د "منځنۍ پېړۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{صاف}}
 
په پخوانيو تاريخي او جغرافيايې اثارو کي د [[غور]] او غوريانو په اړه زيات داسې زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازې د [[افغانستان]] د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي ، بلکې د سيمې لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ له پيژندنې پرته د افغانستان او سيمي بشپړ [[تاريخ]] نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، [[سياست]] او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډګرونو کي داسې لاس ته راوړني لري چې د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده .
غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلور ديرش ولايتونو څخه يو دى ، چي د هېواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . [[د غور ولايت]] ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ( ٢٨٧٧ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمېنه يې چغچران دۍ .