د "صديق الله رښتين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و روباټ لرې کول: en:Siddiqullah Reshtin (deleted)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۸ کرښه:
 
== دندې ==
[[دوتنه:اصيل پښتانه عالمان.jpg|بټنوک|پدغه انځور کې صديق الله رښتين ۲۴ کس دی]]
رښتين صاحب په ١٣١٨ لمريز کال له کابل دارالعلوم څخه دمتوسطې ددورې اعلی شهادتنامې په تر لاسه کولو سره د همدغه کال د سنبلي د مياشتي په لومړۍ ورځ دادبي چمن او [[پښتو ټولنه|پښتو ټولني]] په غړيتوب ومنل سو. د ١٣٢٠ لمريز کال د زمري په مياشت کې دپښتو ټولنې دقواعدو دڅانگي مدير وټاکل سو ،يو کال وروسته دوري په مياشت کښې د پکتيا د((وړانگی دجريدې )) لومړۍ مؤسس او چلوونکي و،د همدي کال د ثور په مياشت کې کي د پښتو ټولني مرستيال کفيل ،د لغاتو او قواعدو د څانگي مدير دنده يي پر مخ وړه.
 
په ١٣٢٢ کال دپښتو دايرت المعارف دژباړودڅانگي د مشر په توگه وټاکل سو ، په ١٣٢٦ کال د ميزان په مياشت کښي د [[فراه]] په ولايت کښي د((سيستان)) د جريدې مؤسس او لومړۍ خپرونکی و ، يو کال وروسته په سنبله کي د [[پښتو ټولني]] مرستيال او د پښتو دارت المعارف امر وټاکل سو . د ١٣٢٩ کال د زمري په مياشت کښي يې پر پورته ويل سوو دندو د((هيواد )) چلوونکی و، او هم يي دادبياتو په پوهنځی کښي محصلينو ته دتدريس چاري پر مخ بيولې او هلته استاد و.په ١٣٣٠ کال دپښتو ټولني لوي مدير مقرر سو ،او په ١٣٣١ کال د((زيري)) داخبارددوهمي دورې مؤسس و،د ١٣٣٤ کال دحمل په مياشت کې د پښتو ټولني د مشر او وروسته بياد ١٣٣٥ کال په سر کې دښووني وزارت پښتو مشاور او د ادبياتو د پوهنځی د استادی رسمي دنده ور وسپارل سوه ، چې همدا دنده يي تر ١٣٣٦ کال پوري سرته ورسول . په ١٣٥٢ کال يي تقاعد پانه تر لاسه کړه ؛ هغه دژوند تر ورستيو سلگيو پورې يې بيادولتي دنده سرته نه ده رسولې او نه يې هم دکوم دولتي نشراتي ارگان سره دليکني مرسته وکړه . پوهاند رښتين پر رسمي هڅو سر بيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندي هم تر سره کړي دي ، دبيلگي په توگه هغه په ١٣٢٨ - ١٣٢٩ کښي دشپې لخوا د کابل راډيوديوي ځانگړي خپرونې دچلوونکې په توگه کار کړيدی همدا ډول له ١٣٣٣ نه تر ١٣٣٧ کال پوري دمازديگر لخوا په کابل راډيو کې ديوې ځانگړي خپروني دپښتو کميټي غړۍ و او بياد ١٣٣٦ نه تر١٣٤٠کال پوري د کابل راديو د رنگارنگ خپرونو د چلوونکي دنده په غاړه لرل؛ د ١٣٤٣ نه تر ١٣٤٨ کال پوري يې د کابل راډيو د ادب دوږمو پروگرام پر مخ بېول . پوهاند رښتين صاحب ديو لړ علمي او ادبي ليکنو او خپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانو نو نما نځل سويدی اوتر ١٥ يې زياتي جايزې هم تر لاسه کړي دي .
 
د پوهاند صاحب رښتين مورنۍ ژبه [[پښتو]] وه ولې په [[فارسي]] ، [[اردو]] او [[عربي]] ژبو نه يي هم اثار ليکلي ، له عربي او اردو نه يې يو شمير ژباړني کړ يدي
 
== رسمي ماموریتونه ==