د "منځنۍ پېړۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
<font face="Pashto Kror Asiatype">غور او غوريان
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
په پخوانيو تاريخي او جغرافيا يې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسي زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازي د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي بلکي ، د سيمي لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ دپيژندني پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډګرونو کي داسي لاس ته راوړني لري چي د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده .
غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلورديرش ولايتونو څخه يو دۍ ، چي د هيواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ( ٢٨٧٧٩ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمينه يې چغچران دۍ .
Line ۹ ⟶ ۱۰:
دتاريخي متونو پر بنسټ دسوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولوپخوانۍ څرګنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ( ٣٨ هجري ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شويدي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢ پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک ( ٣٦ هجري ) امير پولاد ( ١٣٠ هجري ) جهان پهلوان امير کروړ ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه )
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب ګڼل کيږي . د غوري پا چاهانو په دې لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه قطب الدين محمد غر شاه ( ملک الجبال )( وفات ٥٤١ هجري= ١١٤٦ ميلادي ) بها الدين سام ( د واکمنۍ نېټه ٥٤١ هجري = ١١٤٦ ميلادي ) سلطان غيا ث الدين غوري ( ٥٥٨ _ ٥٩٩ ) سلطان بهالدين غوري ( ٦٠٧ هجري )سلطان علاوالدين غوري ( جهان سوز ) ( ٦٠٧ _ ٦١١ هجري ) او نور يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانګړي توګه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده .
په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانګړۍ دۍ .