د "تېمور شاه دراني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.3) (ربات: تغییر fr:Timour Shâh به fr:Timour Shah Durrani
د سمون لنډیز نسته
۳۵ کرښه:
|}}
 
'''اعليحضرت تېمور شاه درانى''' ''(په انګرېزي:''' Timur Shah Durrani)''') د افغانستان د لوى او نوميالي مشر ، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكى او ټولواكمن اعليحضرت [[احمد شاه بابا]] زوى وو ، چې د ۱۷۴۸ ز كال د مى په ۱۸ زېږېدلى دى . تېمور شاه په ۱۷۷۳ ز كال كې د خپل پلار له مړينې وروسته د افغانستان پر پلاز كېناست . د افغانستان پلاز دده د واكمنۍ پر مهال له كندهار نه كابل ته ولېږدول شو .
موږ د ښوونځي په تاريخونو كې لوستي وو ، چې تېمورشاه هوسايي غوښتونكى سړى وو او دده له نرم طبيعت نه محلي مشران له ده ياغي شول . دا ډول ذهنيت زموږ په ذهن كې پاتې وو . بله خبره دا راووته ، چې ده قزلباش ډېر پالل او پښتو ته يې پاملرنه نه كوله . [[صديق فرهنگ]] په ۱۹۸۸ ز كال كې وليكل ، چې تېمور شاه پخپل حرم كې درې سوه ښځې درلودې او هره مياشت يوه ښځه زياتېدله . بيا ليكي ، خو ويښ سړى وو ، له هرې جګړې نه بريالى راستون شوى دى .
اوس به همدغه خبره وڅېړو :
۴۳ کرښه:
د تېمور شاه دوره په ټوله امپراتورۍ كې د [[تهران]] او [[مشهد]] له سړكه تر [[گنگا]] پورې ، له [[امو]] د هند تر سممندره پورې كراره كراري وه . په شلو كلونو كې ايله څلور پېښې وشوې ، چې امپراتور پخپله ورغلى او عاملين يې سم كړي دي . ده دوه نيم سوه بېړۍ درلودې او سوداگري ښه روانه وه . عدالت خپور وو ، دى ظالم سړى نه وو .
د تېمرو شاه په دوران كې دوه ايراني شهزادگان په [[كابل]] كې اوسېدل ، چې له فروغي سره درې كېدل ، يانې دوه افشار او يو صفوي وو . په افغانستان كې د امپراتور [[شاه زمان]] له واكمنۍ نه راهيسې ، يانې له ۱۸۰۱ ز كال نه بيا تر ۱۹۷۹ پورې د ايران اغېز پر سلطنت پروت وو .
 
== د امپراتور تېمورشاه دربار ==
همداسې چې په يوولسمه زېږديزه پېړۍ كې غزني د فارسي شاعرانو او ليكوالو بانډه وه ، په اتلسه پېړۍ كې كابل د فارسي شاعرانو مركز وو . په دغه عصر كې توپير دومره دى ، چې امپراتور تېمورشاه د پښتو شاعر او ليكوال وو . [[پير محمد كاكړ]] ، [[عبدالله خان دېوان بېگي]] او نور كه پښتانه وو ټولو فارسي شاعري كوله او د خپل مهال پاخه شاعران له هند او ايران څخه راغلي وو ، البته د دوى كور وو . لكه [[واقف لاهوري]] ، [[عشرت]] له هند څخه ، [[فروعي اصفهاني]] ، [[موسوي]] ، [[مهدي]] له ياران څخه او [[عاجز]] له كابل څخه .