله زمـری

مخينه

اسدالله زمرى د حاجي عبدالحمید زوی، پر ۱۳۳۳ ل ل کال په لغمان ولایت کې زېږیدلی دى. د لښکرگاه لېسې تر پاى ته رسولو وروسته يې خپلې لوړې زده کړې د ماسترۍ تر درجي پورې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې سرته رسولې دي. د هېواد په بېلابېلو حقوقي ارگانونو کې د دندې له تر سره کولو وروسته پر ۱۳۷۲ ل ل کال له هېواده وتلو ته اړوت او په المان کې کډوال شو، چې تر اوسه په دغه هېواد کې له خپلې میرمنې او څلورو اولادونو سره د پردیسۍ ژوند تېروي. هغه له ۱۳۵۶ ل کاله راهېسې شعر لیکي او د هېواد په بیلا بیلو خپرونو کې يې شعرونه خپاره شوي دي.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- اوښکې او سکروټې (شعري ټولگه)، د ۱۳۵۶ ل کال چاپ.

۲- د لمبو کلی (شعري ټولگه)، د ۱۳۷۹ ل کال چاپ.

۳- د پتنگ وزر (شعري ټولگه)، د ۱۳۸۷ ل کال چاپ.

۴- په افغانستان کې د اساسي قوانینو تدوین او د ځینو حقوقي موازینو څرنگوالي ته یوه کتنه، د ۱۳۶۸ ل کال چاپ.


باندنۍ تړنې

اخځونه

  1. http://samsoor.com/sheruna.php Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.