د "محمد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۵ کرښه:
لنډه دا چې دهغوى (ص) پحقله يونيم زر کاله پس نن هم مونږ دهرڅه نه خبر يو اوداځکه چې دهغوى (ص) تعليمات ترقيامته پورې پاتې کيدونکى دى دلته زۀ صرف دحضور (ص) داولنى ژوند مبارک په حقله څوټکى عرض کول غواړم .
 
دحضور پاک (ص) دژوند مبارک دحالاتو نه وړاندې داضرورى ده چې مونږ دهغه زمانې تاريخى حالت ته لږه ډيره توجه وکړو کوم چې په هغه وخت کښې دعربو يادخواوشا دملکونو وه اودا ځکه چې ددې نه بغير مونږه دنبوت اهميت نه شو محسوسولےمحسوسولی اسلام چې کوم تعليم پيش کړےکړی دےدی دهغې بنياد په توحيدرسالت اواخرت دےدی داهغه رڼاده چې ددې نه هغه زمانې کښې نه صرف عرب بلکې ټوله دنيا بې خبره او په تيارۀ کښې پرته وه داصحيح ده چې درسول پاک نه وړاندې دالله تعالى ډير نازولى نبيان دنياته راغلى وو اودزمکې هرګټ ته ئې دتوحيدتعليم رسولےرسولی ؤ دګمراهۍ په تياروکښې بد بد راګير وو سپوږمۍ ،نمر، ستورى اوفرښتې غرونه، ماران اوکاڼى بوټى ئې ځان له دخدائى تعالى په نوم نيولى وو دبې شميره خدايانو په لاس کښې ئې د ژوند واګې ورکړې وې او يوحقيقى الله پاک ترې نه هيرؤ .
 
سياسى اعتبارسره په دغه زمانه کښې دوه ښه طاقتونه موجود وو يوفارس اوبل روم دفارس مذهب مجوسيت ؤ او دروم عيسائيت ددې دوو نه علاوه يهوديانو اوهندوانو هم وجود لرلو اوپه خپل خپل ډول کښې ؤ درښتياوالى دعوى کوله په ايران کښې دستورو عبادت عام ؤ نوره دنياهم په رنګ رنګ اوتوبوتو سر وه لنډه دا چې په هر لور دکفر تور تم وه انسانيت دخپل خلاصون دپاره دچاخوا خوږى په انتظار کښې خپلې دوه سترګې څلور کړې وې دعربو په يوه لويه حصه کښې يعنې قرى وادى ،خيبر اووزک کښې ديهوديانو اکثريت ؤ مدينه کښې هم ديهوديانو شمير زيات ؤ په ملک کښې دشرک دود دستور راج ؤ خلقو دبتانو کاڼو فرښتو اوپيريانو عبادت کولو .
 
ليکن ددې هرڅه باوجود ديوخدائې تصور هم خلقو کښې موجود ؤ خوداتردې حده پورې چې هغه به ئې د نورو خدايانو نه لوئى خدائې ګڼلو ولې دا عقيده ئې دومره کمزورې وه چې عملاً به ئې په خپلو لاسونو جوړ شوى خدايان هرڅه ګڼل اوپه دې غرض ئې خانه کعبه کښې چې اسلام نه اګاهو به ورته بيت الحرام وئيلےوئيلی شو درې سوه شپيتۀ بتان ايښودى وو چې دژوند هره کشاله کښې به عربو دوى ته دخپلې حاجت روايۍ پحقله منت زارى کوله اولسى حيثيت سره هم هر رنګ بدى په دوى کښې پيدا شوې وې ولې بياهم دعربو بعضې صفتونه دقدر وړ دى په دې کښې ميلمستيا پياوړتوب، دسختۍ ژوند تيرول دژبې فصاحت ،دحافظې مضبوطى اوپه لوظ قول ټينګ پاتې کيدل وغيره.
 
== زيږيدنه ==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/محمد" نه اخيستل شوی